د پاکستان پوځ د خیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې د "۱۷ نورو" مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې ده.
د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د اپرېل پر ۲۸مه پر خپله ووبپاڼه په بیان کې ویلي چې امنیتي سرتېرو د روانې میاشتې له ۲۵مې څخه تر ۲۷مې پورې د شمالي وزیرستان په حسنخېلو کې په نښته کې د ۵۴ مشکوکو وسلوالو تر وژنې وروسته د اپرېل پر ۲۷مه شپې مهال په سیمه کې "د لټون عملیات وکړل چې پکې یې ۱۷ نور" مشکوک وسلوال ووژل.
بیان کاږي، له دې سره په تېرو "درو ورځو کې د وژل شویو" مشکوکو وسلوالو شمېر "۷۱ ته رسېدلی" او زیاتوي چې د عملیاتو پر مهال یې "وسلې او چوونکي توکي" هم ترلاسه کړي دي.
کومې وسلوالې ډلې لا د پوځ دعوې په اړه څه نه دي ویلي او مشال راډیو یې هم په خپلواکه توګه تصدیق نه شي کولای.
پوځ پر ووبپاڼه یو انځور هم خپور کړی دی چې پکې لسګونه مړي او وسلې ښکاري خو مشال راډیو په خپلواکه توګه د هغه تصویر کره والی نه شي تاییدولای.
ای اېس پي ار تر دې یوه ورځ مخکې په بیان کې ویلي ول چې د اپرېل پر ۲۵مه شپې مهال او پر ۲۶مه او ۲۷مه نېټه د مشکوکو وسلوالو "یوې لویې ډلې" پر ډېورنډ کرښه له "افغانستانه د شمالي وزیرستان حسنخېلو ته د داخلېدو هڅه کوله" چې امنیتي سرتېرو یې مخه ونیوله او ورسره یې نښته وشوه.
پوځ ویلي دي چې په نښته کې یې ۵۴ مشکوک وسلوال ووژل خو دا یې نه دي ویلي چې ایا پکې سرتېرو ته هم مرګژوبله اوښتې وه او که څنګه.
پر هم هغه ورځ انتظاميې له سهار شپږو بجو راهیسې تر نامعلوم وخته په ټول شمالي وزیرستان کې ګرځبندیز لګولی وو او خلکو ته یې امر کړی وو چې سړکونو او بازارونو ته دې نه وځي.
د پاکستان پوځ په نښته او عملیاتو کې وژل شوي ټول کسان "خوارج" بللي دي. پوځ دا اصطلاح اکثر د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسلوالې ډلې ته کاروي خو دا روښانه نه ده چې وژل شوي کسان د کومې ډلې غړي ول او ټي ټي پي یې هم په اړه بیان نه دی ورکړی.
د پاکستان پوځ او حکومت اکثر تور پورې کوي چې وسلوال په افغانستان کې پټنځایونه لري او له هغه ځایه په پاکستان کې حملې کوي.
خو د طالبانو حکومت په بیا بیا دا تور رد کړی او وايي هېڅ وسلوالې ډلې ته یې په افغانستان کې پټنځای نه دی ورکړی او ټینګار کوي چې د هغه هېواد خاوره د هېچا پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.
اخوا تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او نورې ډلې هم وايي چې وسلوال یې په پاکستان کې دي او بل ځای پټنځایونو ته اړتیا نه لري.
د پاکستان پوځ وخت په وخت په عملیاتو او نښتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي. پوځ د اپرېل پر ۲۶مه پر خپله ووبپاڼه په بیان کې پر ۲۵مه او ۲۶مه نېټو د خیبر پښتونخوا په کرک، شمالي او جنوبي وزیرستانونو کې د ۱۵ مشکوکو وسلوالو د وژنې ادعا وکړه.
په خیبر پښتونخوا کې له تېرو درو کلونو راهیسې د ناامنۍ پېښې زياتې شوې دي او وسلوالې ډلې اکثر پر پولیسو، امنیتي سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، ولسي مشرانو، فعالانو، سیاستوالانو او دیني عالمانو حملې کوي.
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز د اپرېل پر لومړۍ نېټه په خپل میاشتني رپورټ کې وویل چې د روان کال په مارچ کې په هېواد کې وسلوال بریدونه په کمساري ډول زیات شول. هغه مرکز وايي، د ۲۰۱۴ز کال له نومبر راهیسې په لومړي ځل د سږني کال په مارچ کې د بریدونو شمېر تر ۱۰۰ لوړ وو.
د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز وايي چې امنیتي ځواکونو هم مارچ کې خپل عملیات سخت کړل چې پکې ۸۳ مشکوک وسلوال، ۱۳ سرتېري او ۱۱ ولسي وګړي ووژل شول.
د پاکستان حکومت وايي، د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته ژمن دی. ولسمشر اصف علي زرداري د مارچ پر ۲۳مه په اسلام اباد کې یوې غونډې ته وویل چې "ملت او امنیتي ادارې د ترهګرۍ پرضد "یو موټی" دي او وسلوالې ډلې خپلو "شومو موخو" ته رسېدو ته نه پرېږدي.