د لاسرسي ځای

تازه خبر

اڅکزی: پاکستان دې د نړیوالو قوانینو له مخې د پښتنو پر وسایلو هغوی ته واک ورکړي


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅګزی د مې پر درېيمه په صوابۍ کې ولسي جرګې ته وینا کوي
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅګزی د مې پر درېيمه په صوابۍ کې ولسي جرګې ته وینا کوي

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د پاکستان پر حکومت غږ کړی دی چې د نړیوالو قوانینو له مخې دې د پښتنو پر وسایلو هغوی ته واک ورکړي.

نوموړي د مې پر درېيمه د خیبر پښتونخوا په صوابۍ کې د خپل ګوند په کوربه توب "ولسي جرګې" ته په وينا کې زياته کړه چې پښتانه پر دې سربېره چې شتنمه خاوره لري، د پاکستان په پنجاب او د عربي هېوادونو په ګڼو ښارونو کې په مزدورۍ پسې ورک دي: "په دې خاوره کې ځنګلونه، اوبه، قیمتي کاڼي د پښتنو دي او خواري هم هم پښتانه ورباندې کوي، خو پوښتنه دا ده چې بيا هم پښتانه ولې وږي دي؟ ولې مساپر دي؟ موږ له ریاسته د دې پوښتنو ځواب غواړو."

ولسي جرګې ته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند پر مشرانو سربېره د يو شمېر نورو ګوندونو مشرانو، پوهانو، ولسي مشرانو او مدني فعالانو هم ويناوې وکړې.

د پاکستان حکومت په صوابۍ کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د ولسي جرګې د تازه غوښتنو په ځواب کې څه نه دي ویلي، خو د بلوچستان او خیبر پښتونخوا ترڅنګ د پاکستان مرکزي حکومت هم تر دې وړاندې ویلی دي چې پښتنو ته د ورپېښو ستونزو د حل لپاره يې کار روان دی او هغوی بې له توپیره د هغه هېواد د ټولو قومونو د ستونزو د هوارولو هڅه کوي.

پښتونخوا ملي عوامي ګوند تر دې وړاندې د بلوچستان په بېلا بېلو ښارونو کې هم د ولسي جرګو په نوم غونډې کړې وې.

په هغو جرګو کې د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو کې د ناامنۍ ختمولو، پر خپلو وسایلو د پښتون ولس د واک او د خرابو اقتصادي حالاتو په اړه بحثونه شوي ول.

په خیبر پښتونخوا کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبايي مرستیال مشر ارشد علي د مې پر دویمه مشال راډیو ته ویلي ول چې د صوابۍ ترڅنګ به د خیبر پښتونخوا په نورو ضلعو کې هم د هغوی ګوند د ولسي جرګو لړۍ پرمخ وړي.

نوموړی زياته کړې وه، کله چې په ټولو ضلعو کې جرګې وشي نو بیا به وروسته په یوه "لویه جرګه" کې یوه "حتمي تګلاره" اعلانېږي: "له صوابۍ وروسته د سوات، دیر، باجوړ، مردان او پېښور ترڅنګ [د خيبر پښتونخوا] په جنوبي ضلعو کې جرګې کوو او بیا به وروسته یوه لویه جرګه هم راغواړو."


په کوټه کې ولسي جرګه د ۱۶ قراردادونو په منظورولو پای ته رسېدلې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:02 0:00

پښتونخوا ملي عوامي ګوند تر دې وړاندې د ۲۰۲۲ز کال د مې له ۱۱مې تر ۱۴مې په بنو کې د ټولو پښتنو د ولسي استازو جرګه جوړه کړې وه او په هغه جرګه کې دا پرېکړه شوې وه چې د ضلعو، ډوېژنونو او تحصیلونو پر کچ دې هم جرګې وشي او د پښتنو ستونزو او حل لارو ته دې کتنه پکې وشي.

دا په داسې حال کې ده چې پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) هم د ۲۰۲۴ز کال په اکتوبر میاشت کې د خیبر په رېګي للمه سیمه کې د پښتنو د ستونزو په اړه پښتون قامي جرګه وربللې وه.

که څه هم په هغه جرګه کې د خيبر پښتونخوا ګورنر او اعلاوزير په ګډون ګڼو حکومتي چارواکو او سياسي او ولسي مشرانو ګډون کړی وو او وروسته يې ژمنتيا ښوولې وه چې د پښتنو ستونزو ته به د حل لارې لټول کېږي، خو د هغې جرګې پرېکړه ليکونه لا تر اوسه نه دي عملي شوي.

XS
SM
MD
LG