د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیس وايي باجوړ کې پر یو کور د هاوان مرمۍ لګېدو پېښه کې ۳ ماشومان ژوبل شوي دي


د خيبر پښتونخوا په باجوړ کې پوليس د خلکو تلاښي اخلي ـ انځور له ارشيفه
د خيبر پښتونخوا په باجوړ کې پوليس د خلکو تلاښي اخلي ـ انځور له ارشيفه

پولیس وايي، د باجوړ په لغړی ماموندو کې پر یو کور د هاوان مرمۍ یا مارټر ګولې لګېدو په پېښه کې دوې نجونې او يو هلک ژوبل شوي دي.

د باجوړ پولیسو وياند محمد اسرار مشال راډيو ته وويل چې نن (د اپرېل پر ۲۹مه) سهار په بره لغړی سيمه کې د محمد اقبال په نوم د يو ځايي اوسېدونکي پر کور د هاوان مرمۍ ولګېده چې په نتيجه کې يې د هغه شپږ کلنه او اته کلنه لوڼې او پينځه کلن زوی ژوبل شو.

نوموړي زياته کړه چې ژوبل ماشومان د باجوړ په مرکز خار کې ضلعي روغتون ته رسول شوي او هلته يې درملنه روانه ده.

پر ټولنيزو شبکو يوشمېر کسانو ويډيوګانې خپرې کړي چې پکې ښکاري چې ځايي ځوانان پر موټرسايکلونو ژوبل ماشومان روغتون ته رسوي.

د باجوړ پولیس چارواکي وايي، تر اوسه معلومه نه ده چې مرمۍ له کومې خوا ویشتل شوې خو زیاتوي چې پلټنې یې پیل کړې دي.

په باجوړ کې پوځي چارواکو لا د پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

په سيمه کې د مشال راډيو خبريال شاهنواز ترکزی وايي چې تر هغې پېښې وروسته يوشمېر ځايي کسانو احتجاج پيل کړی دی.

د خیبر پښتونخوا په جنوبي او شمالي وزیرستانونو او خيبر کې هم خلکو په تېرو وختونو کې د پوځ د توغندیو په حملو کې د ولسي وګړو د مرګژوبلې پرضد احتجاجونه کړي دي.

خو د هغو سیمو انتظامي او امنیتي چارواکي وايي چې د وسلوالو پرضد د عملياتو پر مهال د خلکو د ژوند او مال خوندیتوب ته پام کوي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG