د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت قبایلي ضلعو ته بلدیاتي نظام زر غځول غواړي


پراګ ـ د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، قبایلي ضلعو ته زر بلدیاتي نظام غځوي. خو ځیني قبایلي مشران بیا پر حکومتي پرمختګ مطمین نه ښکاري.

د صوبې د حکومت ویاند شوکت یوسفزي د اګست پر ۱۶مه مشال راډيو ته وویل، دوی د قبایلي ضلعو په ګډون د صوبې په نورو ضلعو کې د بلدیاتي انتخاباتو لپاره تیاریانې کوي.

نوموړي وویل، د حلقه بندیو مسله چې څنګه هواره شي نو زر به ورپسې په ټوله صوبه کې بلدیاتي انتخابات وشي. شوکت یوسفزی وايي:

" قبایلي ضلعې اوس د صوبې برخه دي، نو په صوبه کې چې کله بلدیاتي انتخابات حتمي شي نو په هغه وخت به هلته هم دغه انتخابات وشي. دا اوس چې کوم نوي ترامیم راغلي دي، له هغې سره به حلقه بندیانې لږې ډېرې متاثره کیږي. نو په هغې کې به لږ وخت لګي خو چې کله هم کیږي نو یو ځاې به کیږي."

شوکت یوسفزی وايي، دوی کوشش کوي چې زر تر زره دغه انتخابات وشي ځکه چې د اګست پر ۲۸مه د روان بلدیاتي نظام د دورې موده ختمېږي. د هغه په وینا په راروان نومبر یا دسمبر کې یې امکان شته خو په دې شرط چې اول د حلقه بندیانو مسله زر حل شي.

خو د قبایلي ضلعې مومندو نه د صوبايي اسمبلۍ نوی منتخب غړی نثار مومند د انتخاباتو په لړ کې له حکومتي هلو ځلو مطمین نه دی. نوموړي مشال راډيو ته وویل داسې نه ښکاري چې حکومت به په نږدې راتلونکي کې بلدیاتي انتخابات وکړي:

"د حلقه بندیو خو داسې څه خاصه ستونزه نشته ځکه چې دلته وار له مخې د یونین کونسل په حواله یو نظام موجود دی. عوامي سوچ د حکومت خلاف روان دی نو زه ډېر نږدې نه وینم چې دوی به الیکشن ته تیار شي. دوی به هیلې بهانې جوړوي، تاریخونه به ږدي، خو زما خیال دی چې که دوی صورتحال نه وي قابو کړی نو لوکل ګورنمنټ الیکشن ته به ولاړ نه شي."

نثار مومند وویل د اسمبلۍ په پلیټ فارم به غوښتنه کوي چې دغه انتخابات باید زر وشي ځکه چې تر څو واک محلو ته نه وي تللی، تر هغې پوره ترقي نه شي کېدای.

خبریال طارق وحید وايي، په نږدې وخت کې د صوبايي حکومت لپاره په ټولو ضلعو کې بلدیاتي انتخابات کول یو لوی چیلنج دی ځکه چې دې هر څه ته د وخت او پیسې ضرورت دی.

"دا نا ممکن نه دی خو ډېر ګران کار دی. د بلدیاتو نظام خو د محلې او کلیو د سطح پورې وي نو د هغې د حلقه بندیانو سېسټم نور هم ګران وي، ځکه چې دا به په تاریخ کې اول ځل وي چې د یونین کونسل یا نور نظام جوړ شي."

د خیبر پښتونخوا حکومت ویاند وايي، د صوبې د ترقیاتي بجټ ۳۰ فیصده برخه بلدیاتي حکومت ته ورکولو ډېرې ښې نتیجې ورکړي دي. نوموړي هیله وښودله چې په راتلونکي بلدیاتي حکومت کې به هم ښې نتیجې تر سترګو شي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د جولای پر ۲۰مه په اول ځل په قبایلي ضلعو کې د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ د ۱۶ څوکیو لپاره انتخابات وشول.

XS
SM
MD
LG