د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پښتون قامي امن جرګې" د حکومت او تحریک طالبان ترمينځ مذاکرات رد کړل


ايمل ولي خان او منظور پشتين په قامي امن جرګه کې. د اګست ۱۶مې انځور
ايمل ولي خان او منظور پشتين په قامي امن جرګه کې. د اګست ۱۶مې انځور

په پېښور کې د عوامي نېشنل ګوند په کوربه توب پښتون قامي امن جرګې ګډونوالو له تحريک طالبان پاکستان سره د حکومت روان مذاکرات رد کړي او وايي چې طالبانو ته د پښتنو سيمې ورسپارل نه مني.

د اګست پر ۱۶مه شوې دې جرګې د ۱۱ نکتو په ترڅ کې د پاکستان له حکومته، د قبايلي سيمو واک د ملکي حکومت چارواکو ته سپارلو، د لادرکه کسانو عدالت ته حاضرولو، د هدفي وژنو درولو، د وسله والو د باج اخيستلو مخنیوی، او د علي وزير د خوشې کولو غوښتنې کړې دي.

د عوامي نيشنل ګوند د خيبر پشتونخوا مشر ايمل ولي خان د جرګې تر ختمېدو وروسته د اګست پر ۱۶مه مشال راډيو ته وويل چې امنيتي ادارې بايد واضحه کړي چې په مذاکراتو کې يې ناقانونه وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان ته د څه ورکولو خبرې منلې دي."بنيادي خبره مو دا وکړه چې موږ دا روان مذاکرات نه منو. يوازې هغه خبرې منو چې په هغوی کې د ترهګرۍ د متاثرينو او د پارليمان د غړو سلا مشوره شامله وي. ریاست ته مو دا خبرداری ورکړ چې طالبانو ته زموږ د علاقو سپارل نه منو. بل لادرکه کړل شوي کسان دې عدالتونو ته راوستل شي او هدفي وژنې دې نورې ودريږي."

په جرګه کې جماعت اسلامی، پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ، ملي تحريک، پښتون ژغورنې غورځنګ، پيپلز پارټۍ، مسلم ليګ (ن) او د بشري حقونو فعالانو ګډون کړی وو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين د پاکستان پر ریاستي ادارو تور پورې کړ او وي ويل داسې ښکاري چې "په لوی لاس د مذاکراتو په نوم په قبايلي سيمو کې وسله وال ځای پر ځای کيږي."

علي وزير په کراچۍ کې په زندان کې دی. هغه د پېښور پولیسو د ۲۰۲۰ز کال د ډېسېمبر پر ۱۶مه وزیر د سهراب ګوټ په قضیه کې ګرفتار کړ او بیا یې د سیند پولیسو ته وسپاره. سیند های کورټ په هغه قضیه کې د وزیر ضمانت رد کړی وو خو د سپریم کورټ درې کسیزه جرګګۍ ورته د ۲۰۲۱ز کال د نومبر پر ۳۰مه ضمانت ورکړی وو. البته پر وزیر نورې مقدمې هم درج شوې وې نو ځکه له زندانه خوشې نه شو.

بلخوا د خيبر پښتونخوا چارواکي وايي د ناقانونه اعلان شوې وسله والې ډلې، تحريک طالبان پاکستان سره مذاکرات روان دي خو دې ډلې سره تر اوسه دا نه ده منل شوې چې هغوی به له وسلو سره ګرځېدای شي.

د اطلاعاتو لپاره د خيبر پښتونخوا د وزيراعلی سلاکار، بیرسټر محمد علي سېف د اګست پر ۱۶مه مشال راډيو ته وويل چې لا هم په دې اړه خبرې روانې دي چې وسله وال به په کوم شکل کې د سولې د بهير برخه جوړېږي. که څه هم هغه ومنله چې سوات ته د دې تحريک وسله وال ورغلي ول خو زیاته یې کړه چې دا يوه "غلط فهمي" وه او چې کله ورته وويل شول چې تاسو له سواته ووځئ نو هغوی ووتل.

سيف زیاته کړه چې د تحريک طالبان پاکستان سره د تېر اکتوبر له مياشتې راهیسې خبرې روانې دي خو لا هم رسمي لوظنامې ته نه دې نيږدې شوي. دا مذاکرات د افغان طالبان په منځګړيتوب په کابل کې دوام لري او په دې لړ کې د پاکستان پوځي چارواکيو، حکومتي او پارليماني غړو، دیني عالمانو او قبايلي مشرانو د طالبانو له استازو سره په وار وار ليدلي دي.

عوامي نېشنل پارټۍ دا جرګه له هغه وروسته کړې چې په دې وروستيو کې په سوات کې وسله وال طالبان بیا راڅرګند شول او د مټه په غرونو کې يې د عملياتو پر مهال يو پوليس افسر او درې پوليسان ټپيان او يرغمل کړل چې وروسته يې د سيمې مشرانو ته وسپارل.

د خیبر پښتونخوا ملاکنډ سیمه ولې د وسله والو د فعاليتونو ځای ګرځېدلی دی؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:53:21 0:00

د دې پېښې پر ضد په سوات کې مظاهره وشوه او نن د اګست پر ۱۷مه سوات قامي جرګې هم غونډه وربللې ده. څه د پاسه یوه لسیزې مخکې د پاکستان پوځ په سوات کې د طالبانو د تحريک پرضد عمليات کړي ول او په ۲۰۰۹ز کې يې له وسله والو څخه د هغې سیمې د پاکولو دعوه وکړه. د طالبانو پرضد د پوځ د عملياتو په نتيجه کې تر دوه مېليونه زيات خلک بې کوره شوي ول.

د دې ترڅنګ په کوز دير ميدان کې هم وسله والو د اګست پر شپږمه د صوبايي اسمبلۍ غړي ملک لیاقت علي خان پر موټر بريد کې څلور کسان ووژل او د ملک لیاقت په ګډون يې څلور نور کسان ټپيان کړل.

د دې پېښې پرضد په کوز دير کې دوه ځله د ولسي پاڅون په نوم مظاهرې شوې ده چې يوه هغه يې د اګست پر ۱۶مه وشوه.

XS
SM
MD
LG