د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوازه خېلې خلکو د مدرسې د یو زده کوونکي "مبینه وژنې" خلاف مظاهره کړې ده


دا عکس په اکوړه خټک کې د دارالعلوم حقانیه د زده کوونکیو دی چې د سوات له پېښې سره تړاو نه لري.
دا عکس په اکوړه خټک کې د دارالعلوم حقانیه د زده کوونکیو دی چې د سوات له پېښې سره تړاو نه لري.

په سوات خوازه خېله کې ځايي خلکو د مظاهرې په ترڅ کې له حکومته غوښتنه وکړه چې په یوه مدرسه کې د ماشوم د مبینه وژنې رڼې پلټنې دې وکړي.

د سوات د پولیسو ویاند معین فیاض لخوا د جولای پر ۲۲مه په خپور شوي یو بیان کې ویل شوي دي چې تېره ورځ د خوازه خېلې چالیار کلي په مخزن العلوم مدرسه کې ۱۴ کلن ماشوم فرحان وژل شوی دی او د ماشوم پلار محمد ایاز راپور درج کړی چې پکې نوموړی ادعا کوي چې پر زوی یې په مدرسه کې تشدد شوی دی.

پولیس وايي، د مدرسې په یوه ښوونکي او د هغه پر دوو ملګرو مقدمه درج شوې ده چې یو کس پکې نیول شوی دی او د دوو نورو لټون روان دی.

د خوازه خېلې د چالیار کلي خلکو د جولای پر ۲۱مه تر څه وخته پورې د ماشوم مړی پر سړک اېښی وو او مظاهره یې هم وکړه چې پکې یې د مدرسې د تړلو او د مبینه وژونکو د نیولو غوښتنه یې کوله خو بیا وروسته خواره واره شول او د وروستیو معلوماتو له مخې ماشوم خاورو ته سپارل شوی دی.

په سوات کې د ماشومانو د حقونو لپاره کارکوونکې مدني فعاله ثمرین حکیم وايي په مدرسو، سکولونو او کار ځایونو کې پر ماشومانو تشدد کول یو جرم دی. نوموړې د جولای پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل، د مور او پلار او کورنۍ مسوولیت هم دی چې د خپلو ماشومانو خیال وساتي.

په پاکستان کې تر دې وړاندې هم د مدرسو او سکولونو د استادانو لخوا پر ماشومانو د تشدد پېښې مخې ته راغلې دي.

مشال راډیو هڅه وکړه د خوازه خېلې په چالیار سیمه کې د مخزن العلوم مدرسې د چارواکو نظر هم راواخلي خو د کلي خلکو مشال راډیو ته وویل، له پېښې وروسته مدرسه تړل شوې او ښوونکي او مسوولین یې پټ شوي دي نو ځکه د هغوی نظر مو ترلاسه نه کړای شو.

البته د سوات په رحیم اباد کې د یو دارالعلوم مهتمم مولانا صدیق احمد د جولای پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل، د پاکستان د وفاق المدارس د حکم پر اساس په مدرسو کې پر ماشومانو تشدد کول منع دي او د تشدد کوونکي پر ضد قانوني کارروايي کېدای شي.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG