د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جانیخېلو اوسېدونکو په هاوان برید کې د ولسي کسانو د وژنې خلاف پرلت وهلی دی


په جانیخېلو کې د پرلت یوه څنډه - د مې نهمې انځور
په جانیخېلو کې د پرلت یوه څنډه - د مې نهمې انځور

د خيبر پښتونخوا د بنو د جانیخېلو (ځونيخېلو) خلکو د هاوان مرميو (مارټر ګولو) په برید کې ولسي کسانو ته د اوښتې مرګژوبلې پرضد احتجاجي پرلت پیل کړی دی.

د مې پر اوومه دا احتجاجي پرلت تر هغه وروسته پیل شو چې د ځايي اوسېدونکو په وینا د مې پر شپږمه شپې مهال د هاوان مرمۍ (مارټر ګولې) په بريد کې دوه ولسي وګړي ووژل شول او یو ژوبل شو. د سیمې اوسېدونکي دعوه کوي چې د مارټر ګولې د پاکستان پوځ توغولې دي خو پوځ لا تر اوسه د دې دعوې پخلی نه دی کړی.

په جانیخېلو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) یو مخکښ ګران وزیر د مې پر نهمه مشال راډيو ته وويل چې د مې پر شپږمه په هاوان بريد کې وژل شوي او ژوبل کسان ټول د يوې کورنۍ غړي دي. د نوموړي په وينا، په هغه بريد کې پلار او لور وژل شوي او زوی يې ژوبل شوی دی.

نوموړي زياته کړه چې پرلتوالو د وژل شوي پلار جسد هم د احتجاج په توګه اېښی دی او وايي چې ترڅو یې غږ نه وي اورېدل شوی او انصاف نه وي ورسره شوی، وژل شوي کسان خاورو ته نه سپاري.

مشال راډیو د جانيخېلو د خلکو د پرلت په اړه هڅه وکړه چې د بنو ضلعي انتظامیې د چارواکو نظر راواخلي خو چا ځواب ورنه کړ.

هلته د پوځ یو افسر، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه درلوده، د نوم پټ ساتلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې په سیمه کې د وسلوالو خلاف هدفي عملیات روان دي، هغوی هڅه کوي چې د ولسي خلکو ځاني او مالي تاوان پکې ونه شي خو ولس ته هم پکار ده چې ځانونه له وسلوالو لېرې وساتي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ ګران وزیر وايي د سیمې خلکو او پي ټي اېم وخت په وخت د دا ډول پېښو پر ضد خپل غږ پورته کړی دی او د مخنیوي غوښتنه یې هم کړې ده خو حکومت یې د بندولو ژمنې کوي او بیا هغه ژمنې نه پوره کوي.

د جانیخېلو ترڅنګ په نورو سیمو کې هم وخت په وخت ځايي خلکو د پوځي عملیاتو پر مهال ولسي خلکو ته د مرګژوبلې د اوښتو پر ضد خپل غږ پورته کړی دی او له حکومت او پوځه یې غوښتي دي چې د خلکو خوندیتوب ته دې پام وکړي.

تر دې وړاندې، په ټانک کې پر يو جومات په ډرون بريد کې دوه ولسي وګړي وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي ول.

تر هغه وړاندې د اپرېل پر ۲۹مه پولیسو ویلي ول چې په باجوړ کې پر یو کور د هاوان مرمۍ لګېدو پېښه کې درې ماشومان ژوبل شوي دي. د باجوړ پولیس چارواکو هغه مهال ویلي ول چې ورته معلومه نه ده چې مرمۍ له کومې خوا ویشتل شوې ده خو زیاته کړې یې وه چې پلټنې یې پیل کړې دي.

همدا رنګه د شمالي وزیرستان ځينو اوسېدونکو د اپرېل پر ۲۲مه له مشال راډيو سره د خبرو پر مهال ادعا کړې وه چې په تېرو دوه ورځو کې په هغه سیمه کې د پوځ په ډرون بریدونو کې درې کسان ژوبل شوي ول.

د اپرېل مياشتې په پيل کې د شمالي وزيرستان د میرلي اوسېدونکو په ډرون حملو کې د ولسي وګړو د مرګژوبلې پرضد احتجاجي ناسته هم کړې وه. هغه پرلت د اپرېل پر څلورمه، د سیمې د اوسېدونکو د ادعا له مخې، په ډرون برید کې د ۱۰م ټولګي د یو زده کوونکي عمر خطاب تر وژنې وروسته پیل شوی وو.

په شمالي وزیرستان او د خیبر پښتونخوا په یوشمېر نورو برخو کې خلکو تر دې مخکې هم په عملیاتو کې د ولسي وګړو د مرګژوبلې پرضد مظاهرې او احتجاجي ناستې کړې دي.

په خیبر پښتونخوا کې له څه باندې درو کلونو راهیسې ناامني زیاته شوې ده او د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون یوشمېر ډلې پر پولیسو او امنیتي سرتېرو حملې کوي.

په جانیخېلو کې د دې تازه پېښې په اړه د پاکستان پوځ او نورو حکومتي چارواکو لا څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې یې په وار وار ویلي دي چې د وسلوالو پر ضد یې عملیات تېز کړي دي او پر مهال یې د عام ولس خوندیتوب ته پام کوي.

XS
SM
MD
LG