تیرا د خیبر ضلعې لېرې پرته غرییزه سیمه ده او د یادې ضلعې د ځینو نورو سیمو په شان پکې هدفي وژنې، د وسلوالو د فعالیتونو او د پوځي عملیاتو له وجې وخت په وخت خلک اړ شوي چې نورو خوندي ښاري سیمو ته کډې وکړي.
په جانیخېلو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) یو مخکښ ګران وزیر د مې پر شپږمه مشال راډیو ته وویل چې په هاوان بريد کې د یوې کورنۍ غړو ته مرګژوبله اوښتې ده. د نوموړي په وينا، په برید کې وژل شوي وګړي پلار او لور دي او ژوبل کس يې زوی دی.
په ټانک کې د امن کمېټۍ یو مشر شېخ نصیر احمد نن (د مې پر اتمه) مشال راډیو ته وویل چې ډرون بريد په یو ځايي جومات کې وشو چې په نتيجه کې يې هلته دېره تبلیغیانو ته مرګژوبله واوښتل.
د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د مې پر پینځمه رسنیو ته په استولې یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې دا عملیات د مې د څلورمې او پینځمې نېټې په منځنۍ شپه په شمالي او جنوبي وزیرستان، بنو او خیبر کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس ترسره شوي دي.
محمود خان اڅکزي د صوابۍ جرګې ته وويل: "په دې خاوره کې ځنګلونه، اوبه، قیمتي کاڼي د پښتنو دي او خواري هم هم پښتانه ورباندې کوي، خو پوښتنه دا ده چې بيا هم پښتانه ولې وږي دي؟ ولې مساپر دي؟ موږ له ریاسته د دې پوښتنو ځواب غواړو."
نور وښیئ