د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تیرا مشران وايي د پوځ پر شتون سربېره امنیت مخ په خرابېدو دی


په خیبر کې یو ولسي مشر جرګې ته وینا کوي ـ پخوانی انځور
په خیبر کې یو ولسي مشر جرګې ته وینا کوي ـ پخوانی انځور

د خيبر د تیرا مشران وايي د حکومت او وسلوالو ترمینځ په روانه جګړه کې د سیمې ولسي خلک "اغېزمن" شوي دي.

د مې پر اتمه د هغې سیمې یو شمېر مخورو مشال راډیو ته وویل چې حکومت له تېرو اتو میاشتو راهیسې د هغوی په سیمه کې پوځي عملیات پیل کړي دي خو څه نتیجه یې نه ده ورکړې.

هغوی وايي د امنیت نیول د حکومت مسوولیت دی او هغوی به د عملیاتو په پلمه یو ځل بیا کډې نه باروي.

د تیرا د ملک دین خېلو یو ولسي مشر عبدالواحد اپرېدي د مې پر اتمه مشال راډیو ته وویل: "د وسلوالو پر ضد عملیات څنګه روان دي؟ ایا دا خبره د منلو وړ ده چې دلته د پوځ او ملېشې ۲،۰۰۰ سرتېري پراته دي خو دوی د ۵۰ په شمېر کې وسلوال نه شي قابو کولی؟"

نوموړي زياته کړه چې له تېرو نهو میاشتو راهيسې پوځ وايي چې یوازې په مخصوصو ځایونو کې یې عملیات روان ساتلي دي او ژر به سیمه له وسلوالو پاکه کړي خو د ده په وينا، عملي نتیجه یې نه ښکاري.

اپرېدي زیاته کړه چې نور دا ډول حالت او روان عملیات نه شي زغملی.

تیرا د خیبر ضلعې لېرې پرته غرییزه سیمه ده او د یادې ضلعې د ځینو نورو سیمو په شان پکې هدفي وژنې، د وسلوالو د فعالیتونو او د پوځي عملیاتو له وجې وخت په وخت خلک اړ شوي چې نورو خوندي ښاري سیمو ته کډې وکړي.

په خیبر کې خلکو وخت په وخت د ناامنۍ خلاف جرګې، احتجاجونه او لاریونونه کړي دي.

د باړې سیاسي اتحاد یو مشر شاه فیصل اپرېدي د مې پر اتمه مشال راډیو ته وویل چې هلته د ځینو کلیو خلکو ته ویل شوي چې سیمه دې خالي کړي: "د تیرا اکاخېلو، درس جومات او شاوخوا کلیو خلکو ته ویل شوي چې سیمه دې پرېږدي. د دغو کلیو خلک د سخت ذهني فشار لاندې راغلي دي. موږ داسې عملیات له سره نه منو چې موږ دې پکې یو وارې بیا کډوال شو او کورونه مو وران شي."

نوموړي زياته کړه چې دلته په تېرو عملیاتو کې ولس له همداسې ستونزو سره مخامخ شوی، او په وينا يې چې د بل ځل لپاره يې دا "وس" نه شته چې کورونه او کلي پرېږدي.

تر دې وړاندې د ۲۰۲۵ز کال د فبرورۍ پر ۱۹مه هم د خیبر ضلعې د تیرا قامي یا ولسي تړون پرېکړه کړې وه چې د وسلوالو پرضد د عملیاتو په صورت کې دا ځل کورونه نه پرېږدي.

د تیرا قامي جرګې مشرانو او غړو هغه مهال مشال راډیو ته ویلي ول چې د اپرېدیو د ټولو ټبرونو مشرانو تر مشورې وروسته پرېکړه کړې چې د حکومت يا پوځ پر غوښتنه به "امن لښکرونه" نه جوړوي.

د تیرا اوسېدونکي وايي له ۲۰۱۷ز کال څخه نيولې تر ۲۰۲۲ز کاله پورې هلته امنیت ټینګ شوی وو خو تر هغې وروسته یو وارې بیا وسلوال څرګند شول چې په کلیو، حجرو او کورونو ګرځي او قلنګ اخلي او همدا رنګه هدفي وژنې هم کوي.

د تیرا مشران وايي دا مهال د هغوی په شاوخوا سیمو کې د تحریک طالبان پاکستان، حافظ ګل بهادر، جماعت الاحرار او لشکر اسلام ډلو وسلوال موجود دي.

په قامي اسمبلۍ کې د خیبر ضلعې استازي اقبال اپرېدي د مې پر اتمه مشال راډیو ته وویل چې د حکومت د هر هغه اقدام مخالفت کوي چې ولس ته یې تاوان رسېږي: "بس دی ولس زیات دردونه او تاوانونه ولیدل، نور دا هرڅه نه شو منلی. موږ به ټول قامونه راټولوو او پوځ ته به وایو چې اول موږ ختم کړه نو بیا مخکې لاړ شه. موږ دې څوک نه مجبوروي چې د جي اېچ کیو (د پاکستان د پوځ مرکزي دفتر) مخې ته پرلت ووهو."

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو د ادارې ای اېس پي ار په وینا، په وروستیو څو میاشتو کې یې په تیرا کې د وسلوالو پر ضد په عملیاتو کې د وسلوالو ځیني مهم مشران وژلي دي.

په خیبر پښتونخوا، په ځانګړي ډول د صوبې په قبايلي او جنوبي ضلعو، کې له تېرو درو کلونو راهیسې د ناامنۍ پېښې زياتې شوې دي او وسلوالې ډلې اکثر پر پولیسو، امنیتي سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، ولسي مشرانو، فعالانو، سیاستوالانو او دیني عالمانو حملې کوي.

په هغو سيمو کې د ناامنۍ پر ضد خلکو پراخ احتجاجونه، جرګې او لاریونونه کړي دي.

د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز د اپرېل پر لومړۍ نېټه په خپل میاشتني رپورټ کې وویل چې د روان کال په مارچ کې په هېواد کې وسلوال بریدونه په کمساري ډول زیات شول. هغه مرکز وايي، د ۲۰۱۴ز کال له نومبر راهیسې په لومړي ځل د سږني کال په مارچ کې د بریدونو شمېر تر ۱۰۰ لوړ وو.

د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز وايي چې امنیتي ځواکونو هم مارچ کې خپل عملیات سخت کړل چې پکې ۸۳ مشکوک وسلوال، ۱۳ سرتېري او ۱۱ ولسي وګړي ووژل شول.

د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی.

ولسمشر اصف علي زرداري د مارچ پر ۲۳مه په اسلام اباد کې یوې غونډې ته وویل چې "ملت او امنیتي ادارې د ترهګرۍ پرضد "یو موټی" دي او وسلوالې ډلې خپلو "شومو موخو" ته رسېدو ته نه پرېږدي.

XS
SM
MD
LG