منور شاه له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.
د ترکيې په سلجوق ښارګوټي کې د جنورۍ پر ۱۹ مه د اوښانو د کبډي مېله وشوه چې لیدلو ته یې زرګونه خلک ورغلي ول. د اوښانو مالکان وايي دا کبډي د شرطونو یا جوارۍ ګټلو لپاره نه بلکې د نوم ګټلو لپاره يې کوي. دوی وايي اوښان ورته د خپلو اولادونو په څېر ښکاري او هڅه کوي چې په کبډي کې هم یو بل ژوبل نه کړي.
د چین شینجیانګ (سینکیانګ) اویغور خپلواکه سیمه کې د پخوا په څېر سږکال هم د نوي کال ژمنۍ مېله وشوه، چې پکې ځايي خلکو یو شمېر کلتوري او دودیزې سیالۍ ترسره کړې. د دې سیالیو کتلو ته ګڼ سېلانیان ورغلي او وايي، په دې میله کې یې هغه دودیزې لوبې ولیدلې چې د پېړیو راهیسې په اویغور سیمه کې شتون لري.
په شمالي مقدونیا کې له تېرو ۱،۴۰۰ کلونو راهیسې دوديزه ژمنۍ مېله کېږي چې ګڼ خلک ګډون پکې کوي. د وېوچاني کلي په نوم په یادېدونکې مېله کې خلک دودیزې جامې اغوندي او ډاروونکې څېرې یا مصنوعي مخونه لګوي. د دې مېلې لیدو ته له نورو هېوادونو هم سیلانیان ورځي.
ال ثاني خبري غونډې ته دا هم وویل چې موافقه په درې پړاوونو کې عملي کېږي. د ده په وینا، په لومړۍ مرحله کې به د ۴۲ ورځني اوربند پر مهال ۳۳ اسراییلي یرغملیان خوشې کېږي او اسراییلي سرتېري به د غزې له ګڼ مېشتو سیمو وځي.
په داسې حال کې چې په افغانستان کې طالبانو د نجونو او ښځو د زده کړو پر وړاندې محدودیتونه لګولي دي. بلخوا، د شام په هساکه سیمه کې ښځو په یوه غونډه کې د نوې اسلامپالې ډلې، هیئت تحریر الشام په واکمنۍ کې د ښځو د راتلونکي په اړه خبرې وکړې. په غونډه کې د بېلابېلو طبقو ښځو برخه اخیستې وه
د هند تر انتظام لاندې کشمیر کې د واورو ورېدو لړۍ پیل شوې چې ځايي خلک ورته ډېر خوشاله دي. دوی وايي د واورو د ورښت له امله ټول کال اوبه او بجلي ترلاسه کوي او د واورو د لېدو لپاره سیلانیان هم ورځي
سوریايي یاغیانو د هغه هېواد د دویم لوی ښار حلب یوشمېر سیمې نیولې دي او د نومبر پر ۳۰مه یې هلته خوشالۍ هم لمانځلې دي. هغه یاغیان د ترکیې ملاتړ لري چې مشري یې القاعده پلوې هیت تحریر الشام ډله کوي. په همدې حال کې روسیو جنګي الوتکو پر حلب هوايي حملې هم کړې دي. د اې اېف پي له ویډیوګانو جوړ رپورټ.
د مراکش په سرښار رباط کې یوه نړیواله فولکلوري مېله شوې چې پکې د هند، عراق، او برتانیې په ګډون د ۱۱ هېوادونو کلتوري ډلو برخه اخیستې ده. په مېله کې د بېلابېلو هېوادونو کلتوري ډلو یا طایفو خپل دودیز ډانسونه یا ګډاګانې نندارې ته وړاندې کړې.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت لخوا په ښځو د زده کړو او کار کولو محدودیتونه دوام لري، چې په نتیجه کې یې د لوړو زده کړو ترڅنګ ګڼ شمېر ښځو حکومتي دندې هم له لاسه ورکړې دي.
د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې پر ښځو د تشدد د مخنیوي لپاره په داسې حال کې احتجاجي مظاهرې شوې دي چې ملګري ملتونه سږکال د نومبر له ۲۵مې څخه د ډېسېمبر تر ۱۰مې پر ښځو د تشدد د مخنيوي ۱۶ ورځنی کېمپين ترسره کوي.
په افریقايي هېواد کینیا کې د فیلانو (هاتیانو) شمېر خورا زیات شوی دی او کروندګر اکثر شکایت کوي چې هغوی یې فصلونه خرابوي. خو اوس د وحشي ژویو د ژغورنې ادارې د فیلانو د ساتنې له خیریه ادارې سره یو ځای د شاتو موچیو یوه پروژه پیل کړې چې پکې د پټیو شاوخوا ته موچیو بکسونه ایښوول کېږي.
په یوشمېر هېوادونو کې خیریه ادارې د هلکانو او جینکو د بېوزلې له امله د هغوی اجتماعي ودونه کوي خو د چین د حونان صوبې په فینګهانګ ښارګوټي کې بیا یو دود دی چې تر مخې يې اجتماعي ودونه په سيند کې کېږي. لومړۍ هره جوړه په جلا،
په چین کې د اوښ د غوښې، شیدو (پیو) او وړۍ استعمال زیات شوی دی نو ځکه د اوښانو ساتنه د نورو مالونو پرتله ډېره ګټوره ګڼل کېږي. په شېنجیانګ (سېنکیانګ) ولایت کې ډېری یوغور مسلمانان مالونه ساتي او اوس اکثرو شپنو د اوښانو ساتنې ته مخه کړې ده. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
د هند په راجستان کې هر کال د صحرا یا دښتې مېله کېږي چې ورته په زرګونو بهرني سیلانیان ورځي. ځینې سیلانیان وايي د پوشکار په نوم مېله یې دومره خوښه شوې چې هر کال ورتګ غواړي. هغه مېله په دودیز ډول د څارویو لپاره وي. نور د رویټرز اژانس له ویډیو په جوړ رپورټ کې.
د نومبر پر ۱۰مه د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له وړیا ښوونیځ مرکز څخه لسګونه ځوانان د انګلیسي ژبې او کمپوټر د زده کړوله شپږ میاشتني پروګرام څخه فارغ شول. فارغانو دوی لپاره دا ډول پروګرامونه ګټور وبلل
د امریکا د نومبر پینځمې د ولسمشريزو انتخاباتو په پايله کې د رېپبلېکن ګوند نوماند ډانلډ ټرمپ د زياتو رايو په ترلاسه کولو سره بریالی شوی دی. نوموړي د خپل انتخاباتي کېمپين پر مهال ژمنه کړې وه چې که دی ولسمشر منتخب شي نو د اوکراین جنګ به پای ته ورسوي.
که څه هم د نوي ډیلي هوا او د یمنا سیند اوبه ککړې او زهرجنې شوې دي، د هندوانو د مذهب چهټ پوچا تهوار د مراسمو لپاره پکې هندوانې ښځې لامبي چې دوی ورته مقدسه لامبا هم وايي. د چهټ پوچا دا څلور ورځنی تهوار د نومبر له پنځمې پیل شوی دی.
تمساح یو خطرناکه ځناور بلل کېږي ځکه چې له ځانه د څو چنده لویو ځناورو ښکار کوي. خو د برازیل په ځنګلونو کې بیا پړانګان هغه تمساح ښکار کوي او خوري یې. تمساح په پښتو کې د اوبو سیمساره، غروی او ناکه او په اردو کې مګرمچ هم بلل کېږي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
د قامي اسمبلۍ سپیکر ایاز صادق وروسته وویل چې د مسودې په حق کې ۲۲۵ او په مخالفت کې یې ۱۲ رایې کارول شوې دي. د تحریک انصاف او سني اتحاد شورا غړو د مسودې په مخالفت کې ووټ واچاوه.
په داسې حال کې چې پر اوکراین د روسیې د یرغل شاوخوا دوه نیم کاله پوره کېږي، اوکراینی پوځ د جګړې لپاره نور سرتېري برتي کوي یا استخداموي. اوکراینیان د پوځ د دې عمل په اړه بېلا بېل نظرونه لري چې د مشال راډیو د خبرونو مرکزي څانګې په رپورټ کې مو ورڅخه خبروو.
نور وښیئ