د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیسو او امنیتي ځواکونو په بنو او درګۍ کې د ۴ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې ده


په بنو کې پولیس له مرکزي زندان سره نېږدې ولاړ دي - انځور له ارشیفه.
په بنو کې پولیس له مرکزي زندان سره نېږدې ولاړ دي - انځور له ارشیفه.

پولیسو او امنیتي ځواکونو د خیبر پښتونخوا په بنو او د ملاکنډ په درګۍ کې د څلورو مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې ده.

د بنو د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (کاونټر ټېررېزم ډېپارټمنټ یا سي ټي ډي) رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې سرتېرو د میریانو تاڼې په حدودو کې په نواز اباد سیمه کې د مشکوکو وسلوالو د موجودګۍ اطلاع ترلاسه کړې وه او د جولای پر ۱۶مه شپې مهال چې ورغلل نو هلته یې ورسره نښته وشوه چې پکې درېواړه وسلوال ووژل شول.

بیان دا نه دي ویلي چې وژل شوي د کومې ډلې غړي ول خو زیاتوي چې هغوی د یوشمېر پولیس سرتېرو په هدفي وژنو، د پولیسو پر پوستو په بریدونو او په "لسګونو نورو مقدمو" کې مطلوب ول.

کومې وسلوالې ډلې لا د سي ټي ډي د دعوې په غبرګون کې څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې د جولای پر نهمه په بنو کې د پولیسو او وسلوالو ترمینځ په نښته کې یو سرتېری او دوه ولسي وګړي ژوبل شوي ول. پر هم هغه ورځ وسلوالو پر میریانو تاڼه د ډرون له لارې یو بم غورځولی وو چې د ودانۍ بام ته یې زیان اړولی وو. د هغو حملو ذمه واري چا نه وه منلې.

په همدې حال کې د ملاکنډ په درګۍ کې یو امنیتي چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د جولای پر ۱۷مه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د جولای پر ۱۶مه شپې مهال د سرتېرو او وسلوالو ترمینځ نښته وشوه.

دی وايي، په پېښه کې یو مشکوک وسلوال وژل شوي او درې لارویان ژوبل دي چې روغتون ته لېږدول شوي دي.

په سیمه کې ځايي خبریال فواد خان مشال راډیو ته وویل، تېره شپه یې په سیمه کې ډزې واورېدې او سهار چې د پېښې ځای ته ورغی نو هلته یو مړی پروت وو چې لا یې پېژندګلوي نه ده شوې.

دی وايي، امنیتي سرتېرو هلته خبریالانو او ځايي اوسېدونکو ته وسلې هم ښوولې دي چې په وینا یې له وسلوالو یې ترلاسه کړې دي.

کومې وسلوالې ډلې لا د درګۍ د پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

مشال راډیو په خپلواکه توګه د پولیسو او د امنیتي ځواکونو د دعوو تصدیق نه شي کولای.

په خیبر پښتونخوا کې له څو کلونو راهیسې ناامني زیاته شوې او وسلوال وخت په وخت پر پولیسو، سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، سیاستوالانو، دیني عالمانو، کاروباریانو، ولسي مشرانو او فعالانو حملې کوي.

په همدې حال کې پولیس او پوځ هم وخت په وخت د استخباراتي معلوماتو پر اساس په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژلو دعوې کوي.

د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې ګوندونو، فعالانو، کاروباریانو او ولسي وګړو د ناامنۍ پر ضد لویې مظاهرې، جرګې، جلسې او لاریونونه کړي دي.

خو حکومت ټینګار کوي چې د ناامنۍ پرضد مبارزې ته ژمن دی. د خیبر پښتونخوا حکومتي ویاند محمد علي سیف د جولای پر ۱۳مه په سوات کې خبري غونډې ته وویل، حکومت یې د وسلو کاروونکو پر ضد جنګېږي او که څوک جوړجاړی غواړي نو ورسره جرګو او مرکو ته هم تیار دی.

XS
SM
MD
LG