پښتونخوا ملي عوامي ګوند تر دې وړاندې په بلوچستان صوبه کې د ولسي جرګې په نوم د غونډو لړۍ پیل کړې وه. دوی په دغو غونډو کې په پښتون مېشتو سیمو کې د بدامنۍ د ختمولو، په خپلو وسایلو د پښتون ولس د واک او د ولس د خراب اقتصاد اړوند بحثونه ترسره کېږي.
د لاريون يو مشر امان الله وزير وويل: "له ډېرې مودې راهيسې په سيمه کې هدفي بريدونه، بمي چاودنې او د ناامنۍ نورې پېښې روانې دي. خلک د وسلوالو لخوا له قلنګونو او نورو ظلمونو څخه تنګ شوي دي. موږ نوره ناامني نشو زغملی."
هغوی غوښتنه کوله چې پولیسو ته دې وسایل ورکړل شي، د امنیت د ټینګولو په لاره کې دې د هغوی "د قربانیو قدرداني" وشي. هغوی همداراز د خپل یو پولیس سرتېري د بحالۍ غوښتنه هم کوله چې له دندې لېرې کړل شوی وو.
د ضلعې انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) اشفاق خان د اپرېل پر ۲۶مه رسنیو ته ویلي دي چې د جنورۍ پر لومړۍ نېټه د شوې موافقې له مخې یې لومړی په سیمه کې د جګړې په موخه جوړې شوې مورچې ړنګې کړې او اوس له ولسه "درنې او ناقانونه وسلې" ټولوي.
انتظامي او پوځي چارواکو د مشال راډیو په ګډون نورو رسنیو ته ویلي دي چې کرفیو د یکشنبې (اتوار) له سهار شپږو بجو لګېدلې چې پر مهال یې ټول سړکونه او بازارونه تړلي دي.
نور وښیئ