د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ به د صوبې پر امنيت بحث کوي


تحریک التوا د حزب اختلاف غړي عنایت الله وړاندې کړ. پخوانۍ انځور
تحریک التوا د حزب اختلاف غړي عنایت الله وړاندې کړ. پخوانۍ انځور

په خيبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د حزب اختلاف د ځینو غړو لخوا په صوبه کې د امنيت په اړه وړاندې کړل شوی تحریک التوا د بحث لپاره منظور کړل شوی دی.

د اګست پر ۱۵مه د حزب اختلاف غړي عنايت الله د تحريک وړاندې کولو پر وخت وويل چې د صوبې په يوشمېر برخو کې د ناامنيو وروستيو پېښو د خلک په زړونو کې اندېښنې راپېدا کړي دي.

هغه زیاته کړه: "په ملاکنډ ډويژن او پخوانيو قبايلي ضلعو کې يو ځل بيا د ناامنۍ څپه راغلې ده. په دې حالاتو کې د اسمبلۍ د معمول کارروايي دې ودرول شي او پر دې انتهايي مهمه او ولسي مسله دې دا تحريک التوا د بحث لپاره منظور کړل شي."

د روان ۲۰۲۲کال د جون پر لومړۍ نېټه يوې قبايلي جرګې په کابل کې د تحریک طالبان له مشرانو سره وليدل. پخوانۍ انځور
د روان ۲۰۲۲کال د جون پر لومړۍ نېټه يوې قبايلي جرګې په کابل کې د تحریک طالبان له مشرانو سره وليدل. پخوانۍ انځور

تېره ورځ په اسمبلۍ کې د حزب اختلاف غړو غوښتل چې په سمدستي توګه پر دې تحريک التوا بحث پيل شي خو د صوبايي حکومت وينا وه چې حکومت به اول د امنیت له اړونده ادارو څخه معلومات راټولوي او دوه یا درې ورځې وروسته به حکومت په اسمبلۍ کۍ پر دې موضوع د بحث لپاره ځان چمتو کوي.

اسمبلۍ کې تحريک التوا تر هغه وروسته جمع شوی چې په دا وروستيو کې د خيبر پښتونخوا د يوشمېر پخوانيو قبايلي سيمو په ګډون په سوات او دير کې هم د ناامنۍ پېښې رامينځ ته شوي او ځايي وګړيو او سياستوالو د وسله والو د "بيا راتګ او قوي کېدو" اندېښنه ښودلې ده.

د سوات په غرونو کې د طالبانو راڅرګنېدل او له پوليسو په نښته کې د يو افسر او ځينو نور پوليسانو ټپې کېدنې دا اندېښنې نورو هم زیاتې کړې.

په دير کې هم وسله والو د اګست پر شپږمه د صوبايي اسمبلۍ غړي ملک لیاقت خان پر لوی موټر بريد وکړ چې پکې د هغه ورور او درې نور کسان ووژل شو او خپله د ملک لیاقت په ګډون څلور کسان زخميان شول.

د سوات او دير ولس د دې پرضد مظاهرې وکړې او په دې اړه سوات قامي جرګې د اګست پر ۱۷مه نېټه يوه جرګه هم وربللې ده.

دا په داسې حال کې چې د افغان طالبانو په منځګړيتوب په کابل کې د پاکستان حکومت او تحریک طالبان ترمینځ پیل شوي مذاکرات دوام لري خو د سوات، د خيبر پښتونخوا او قبايلي سيمو ځينې سياسي ګوندونه، فعالان او خلک اندېښنه لري چې ښايي د خبرو اترو په نتيحه کې دا سيمې د وسله والی مخکيني دور ته ستنېږي.

خو د حکومتي مذاکراتي کمېټۍ غړی محمد علي سيف د اګست پر څلورمه مشال رېډيو ته وويل چې پر طالبانو يې په ډاګه کړې چې د ممکنه تړون په صورت کې به دوی وسله ږدي او خپل تنظيم به ختموي.

XS
SM
MD
LG