د لاسرسي ځای

تازه خبر

باجوړ کې د ناامنۍ ضد احتجاجي پرلت پیل شوی


په خار کې یوشمېر ځايي سیاستوالانو او فعالانو د اګست پر ۱۹مه پرلت پیل کړ.
په خار کې یوشمېر ځايي سیاستوالانو او فعالانو د اګست پر ۱۹مه پرلت پیل کړ.

د جمعیت علمای اسلام (ف) او جماعت اسلامي د غړو او پلویانو په ګډون لسګونه سیاسي او مدني فعالانو په باجوړ کې د امنیت ټینګښت لپاره احتجاجي ناسته پیل کړې.

د جمعیت علمای اسلام (ف) ځايي غړو او د پرلت منتظمینو د اګست پر ۱۹مه د احتجاج تر پیلولو وروسته مشال راډیو ته وویل، په هغه قبایلي سیمه کې له یوې مودې راهیسې د ناامنۍ بېلابېلې پېښې شوې دي.

د باجوړ په مرکز خار کې پرلت پر داسې مهال پیل شوی چې په ډمه ډوله کې په چاودنه کې دوه پولیسان وژل شوي دي.

د باجوړ پولیسو رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې بمي چاودنه د اګست ۱۹مې پر مازیګر په چوترې کلي کې د پولیسو له پوستې سره نېږدې شوې ده چې پکې یو سرتېری ژوبل هم دی.

د بمي چاودنې ذمه واري چا نه ده منلې خو پولیس زیاتوي چې د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي.

اخوا په خار کې پرلتوالو مشال راډیو ته وویل، تر هغو چې په ټولو قبایلي ضلعو کې بالعموم او په ځانګړي ډول په باجوړ کې امنیت نه وي ټینګ شوی، احتجاج ته دوام ورکوي.

احتجاجي ناستې ته د جمعیت علمای اسلام (ف) او جماعت اسلامي په ګډون د نورو سیاسي ډلو غړي او مدني فعالان هم ورروان دي.

دا په داسې حال کې ده چې د اګست پر ۱۵مه د جمعیت علمای اسلام (ف) سیاستوال او د خار ښاروال سید باچا ګاډی د سړک غاړې ښخ بم چاودنې ښکار شوی وو چې پکې نوموړی برسېرن ټپي شوی وو.

پرلتوال وايي، په باجوړ کې له شاوخوا یو کال راهیسې د جمعیت علمای اسلام (ف) پر مخکښه غړو بریدونه کېږي خو پکې د ککړتیا په تور څوک نه نیول کېږي.

د ۲۰۲۲ز کال د اپرېل پر ۲۷مه وسله والو په باجوړ کې د جمعیت علمای اسلام (ف) ډلې یو مخکښ سیاستوال مفتي بشیر محمد وواژه. تر دې د اپرېل پر ۱۳مه هم د جمعیت علمای اسلام یو بل غړی او د سرکاري ښوونځي استاد قاري شفیع په بمي برید کې ووژل شو.

د باجوړ انتظامیې په خار کې د احتجاج او پرلتوالو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې د خیبر پښتونخوا حکومت په بیا بیا ټینګار کړی دی چې د ټولو قبایلي ضلعو امنیت ته ژمن دی.

د خیبر پښتونخوا د اعلاوزیر سلاکار محمد علي سیف د اګست پر نهمه مشال راډیو ته ویلي ول چې حکومت هېچا ته د عملدارۍ چیلېنجولو اجازه نه ورکوي.

تر دې مخکې د خیبر پښتونخوا د کارګرانو چارو وزير شوکت يوسفزی ویلي ول چې پوځ او حکومت د امنیت ساتلو هلې ځلې کوي او د پخوا پرتله په قبايلي سيمو کې امنیت ښه شوی دی. نوموړي د جولای پر ۲۰ مه مشال رېډيو ته ویلي ول چې پوځ په شمالي وزيرستان او نورو قبايلي ضلعو کې د امنیت لپاره پروت دی.

جمعیت علمای اسلام (ف) د جولای په وروستۍ اوونۍ کې هم د ناامنیو پرضد د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو ضلعو کې مظاهرې کړې وې.

جمعیت علمای اسلام قبایلي سیمو کې د بریدونو ضد مظاهره کړې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:58 0:00

په خار کې پرلت پر داسې وخت پیل شوی چې د جولای له ۱۷مې راهیسې په شمالي وزیرستان کې هم د امنیت ټینګښت لپاره پرلت روان دی.

د هغې سیمې اوسېدونکو، سیاستوالانو او فعالانو د جولای پر ۱۴مه په یوه برید کې د جمعیت علمای اسلام (ف) د دوو سیاستوالانو او دیني عالمانو قاري سمیع الله او قاري نعمان وژنې ضد پیل کړی وو.

په همدې حال کې پوځ د اګست پر ۱۵مه په شمالي وزیرستان کې د "یو مهم هدفي بريدګر" د وژنې دعوه وکړه. د پوځ یوه چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط ویلي ول چې د هغه وسله وال یو ملګری یې نیولی دی او زیاته کړې یې وه چې دواړو وسله والو په یوشمېر هدفي حملو کې لاس درلود.

تر دې مخکې پولیسو ویلي ول چې د قاري سمیع الدین ، قاري نعمان او د وزیرستان ځوانانو د تنظیم د څلورو غړو په وژنه کې یې د ککړتیا په تور پینځه کسان نیولي او ورڅخه یې پلټنې پیل کړې دي.

د شمالي وزيرستان ځايي خلک وايي چې هلته له ۲۰۱۸ز کال راهيسې هدفي وژنې کېږي. په هغه ضلع کې په هدفي بریدونو کې د ولسي وګړو په ګډون، سیاستوالان، دیني عالمان، قومي مخور او امنیتي سرتېري هم په نښه کېږي.

په شمالي‌ وزیرستان کې د روان ۲۰۲۲ز کال له پیله ۳۹ هدفي بریدونه شوي چې تر ۵۰ زیات کسان پکې وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت له تحريک طالبان پاکستان سره د سولې مذاکرات هم کړې دي. د دې مذاکراتو په نتيجه کې د دواړو خواوو ترمینځ شوی اوربند تر نامعلومې مودې غځېدلی دی خو بریدونه لا هم نه دې درېدلي. البته په پاکستان کې د تحريک طالبان پاکستان پرته نورې وسله والې ډلې هم فعالې دي.

XS
SM
MD
LG