پولیس وايي، د خیبر ضلعې په لواړګي (لنډي کوتل) کې وسلوالو د ملېشې ځواک یو سرتېری وژلی دی.
د پولیسو یو چارواکي عدنان خان د اګست پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل، وسلوالو پر جواد خان اپرېدي د اګست پر ۱۹مه شپې مهال له خپل کور سره نېږدې ډزې وکړې.
دی وايي، اپرېدی کور ته په رخصتۍ (چوټۍ) تللی وو چې وسلوالو وواژه او وتښتېدل.
پر سرتېري د برید ذمه واري لا چا نه ده منلې، خو عدنان خان زیاتوي چې پولیسو په سلطانخېلو کې پر لارو ناکې لګولې دي او د لټون عملیات یې پیل کړي دي.
د سیمې اوسېدونکي وايي، په سلطانخېلو کې وسلوال موجود او فعاله دي او په تېره لنډه موده کې یې لږ تر لږه څلور تنه په نخښه کړي دي.
سلطانخېل هغه سیمه ده چې پکې وسلوالو د ۲۰۲۴ز کال د جون پر ۱۸مه ځايي خبریال خلیل جبران اپرېدی وژلی وو.
تر دې وروسته په ډېسېمبر کې امنیتي سرتېرو هلته د مشکوکو وسلوالو پرضد هدفي عملیات کړي ول چې پر مهال یې په نښته کې د پوځ یو کیپټن وژل شوی او دوه سرتېري ژوبل شوي ول.
په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې په خیبر پښتونخوا کې ناامني خورا زیاته شوې او وسلوال وخت په وخت پر پولیسو، سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، سیاستوالانو، دیني عالمانو، کاروباریانو، ولسي مشرانو، پخوانیو او مخالفو وسلوالو او فعالانو حملې کوي. له دې پرته، وسلوالې ډلې وخت په وخت د حملو تر څنګ تښتونې کوي او له شتمنو کسانو باج هم غواړي.
د اګست پر ۱۷مه په پېښور کې وسلوالو په یو برید کې د امریکا غږ ډیوې راډیو د خبریال میا فاروق فراق زوی او په بله حمله کې یې د عوامي نیشنل ګوند د "خدايي خدمتګار تنظیم" یو غړی ووژل او درې تنه یې ژوبل کړل.
د اګست پر ۱۳مه وسلوالو شپې مهال د پېښور په حسن خېلو کې پر تاڼه ډزې وکړې چې پکې یو پولیس ووژل شو. تر دې څه باندې یوه اونۍ مخکې وسلوالو په پېښور کې د پولیسو یو افسر او د هغه دوه ملګري ووژل.
د هغو ټولو حملو ذمه واري چا نه وه منلې.
د پاکستان او د خیبر پښتونخوا حکومتونه وايي، د ناامنۍ ضد مبارزې او د ولس ژوند او مال ساتنې ته ژمن دي. وزیراعظم شهباز شریف د اګست پر ۱۴مه د هېواد جوړېدو کلیزې په مناسبت په وینا کې دعوه وکړه چې پاکستان "په زړورتیا د ترهګرۍ پرضد جنګېدلی او ورته یې ماتې ورکړې" ده او زیاته یې کړه چې حکومت به یې بیا وسلوال سر پورته کولو ته پرې نه ږدي.
په همدې حال کې امنیتي ځواکونو او پولیسو هم د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.
د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر علي امین ګنډه پور د جولای په پای کې په یو ویډیويي بیان کې وویل، "ترهګرۍ د صوبې د پرمختګ مخه ډب" کړې او ټینګار یې وکړ چې ټول باید له امنیتي ځواکونو سره د سولې او امنیت په برخه کې هڅو ته دوام ورکړي.
تر دې څو اونۍ مخکې د خیبر پښتونخوا حکومتي ویاند محمد علي سیف هم په سوات کې خبري غونډې ته ویلي ول چې حکومت یې د وسلو کاروونکو پر ضد جنګېږي او که څوک جوړجاړی غواړي نو ورسره جرګو او مرکو ته هم تیار دی.