د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کورمه کې پارېدلو خلکو پر امنیتي ودانیو بریدونه کړي دي

تازه شو

په کورمه کې تر وسلوال برید وروسته د پاړه چینار بازار تړلی دی - د نومبر ۲۲مې انځور.
په کورمه کې تر وسلوال برید وروسته د پاړه چینار بازار تړلی دی - د نومبر ۲۲مې انځور.

د خیبر پښتونخوا په کورمه کې د مساپر لېږدوونکو ګاډو پر قافلې تر وسلوال برید یوه ورځ وروسته په ضلع کې پارېدلو کسانو د امنیتي ادارو پر ودانیو حملې کړې دي.

د ضلعې یوشمېر اوسېدونکو او ځايي خبریالانو مشال راډیو ته وویل چې د نومبر پر ۲۲مه پارېدلو خلکو له پاړه چیناره دباندې د احمدزیو او مليخېلو ترمینځ د پوځ امنیتي پوسته سوځولې ده.

دوی وايي چې ګڼو خلکو په پاړه چنار کې د باب کرم په نوم دروازې ته هم زیان رسولی دی او په هم هغه ښار کې یې د اېف سي ځواک بېکري هم سوځولې ده.

د کورمې انتظامي، پولیسو او امنیتي چارواکو لا د تاوتریخوالي د پېښو څرګنوالي او د مخنیوي لپاره یې د حکومتي اقداماتو په اړه څه نه دي ویلي.

خو د فرانسې خبري اژانس وايي چې چارواکو د ضلعې په مختلفو برخو کې ګرځبندیز لګولی دی او د موبایل ټېلېفون خدمات یې ځنډولي دي.

د پاړه چینار د شاه دولتخېلو یو اوسېدونکي او عیني شاهد لییق حسین د نومبر پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل چې وضعیت "خوفناک" وو او پارېدلو خلکو د امنیتي ځواکونو پوستې ړنګې کړې خو "هلته پوځیان یا اېف سي [سرتېري] موجود نه ول او څه ځاني زیان نه دی شوی."

د انجمن حسینیه په نوم د شیعه ګانو سازمان یو مشر جلال حسین بنګښ د جمعې تر لمانځه مخکې په خطبه کې پر تاوتریخوالي خپګان ښوولی دی او ویلي یې دي چې شیعه ګان ودانیو او بېخبنا ته د زیان رسولو له پېښو سره هېڅ تړاو نه لري.

بنګښ په خپلو خبرو کې د خپل سازمان د پاسداران شهري (ښاري) کمېټۍ او د علمدار فېډرېشن په نو څانګو ته امر وکړ چې په هغو پېښو کې ککړ کسان دې معلوم کړي.

ځايي خبریالان وايي چې د نوموړي تر امر وروسته د انجمن حسینیه هغو ډلو شاوخوا ۴۰۰ کسان نیولي دي.

د پاکستان بېلابېلو ښارونو کې د کورمې برید پرضد مظاهرې شوې دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:40 0:00

په همدې حال کې په پاړه چینار کې ګڼو کسانو د نومبر ۲۱مې برید پرضد احتجاجي پرلت واهه خو د انجمن حسینیه غړو د خبریالانو مرکز مخې ته ورغونډ شوي کسان کورونو ته لېږدولي دي.

په همدې حال کې د کورمې په علیزیو او بګن کې وضعیت خورا ترینګلی دی ځکه چې هلته سنیان او شیعه ګان مورچو ته ختلي دي.

د دې وضعیت له وجې په کورمه کې د تګ راتګ لارې او کاروباري مرکزونه تړل شوي دي.

په همدې حال کې د نومبر پر ۲۲مه په پېښور، اسلام اباد او کراچۍ کې ګڼو شیعه ګانو د کورمې حملې پرضد مظاهره کړې ده.

د مجلس وحدت مسلمین غړي او پلویان د نومبر پر ۲۲مه د پېښور د خبریالانو مرکز مخې ته ورغونډ شول او بیا یې د ګورنر تر دفتره لاریون وکړ.

لاریونوالو له حکومته وغوښتل چې د کورمې د برید پلټنو لپاره دې عدالتي کمېشن جوړ کړي او پاړه چینار ته دې پر تلونکو لارو امنیت باوري کړي.

دوی داراز غوښتنه وکړه چې حکومت دې د پاړه چینار پر هوايي ډګر پروازونه بحال کړي.

اخوا په کراچۍ کې د مظاهرې ګډونوالو د نومبر ۲۱مې برید وغنده او په لاسونو کې یې لوحې نیولې وې چې ورباندې د ترهګرۍ او ناامنۍ پرضد شعارونه لیکل شوي ول.

په کراچۍ کې شیعه ګانو د نومبر پر ۲۲مه د کورمې برید پرضد مظاهره وکړه.
په کراچۍ کې شیعه ګانو د نومبر پر ۲۲مه د کورمې برید پرضد مظاهره وکړه.

په کورمه کې څه پېښ شول؟

د نومبر پر ۲۱مه وسلوالو په کوزه کورمه کې د مساپر لېږدوونکو ګاډو پر قافلې برید وکړ چې پکې د چارواکو او ځايي مشرانو په وینا، د وژل شویو شمېر ۵۰ ته رسېدلی دی.

د سیمې پولیسو، ځايي انتظاميې او ولسي مشرانو مشال راډیو ته وویل چې حمله د نومبر پر ۲۱مه ماسپښین مهال له پېښوره پاړه چینار ته د تلونکو ګاډو پر قافله شوې وه.

دوی وايي، وسلوالو پر شاوخوا یو وخت د علیزیو او څپري پاټک ترمینځ په مندوریو او د بګن په ډډ کمر کې پر قافلې دوه ځایه برید وکړ.

هغوی زياته کړه چې په حمله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لومړی ۳۸ کسان ووژل شول چې ۱۲ نورو وروسته په روغتونونو کې سا ورکړه.

د سیمې ځايي مشران وايي چې په وژل شويو کې زياتره شیعه ګان دي خو څلور سنيان هم پکې شامل دي.

یو ځايي مشر ملک دلدار حسین مشال راډیو ته وویل چې تر پېښې وروسته د علیزیو او مندوري روغتونونو ته تر ۳۰ زيات ژوبل کسان ولېږدول شول.

نوموړي زياته کړه چې په قافله کې شاوخوا ۲۰۰ ګاډي شامل ول.

حسین وویل چې په هغو ګاډو کې تر ۷۰۰ پورې مساپر سپاره ول نو ځکه د مرګژوبلې د شمېر زیاتېدو وېره ده.

د پولیسو یو لوړپوړي چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې شاوخوا ۲۵ ګاډي تر حملې لاندې راغلي دي.

چارواکي وايي، پاتې ګاډي د پېښې له ځایه خوندي ټل ته تللي دي.

د پولیسو یو بل چارواکي هم د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل، پولیسو قافله بدرګه کوله چې وسلوالو حمله وکړه نو هغوی هم ځوابي ډزې وکړې.

هغه وايي، ځینو خلکو د حملې پر مهال له ګاډو منډې کړې او په نېږدې پټیو او د خلکو په کورونو کې یې پناه واخیسته.

چارواکی زیاتوي چې پولیسو وروسته ۶۰ تنه وژغورل او خوندي یې تاڼې ته انتقال کړل.

پر مساپر لېږدوونکو ګاډو د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې.

کورمه ولې له ناامنیو سره مخامخ ده؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:53:50 0:00

له کورمې د قامي اسمبلي پخواني منتخب غړي او ځايي مشر ساجد حسین توري د نومبر پر ۲۱مه ناوخته مشال راډيو ته وويل چې حکومت دې د پېښې د پلټنو لپاره يو لوړپوړی کمېشن جوړ کړي.

نوموړي وویل، کمېشن دې دا هم معلومه کړي چې هغه پېښه د "غفلت" نتیجه وه او که نه د "یو منظم سازش" برخه وه.

توري زیاتوي چې په پلټنو کې دې د حکومت او امنیتی ادارو کردار هم وڅېړل شي او چې څوک هم په هغه جرم کې ککړ وي، "بايد عبرتناکه سزا" ورکړل شي.

په همدې حال کې د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر علي امین ګنډه پور په بیان کې ویلي دي چې د وضعیت جاج اخیستو لپاره کورمې ته یو لوړپوړی پلاوی لېږدوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د نومبر پر ۲۲مه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې د ۱۸م اییني ترمیم له مخې د صوبې د امنیتي چارو مسوولیت له صوبايي حکومت سره دی.

اخوا په اسلام اباد کې امریکايي سفارت د مساپر لېږدوونکو ګاډو پر قافلې برید غندلی دی.

سفارت د نومبر پر ۲۲مه په بیان کې د وژل شویو او ژوبلو له کورنیو سره خواخوږي ښوولې او زیاته کړې یې ده چې امریکا په "دې سخت وخت" کې د پاکستان او خیبر پښتونخوا له خلکو سره ولاړه ده.

دا پېښه په داسې حال کې شوې ده چې د نومبر پر ۲۰مه د کورمې د بګن د وتېزیو او خدایدادخېلو (خویدادخېل هم بلل کېږي) په سلګونو وګړو د امنیت لپاره احتجاجي لاریون او مظاهره وکړه.

احتجاجیانو د نومبر پر ۲۰مه له څپري پاټکه تر ډډکمر پورې تر لاریون وروسته په بګن کې د سرحدي ځواکونو (اېف سي) د امنيتي پوستې مخې ته تر دوو ساعتونو پرلت هم وهلی وو.

حکومت او امنیتي ځواکونو لا د ځايي ولس د احتجاج په اړه څه نه دي ویلي خو په سیمه کې یو پولیس چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې په سیمه کې يې د امنیت ټینګولو لپاره یوشمېر اقدامات کړي دي.

په کورمه کې تازه کړکېچ تر هغه وروسته پیل شو چې د نومبر پر پینځمه په بګن کې له ډډکمر سره نېږدې له پېښوره د پاړه چینار پر لوري روان د شیعه مساپرو پر دوو ګاډو وسلوال برید وشو. په هغه پېښه کې د پیواړ دوه کسان ووژل شول او ورسره یوه ښځه لږ ژوبله شوه.

تر هغه وړاندې، د اکتوبر پر ۱۲مه د مقبلو د ګاډو پر کاروان په بريد کې ۱۷ تنه ووژل شول. پر هم هغه ورځ وسلوالو د کونج عليزیوغره ته پر تلليو درو کسانو ډزې کړې وې چې پکې هغوی ژوبل شوي ول. چارواکي وایي، داسې ښکاري چې دویم برید د لومړۍ پېښې په غبرګون کې شوی وي.

ترهغو حملو وروسته د اکتوبر پر ۱۷مه د شینګک د اوسېدونکو او مقبلو ترمینځ نښته وشوه چې پکې څلور تنه ووژل او اته ژوبل شول. د دې له کبله په سیمه کې وضعیت لا ترینګلی شو.

د هغو پېښو له وجې په کورمه کې لويې لارې وتړل شوې چې د پرانیستو لپاره یې په پاړه چینار کې ځايي ولس د اکتوبر له ۳۱مې احتجاجي پرلت وهلی وو.

د نومبر پر دویمه حکومت ۲۲ ورځې وروسته په لومړي ځل د ټل او پاړه چینار لاره تر حکومتي څار لاندې پرانیسته او د کاروان په شکل کې ځینې ګاډي، چې پکې مساپر، خوراکي توکي، دواګانې او نور لازمي توکي ول، محاصره شویو سیمو ته ورسول.

د سیمې خلکو د نومبر پر درېیمه مشال راډیو ته وویل چې د قافلې له سفر سره یې د تګ راتګ او نورې مسلې په لنډمهالي ډول هوارې شوې خو غواړي چې حکومت دې په دایمي ډول د لارو پرانیستو لپاره اقدامات وکړي.

بلخوا له ولسي مشرانو د جوړې سرکاري جرګې غړی ابن علي مشال راډیو ته ویلي ول چې د شخړو تر هواري پورې له ټولو خواوو سره خبرو ته دوام ورکوي.

په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي. له دې پرته، د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پر ضد ویناګانې هم د وسلوالو نښتو لامل کېږي.

په ۲۰۰۸ز کال کې په مري کې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ د امن موافقه شوې وه. په هغه تړون کې راغلي ول چې دواړه خواوې به د تګ راتګ ټولې لارې پرانیستې ساتي، د امنیت د خرابولو مخه به نیسي، بې کوره خلک به خپلو کلیو ته ستنېږي او د کاغذات مال په نوم د پخوانیو اسنادو او د پښتنو د دود پر اساس به د ځمکو لانجې هوارېږي.

XS
SM
MD
LG