د اسمبلۍ تر غونډې وروسته له باجوړه د صوبايي اسمبلۍ غړي انور زېب خان مشال راډيو ته وويل، د قبايلي سيمو په خيبر پښتونخوا صوبه کې تر ګډېدو وروسته هلته د پرمختيايي کارونو ټول واک له صوبايي حکومت سره دی. د ده په خبره د وفاق لخوا ياده کمېټۍ اعلانول غير قانوني ګام دی.
په لکي مروتو کې د جنورۍ پر ۲۸مه نېټه د امن پاڅون ګډونوالو په لاسونو کې لوحې اخيستې وې او د امنیت پر ځای کولو شعارونه يې ورکول.
د میرعلي د پولیس تاڼې یو چارواکي او ځینې ځایي اوسېدونکو مشال راډیو ته ویلي، چې د جنورۍ پر ۲۶مه، په لومړۍ پېښه کې د میرلي د حیدر خېلو د بړو خېلو سیمې یو ځایي مشر خالد خان مخ پټو وسلوالو په موسکي سیمه کې وژلی دی.
د اتحاد یو مشر شاه فیصل اپرېدي د جنورۍ پر ۲۵مه مشال راډیو ته وویل، د حالاتو ښه کولو لپاره خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.
د لکي مروتو د پولیسو یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د جنورۍ پر ۲۶مه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې امنیتي ځواکونو د جنورۍ پر ۲۵مه په سیمه کې د عملیاتو پر مهال درې مشکوک وسلوال او د اټومي انرژۍ کمېشن د کارخونې یو تښتول شوی کارکوونکی ووژل شول.
د جنوري پر۲۴مه، په بنو کې شوي لاریون ته د وینا پر وخت د اېن ډي اېم صوبايي ویاند جمال داوړ وویل چې هر هغه څوک چې د امن لپاره غږ پورته کوي د دړکو او بریدونو ښکار کیږي خو دوی به هیڅکله هم د ولس د حقونو په اړه خاموشه پاتې نشي.
د کورمې مرستیال کمشنر افراسیاب زبیر د جنورۍ پر ۲۴مه رسنیو ته وویل چې دا د ګاډو پنځم کاروان وو چې د حکومت په منځګړتوب تر اوربند وروسته پاړه چینار ته رسیدلی دی.
د جنورۍ پر ۲۴مه د اسمبلۍ غونډې ته په وینا کې حکومتي غړي تاج محمد خان وویل چې د قانون له مخې د بجلۍ، ګیس او نورو وسایلو د ګټې لس فیصده هغه ضلعو ته ورکول کېږي چې وسایل پکې موندل کېږي.
نور وښیئ