ه قبایلو کې د پولیسو کار پوځ په لاس کې اخیستی دی. د پوځ روزنه د سرحد ساتنې لپاره شوې، د پولیسو بېله روزنه شوې. دلته پوځ د پولیس کار کوي نو ځکه پکې وخت په وخت بدرنګي پیدا کیږي، مرګ ژوبله ترې کیږي، بې ګناه خلک ترې مري، چې پوځ د پولیسو کار پریښې نه وي نو د پولیس نظام ته لار نه هواریږي
د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، قبایلي ضلعو ته زر بلدیاتي نظام غځوي. خو ځیني قبایلي مشران بیا پر حکومتي پرمختګ مطمین نه ښکاري.
د خیبر پښتونخوا د قبایلي ضلعې اورکزۍ یو شمېر خلکو د اګست پر دویمه د دې لپاره احتجاج کړی چې هیډ کواټر دې له هنګو څخه نه منتقل کوي.
د پاکستان قامي اسمبلۍ نن پنجشنبه د خیبر پښتونخوا په صوبايي اسمبلۍ کې د قبایلي ضلعو چوکیو زیاتولو پر قانوني مسوده بحث وشو.
د قبایلي ضلعو ځيني وکیلان او د قانوني چارو پوهان وايي، په سیمه کې د ایف سي ار قانون لاندې درج شوې ګڼې مقدمي تر اوسه فیصلو ته په انتظار پرتې دي.
بنګش وايي، په وفاقي بجټ کې د قبایلي سیمو د هرې څانګې پیسې د خیبر پښتونخوا اړونده چارواکو ته انتقال شوي یا انتقالېږي او په سېپټېمبر کې د وزیراعظم
د پاکستان د پولیسو پخواني مشران وايي په پخوانیو قبایلي سیمو کې به د ضلعو په اساس د پولیسو تعیناتي کېږي، دوی دا څرګندونې د وزیراعظم عمران خان له هغې خبرو وروسته مشال راډیو ته وکړې چې ویې ویل، قبایلي سيمو ته به ډېر زر د پولیسو نظام وغځوي.
د قبایلي سیمو ځیني شنونکي وایي، د خېبر پښتونخوا او قبایلي سیمو د انضمام په عمل کې د پوځي او ولسي بیوروکراکرسۍ د پراخه رول له وجې به په قبایلي سیمو کې د ادارو فعاله کېدل زیات وخت واخلي.
کله چې د خېبر پښتونخوا د قانون وزير امتياز شاه د فاټا اصلاحاتو بل مسوده اسمبلۍ ته وړاندې کړه نو د جميعت علما اسلام غړيو يې په مخالفت کې نعرې و وهلې او احتجاج يې وکړ.
د جمعيت علما اسلام (ف) او د قبايلي سيمي يو شمېر ټولنو او مشرانو د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ مخې ته احتجاجي مظاهره پيل کړې ده او وايي چې د یکشنبې پر ورځ له اسمبلۍ څخه د فاټا اصلاحاتو بل به منظورۍ ته نه پرېږدي.
وزيراعظم شاهد خاقان وويل چې اعلی عدالتونه به خپل کار هغه وخت پيل کړي چې کله په فاټا کې د پوليس او لاندېنيو عدالتونو نظام پر ځای شي.
قبایلي ځوان عرفان الله جان پخپله هم په یوه چاودنه کې معذوره شوی، دواړه خپې یې کار نه کوي خو اوس د نورو معذورانو د خیر ښیګړې لپاره هلې ځلې کوي او په دې وجه نړیوالې خیریه ادارې ریډکریسنټ خپل اعزازي استازی هم ټاکلی دی.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته