د خيبر پښتونخوا د بنو د جانیخېلو (ځونيخېلو) اوسېدونکي وايي د هاوان مرمۍ (ماټر ګولې) په بريد کې دوه ولسي وګړي وژل شوي او یو ژوبل شوی دی.
د سیمې اوسېدونکي دعوه کوي چې د مې پر شپږمه شپې مهال د مارټر توغندی د پاکستان پوځ توغولی دی خو پوځ لا تر اوسه د دې دعوې پخلی نه دی کړی.
په جانیخېلو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) یو مخکښ ګران وزیر د مې پر شپږمه مشال راډیو ته وویل چې په هاوان بريد کې د یوې کورنۍ غړو ته مرګژوبله اوښتې ده. د نوموړي په وينا، په برید کې وژل شوي وګړي پلار او لور دي او ژوبل کس يې زوی دی.
وزير وويل: "په حمله کې ولسي کسان ووژل شي او ژوبل شي خو چې بیا یې پرضد څوک مقدمه درج کول غواړي نو څوک یې نه درجوي."
نوموړی وايي د سیمې خلکو او پي ټي اېم وخت په وخت دا ډول پېښو پر ضد خپل غږ پورته کړی دی او د مخنیوي غوښتنه یې هم کړې ده خو حکومت یې د بندولو ژمنې کوي خو بیا هغه ژمنې نه پوره کوي.
د جانیخېلو مشران او ځوانان وايي چې نن (د مې پر اوومه) سره راټولېږي او په یوه جرګه کې به خپله کړنلاره اعلانوي.
د جانیخېلو ترڅنګ په نورو سیمو کې هم وخت په وخت ځايي خلکو د پوځي عملیاتو پر مهال ولسي خلکو ته د مرګژوبلې د اوښتو پر ضد خپل غږ پورته کړی دی او له حکومت او پوځه یې غوښتي دي چې د خلکو خوندیتوب ته دې پام وکړي.
تر دې وړاندې د اپرېل پر ۲۹مه پولیسو ویلي ول چې په باجوړ کې پر یو کور د هاوان مرمۍ لګېدو پېښه کې ۳ ماشومان ژوبل شوي دي. د باجوړ پولیس چارواکو هغه مهال ویلي ول چې ورته معلومه نه ده چې مرمۍ له کومې خوا ویشتل شوې ده خو زیاته کړې یې وه چې پلټنې یې پیل کړې دي.
همدا رنګه د شمالي وزیرستان ځينو اوسېدونکو د اپرېل پر ۲۲مه له مشال راډيو سره د خبرو پر مهال ادعا کړې وه چې په تېرو دوه ورځو کې په هغه سیمه کې د پوځ په ډرون بریدونو کې درې کسان ژوبل شوي ول.
د اپرېل مياشتې په پيل کې د شمالي وزيرستان د میرلي اوسېدونکو په ډرون حملو کې د ولسي وګړو د مرګژوبلې پرضد احتجاجي ناسته هم کړې وه. هغه پرلت د اپرېل پر څلورمه، د سیمې د اوسېدونکو د ادعا له مخې، په ډرون برید کې د ۱۰م ټولګي د یو زده کوونکي عمر خطاب تر وژنې وروسته پیل شوی وو.
په شمالي وزیرستان او د خیبر پښتونخوا په یوشمېر نورو برخو کې خلکو تر دې مخکې هم په عملیاتو کې د ولسي وګړو د مرګژوبلې پرضد مظاهرې او احتجاجي ناستې کړې دي.
په خیبر پښتونخوا کې له څه باندې درو کلونو راهیسې ناامني زیاته شوې ده او د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون یوشمېر ډلې پر پولیسو او امنیتي سرتېرو حملې کوي.
په جانیخېلو کې د دې تازه پېښې په اړه د پاکستان پوځ او نورو حکومتي چارواکو لا څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې یې په وار وار ویلي دي چې د وسلوالو پر ضد یې عملیات تېز کړي دي او پر مهال یې د عام ولس خوندیتوب ته پام کوي.