د اغېزمنو د کمیټۍ مشر ملک رحمت غلام د اګست پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل چې دوی په دې تړاو د اګست پر ۱۲مه په بنو کې له چارواکو سره وليدل چې پکې ورسره ژمنه وشوه چې دا ستونزه به يې حل شي.
په سيمه کې ځينو استخباراتي چارواکو هم د نومونو نه خپرولو په شرط له مشال رېډيو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې "د حافظ ګل بهادر وسله واله ډله په ترهګرو پېښو، هدفې بريدونو او د امنيتي ځواکونو په نښه کولو کې ککړه ده."
د اګست پر ۱۹مه نېټه پیل شوي دې پرلت کې د جمیعت علما اسلام (فضل الرحمن)، جماعت اسلامي، پيپلز پارټۍ، عوامي نېشنل ګوند او د ځينو نورو سياسي ګوندونو په ګډون د سيمي سوادګران، ځوانان، مدني فعالان ګډون لري.
د باجوړ په مرکز خار کې پرلت پر داسې مهال پیل شوی چې په ډمه ډوله کې په چاودنه کې دوه پولیسان وژل شوي دي. د باجوړ پولیسو رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې بمي چاودنه د اګست ۱۹مې پر مازیګر په چوترې کلي کې د پولیسو له پوستې سره نېږدې شوې ده چې پکې یو سرتېری ژوبل هم دی.
د یو اېن ډي پي یو ځايي چارواکي او د اګست ۱۸مې د غونډې کوربه ډاکتر اشرف علي مشال راډیو ته وویل، د ناستې موخه دا معلومول ول چې خلک د خپلو ستونزو د هواري لپاره حکومتي ادارو ته په څه ډول لاسرسی لري
پولیسو د دواړو خویندو د پلار محمد یاسین په شکایت راپور درج کړی دی. یاسین په خپل راپور کې خپل زوی محمد امجد، خپل ورور محمد فرهاد او درې نور کسان نومولي او تور یې پورې کړی چې درې واړې ښځې همهغوی وژلي دي.
یوه ځايي اوسېدونکي جاوېد خان وویل، د سېلاو له وجې په سربندکي سیمه کې د غلام خان او میرامشا ترمینځ د سړک یوه برخه ړنګه شوې ده. د ده په خبره، له میرامشا څخه د میرلي پورې یوشمېر ابادیو ته زیانونه اوښتي دي او سېلاو په خدي سیمه کې یو پل وړی دی.
د جرګې اېجنډا په سوات کې د طالبانو بیا راڅنګندېدل او په دې ضلع کې د موټروې سړک د خلکو په کرهڼيزو سيمو کې د تېرلو مخالفت وو.
د اګست پر شپاړسمه شوې دې جرګې د ۱۱ نکتو په ترڅ کې د پاکستان له حکومته، د قبايلي سيمو واک د ملکي حکومت چارواکو ته سپارل، د أآډء:ّ کړل شويو کسانو عدالت ته حاضرول، د هدفي وژنو درول، د وسله والو د باج مخنیوی، او د علي وزير د خوشې کولو غوښتنې کړې دي.
يو ګډونوال عدنان خان مشال راډيو ته وويل چې په کوز دير کې د پوځي عملياتو برسېره "وسله وال ګرځي" او امنيت په بشپړه ډول نه دی بحال شوی نو ځکه دوی بیا مظاهرو ته مجبوره شوي دي.
د اګست پر ۱۵مه د حزب اختلاف غړي عنايت الله د تحريک وړاندې کولو پر وخت وويل چې د صوبې په يوشمېر برخو کې د ناامنيو وروستيو پېښو د خلک په زړونو کې اندېښنې راپېدا کړي دي.
د پوځ یو چارواکي د نوم ښوولو پر شرط مشال راډيو ته ويلي چې د اګست پر ۱۵مه يې په ميرلي کې د رافيد په نوم بريدګر وژلی او د هغه يو ملګری يې ژوندی نيولی دی.
نور وښیئ