د لاسرسي ځای

تازه خبر

"ګوندونه تقسیم دي، خو پارلېمان به د فاټا ولس په ګټه اقدام کوي"


د پاکستان وزيراعظم ويلي چې فاټا اصلاحات يو اوږد مهاله عمل دی او په دې اړه به پارلېمان د قبايلي سيمو له ګټو سره سم اقدام کوي.

شاهد خاقان عباسي د چارشنبې مازيګر په هيلې کاپټر کې له اسلام اباده د خېبر ايجنسۍ جمرود سيمې ته ولاړ او هلته يې د ۱۳۲ کلوواټه بجلۍ جوړونکي ګرډ سټېشن پرانسته وکړه.

پر دې مهال د مشرانو يوه جرګه هم وربلل شوې وه چې ورته د پاکستان وزيراعظم وينا وکړه.

شاهد خاقان عباسي زياتره خبرې د فاټا اصلاحاتو په اړه وکړې.

اعلی عدالتونه به خپل کار هغه وخت پيل کړي چې کله په فاټا کې د پوليس او لاندېنيو عدالتونو نظام پر ځای شي.
شاهد خاقان عباسي

نوموړي وويل چې په فاټا کې اصلاحات راوستل لنډ مهال نه بلکې یو دوامداره عمل دی.

((دا د یوې ورځې یا یو ساعت کار نه دي. دا یوه لړۍ ده چې دوام به ولري. د دې قانوني اړخونه هم شته،پرمختیایی اړخونه هم لري، انتظامي اړخونه يې هم شته، دا ټول به سر ته رسوو او په شریکه به یې پوره کوو، دا به هغه وخت سر ته رسېږي کله چې پکې ټول سیاسي ګوندونه شامل شي.))

نوموړي زياته کړه چې ورته مالومه ده چې د فاټا د اصلاحاتو په اړه نظرونه سره وېشل شوي دي خو د پاکستان قامي اسمبلۍ او سېنېټ به هم هغه کار کوي چې د قبایلو په ګټه وي.

دده په وينا حکومت د قبایلي اېجنسیانو راهداري ټېکس ختم کړی او اوس به د قبايلي سيمو خلکو ته مالونه او خوراکي توکي هم هغه ډول بې له ټېکس ورکولو رسېږي لکه څنګه چې د پاکستان نورو برخو ته وړل کېږي.

ماته مالومه ده چې د فاټا د اصلاحاتو په اړه نظرونه سره وېشل شوي دي خو د پاکستان قامي اسمبلۍ او سېنېټ به هم هغه کار کوي چې د قبایلو په ګټه وي.
شاهد خاقان عباسي

که څه هم د پاکستان سېنېت د اپريل په مياشت کې د فاټا اصلاحاتو له مخې د سپريم کورټ او پېښور هائ کورټ دايره کار تر قبايلي سيمو پورې د غځولو منظوري ورکړې وه او وروسته ولسمشر ممنون حسين پر دې قانون لاسليک هم وکړ خو هلته لاهم اعلی عدالتونو کار نه دی پيل کړی.

وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په خپله وينا کې په دې اړه وويل چې اعلی عدالتونه به خپل کار هغه وخت پيل کړي چې کله په فاټا کې د پوليس او لاندېنيو عدالتونو نظام پر ځای شي.

((کله چې ځايي حالات سم شي، د پولیسو او د لاندېنۍ کچې عدالتي نظام جوړ شي نو بیا به د پېښور هائ کورټ او سپریم کورټ اختياراتو او د خلکو د اپیل اورېدلو عمل به پیل شي. د قبایلي سیمو خلک د هم هغه حقونو او سهولتونو حق لري کوم چې د هېواد نور وګړي يې لري. له دې بغيره انضمام هيڅ ګټه نلري.))

هغه زياته کړه چې د فاټا لپاره ضروري ده چې لومړی يې وسايل برابر شي او دوی ددې لپاره مالي اندازه هم لګولې ده.

د سيمې خلک له يوشمېر مشکلاتو سره مخامخ دي خو حکومت يې په عملي توګه د له منځه وړلو پر ځای تش اعلانونه کوي.
محمدالله اپريدی

دده په وينا، دا وخت په فاټا کې د نظام چلولو لپاره هرکال ۲۵ اربه روپۍ ورکول کېږي خو د دوی د اندازې له مخې چې که تر لسو کلونو پورې هرکال په فاټا کې ۱۰۰ اربه روپۍ خرڅې شي نو کېدای شي دغه ټولې منصوبې سر ته ورسېږي.

له شاهد خاقان عباسي سره د پاکستان په پارلېمان کې د خېبر ايجنسۍ استاذي شاه جي ګل اپريدی او سېنېټر تاج محمد اپريدی هم ملګري ول.

پر دې مهال په جمرود کې کلک امنيتي ګامونه اخيستل شوي ول.

دې دستورې په ورغليو خلکو کې د باړې اوسېدونکی محمد الله اپريدی هم وو.

نوموړي مشال راډیو ته وويل چې د سيمې خلک له يوشمېر مشکلاتو سره مخامخ دي خو حکومت يې په عملي توګه د له منځه وړلو پر ځای تش اعلانونه کوي.

نوموړي زياته کړه چې حکومت په فاټا کې تعليمي اېمرجنسي اعلان کړې وه خو هيڅ و نشو، په جګړه کې د خلکو کورونه وران شوي خو په دې اړه څه هم نه دي شوي.

بايد شاهد خاقان عباسي په خپله واکمني کې په فاټا کې لويې تعليمي ادارې جوړې کړې وايه او يو شمېر پرمختيايي منصوبې يې پیل کړې وايه.
ظاهر شاه اپريدی

دده په وينا وزيراعظم د ګرډ سټېشن پرانسته وکړه خو چې بجلۍ نه وي نو دوی به په دې ګرډ سټېشن څه وکړي.؟

د جمرود يو بل اوسېدونکی ظاهر شاه اپريدي مشال راډيو ته وويل چې بايد شاهد خاقان عباسي په خپله واکمني کې په فاټا کې لويې تعليمي ادارې جوړې کړې وايه او يو شمېر پرمختيايي منصوبې يې پیل کړې وايه.

د پاکستان وزيراعظم په داسې حال کې جمرود ته تللی چې ټاکل شوې ده د پاکستان په پارلېمان کې به نن ( زيارت پر ورځ) د فاټا اصلاحاتو په لړ کې د قبايلي سيمو په خېبر پښتونخوا کې د ورګډولو قانون وړاندې کېږي.

دغه قانون به د تېرې دوشنبې پر ورځ هم پارلېمان ته وړاندې کېدلی خو داسې و نه شو.

نور ولولئ

"ګوندونه وېشلي خو پارلېمان به د فاټا ولس په ګټه اقدام کوي"

د فاټا په خېبر پښتونخوا د ورګډولو لپاره عملي پلان شته؟

XS
SM
MD
LG