د پاکستان پوځ د خیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې د ۵۴ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې ده.
د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د اپرېل پر ۲۷مه پر خپله ووبپاڼه په بیان کې ویلي دي چې د اپرېل پر ۲۵مه شپې مهال او پر ۲۶مه او ۲۷مه نېټه د مشکوکو وسلوالو "یوې لویې ډلې" پر ډېورنډ کرښه له "افغانستانه د شمالي وزیرستان حسنخېلو ته د داخلېدو هڅه کوله" چې امنیتي سرتېرو یې مخه ونیوله او ورسره یې نښته وشوه.
پوځ ویلي دي چې په نښته کې یې ټول وسلوال ووژل خو دا یې نه دي ویلي چې ایا پکې سرتېرو ته هم مرګژوبله اوښتې او که څنګه.
ای اېس پي ار دا دعوه پر داسې مهال کړې چې انتظاميې د اپرېل پر ۲۷مه له سهار شپږو بجو راهیسې په ټول شمالي وزیرستان کې ګرځبندیز لګولی دی او خلکو ته یې امر کړی چې سړکونو او بازارونو ته دې نه وځي.
د پاکستان پوځ په نښته کې وژل شوي ټول کسان "خوارج" بللي دي. پوځ دا اصطلاح اکثر د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسلوالې ډلې ته کاروي خو دا روښانه نه ده چې وژل شوي کسان د کومې ډلې غړي ول.
ټي ټي پي یا کومې بلې ډلې هم د پوځ د دعوې په غبرګون کې څه نه دي ویلي او مشال راډیو هم په خپلواکه توګه د پوځ دعوه نه شي تاییدولای.
د پاکستان پوځ او حکومت اکثر تور پورې کوي چې وسلوال په افغانستان کې پټنځایونه لري او له هغه ځایه په پاکستان کې حملې کوي.
خو د طالبانو حکومت په بیا بیا دا تور رد کړی او وايي هېڅ وسلوالې ډلې ته یې په افغانستان کې پټنځای نه دی ورکړی او ټینګار کوي چې د هغه هېواد خاوره د هېچا پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.
اخوا تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او نورې ډلې هم وايي چې وسلوال یې په پاکستان کې دي او بل ځای پټنځایونو ته اړتیا نه لري.
د پاکستان پوځ وخت په وخت په عملیاتو او نښتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي. پوځ د اپرېل پر ۲۶مه پر خپله ووبپاڼه په بیان کې پر ۲۵مه او ۲۶مه نېټو د خیبر پښتونخوا په کرک، شمالي او جنوبي وزیرستانونو کې د ۱۵ مشکوکو وسلوالو د وژنې ادعا وکړه.
په خیبر پښتونخوا کې له تېرو درو کلونو راهیسې د ناامنۍ پېښې زياتې شوې دي او وسلوالې ډلې اکثر پر پولیسو، امنیتي سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، ولسي مشرانو، فعالانو، سیاستوالانو او دیني عالمانو حملې کوي.
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز د اپرېل پر لومړۍ نېټه په خپل میاشتني رپورټ کې وویل چې د روان کال په مارچ کې په هېواد کې وسلوال بریدونه په کمساري ډول زیات شول. هغه مرکز وايي، د ۲۰۱۴ز کال له نومبر راهیسې په لومړي ځل د سږني کال په مارچ کې د بریدونو شمېر تر ۱۰۰ لوړ وو.
د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز وايي چې امنیتي ځواکونو هم مارچ کې خپل عملیات سخت کړل چې پکې ۸۳ مشکوک وسلوال، ۱۳ سرتېري او ۱۱ ولسي وګړي ووژل شول.
د پاکستان حکومت وايي، د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته ژمن دی. ولسمشر اصف علي زرداري د مارچ پر ۲۳مه په اسلام اباد کې یوې غونډې ته وویل چې "ملت او امنیتي ادارې د ترهګرۍ پرضد "یو موټی" دي او وسلوالې ډلې خپلو "شومو موخو" ته رسېدو ته نه پرېږدي.