د لاسرسي ځای

تازه خبر

په قبایلو کې به تاڼې څنګه جوړېږي؟


چارواکي وايي د خیبر پښتونخوا د پولیسو نظام به قبایلي ضلعو ته هم غځوي
چارواکي وايي د خیبر پښتونخوا د پولیسو نظام به قبایلي ضلعو ته هم غځوي

پراګ ـ د پاکستان د پولیسو پخواني مشران وايي په پخوانیو قبایلي سیمو کې به د ضلعو په اساس د پولیسو تعیناتي کېږي، دوی دا څرګندونې د وزیراعظم عمران خان له هغې خبرو وروسته مشال راډیو ته وکړې چې ویې ویل، قبایلي سيمو ته به ډېر زر د پولیسو نظام وغځوي.

عمران خان دا څرګندونې د اکتوبر په دولسمه د قبایلي سيمو له سېنېټرانو سره په ملاقات کې وکړې.

بلخوا د خېبر پښتونخوا د صوبايي حکومت ویاند شوکت یو سفزي د اکتوبر په یولسمه مشال رېډیو ته ویلي ول چې دې لړ کې یې یوه کاري ډله یا ټاسک فورس هم جوړ کړی دی.

شوکت یوسفزي دا خبره په داسې حال کې کړې وه چې د اکتوبر په نهمه د سپریم کورټ چیف جسټس میا ثاقب نثار له حکومته پوښتلي وو چې قبایلي سېمو ته یې تر اوسه د پولیسو او عدالتي نظام ولی نه دی غځولی؟

د پولیسو په نظام کې تاڼه بنیادي کردار لوبوي. دا چې په یوه سېمه کې د نوې تاڼې جوړولو لپاره بنیادي ضرورتونه څه وي؟ د سند صوبې د پولیسو پخواني مشر افضل علي شګري په دې اړه مشال رېډیو ته وویل:

((د یوې تاڼې لپاره اول په یوه مرکزي سېمه کې وداني پکار ده، بیا پکې ځايي کسان برتي کول دي. په دې لړ کې خو د خېبر پښتونخوا په پولیسو کې لا له وړاندې ډیر قبایلي ځوانان شته. درېیمه دا چې ځايي خلک په دې پوهول دي چې اوس به د خپلو جنجالونو په اړه په تاڼو کې رپورټ درج کوي او بیا به یې عدالت فیصله کوي.))

د نوو اصلاحاتو مطابق هرې قبایلي ایجنسۍ ته د یوې ضلعې درجه ورکړل شوې ده. په دې پوښتنه چې په یوه ضلع کې د څومره پولیس اهلکارو اړتیا وي؟ د خېبر پښتونخوا د پولیسو پخوانی مشر ملک نوید وايي:

(( که د یوې ضلعې ابادي له دولسو تر څوارلسو لکو پورې وي نو په هغې کې ۳۰۰۰ پولیس واله پکار دي. د دوی تر څنګ د پولیسو ځانګړی ځواک یا ایلیټ فورس، د ترهګرۍ ضد څانګه، سي آي ډي پولیس، د تحقیقاتو څانګه او ریزرف پولیس هم وي. نو دا راز په یوه ضلع کې د پولیسو مجموعي شمېر له ۴۵۰۰ تر ۵۰۰۰ رسیږي.))

په بندوبستي سیمو کې هره تاڼه خپل حدود لري، په قبایلي سېمو کې به د تاڼو د حدودو تعین څنګه کیږي؟ افضل شګري په دې اړه وايي چې په یادو سېمو کې به دا د دې ستونزې هواری وخت اخلي:

(( په بندوبستي سيمو کې د مالیې او پټوارخانو په حساب تاڼې جوړې وي. خو په قبایلي سېمو کې دغه نظام نشته نو دا یوه مسئله حل کول به وخت نیسي. خو بیا لږ تر لږه په یوه ایجنسۍ کې د ضلعي انتظامیې په څیر یو پولیټیکل انتظام خو وو او د هغې لاندېتحصیلونه هم موجود دي. نو په عمومي توګه په یو تحصیل کې دوه تاڼې وي. خو په دې کې هم بیا د یوې سېمې د ابادۍ او هلته د جرمونو په حساب تاڼه جوړیږي او پکې د پولیسو شمېر ټاکل کیږي.))

ملک نوید وايي چې دنويو بهرتي شويو پولیسو په تربیت لږ تر لږه درې کاله وخت لګيږي او د تاڼو په جوړولو هم ډېر لګښت ک راځي نو اټکل کېږۍ چې په قبایلي ضلعو کې د پولیسو د نظام په مکمله توګه فعالېدل به شپږ کاله وخت ونېسي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG