د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ مخې ته مظاهره ختمه شوه


مظاهره کوونکو په پولیسو کاڼي وورول
مظاهره کوونکو په پولیسو کاڼي وورول

پېښور - په پېښور کې د خېبر پښتونخوا د اسمبلۍ ودانۍ مخې ته د جمیعت علما اسلام (ف) او نورو یو شمېر ډلو او ټولنو د غړو احتجاج پای ته رسېدلی دی.

راپورونه وايي، پولیسو د مظاهره کونکیو خلاف اوښکې بهونکی ګیس استعمال کړی او اوس د اسمبلۍ د ودانۍ شاوخوا ته مظاهره کونکي نه ترسترګو کېږي.

مظاهره کونکیو د یکشنبې پر ورځ د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ مخې ته د احتجاجي مظاهرې پر مهال ویل چې د فاټا اصلاحاتو بل به منظورېدو ته نه پرېږدي.

مظاهره کوونکو تر څه ساعته پورې اسمبلۍ ته تلونکی سړک تړلی و او ټایرونه يې وسوځول. مظاهره کوونکو په خیبر پښتونخوا د قبایلي سیمو د ورګډولو ضد نعرې ووهلې. دوی ویل چې، تر هر ډول بدلون مخکې دې په قبایلي سیمو کې د ولس رایه واخیستل شي.

د پېښور پولیسو مشال راډیو ته ویلي چې له شلو زیات مظاهره کوونکي یې نیولي هم دي. د پولیسو او مظاهره کوونکو ترمنځ د اخ و ډب راپورونه هم ورکړل شوي او څو تنه برسېرن زخمیان شوي هم دي.

مظاهره کوونکو په خیبر پښتونخوا د قبایلي سیمو د ورګډولو ضد نعرې ووهلې
مظاهره کوونکو په خیبر پښتونخوا د قبایلي سیمو د ورګډولو ضد نعرې ووهلې

په دې مظاهرکوونکو کې د جمعيت علمای اسلام (ف)، فاټا ګرينډ الاینس، د فاټا د ځوانانو جرګې غړي او یو شمېر قبایلي مشرانو ګډون کړی.

اصلاحات به د قبایلي سیمو مسلې هوارې کړي که نه؟

په عين حال کې د خيبر پښتونخوا اسمبلي پر ۳۱م اییني ترمیمي بل بحث کوي چې که منظور شي نو ورسره به د قبایلي سیمو په خیبر پښتونخوا د ورګډولو لپاره لار برابره شي.

د پاکستان قامي اسمبلۍ د مې پر ۲۴مه دا قانوني مسوده په اکثریت منظوره کړه.

د مې پر ۲۵مه سېنېټ هم د دې مسودې منظوري ورکړه.

د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې تر منظورۍ وروسته دا مسوده به ولسمشر ته لاسلیک ته استول کېږي.

XS
SM
MD
LG