د پاریس پولیس تېز رفتاره بایسېکل چلوونکي جرمانه کوي
د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې پولیس تېز رفتاره بایسېکل چلوونکي ۹۰ یورو (شاوخوا ۲۶،۰۰۰ کلدارې یا ۷،۰۰۰ افغانۍ) جریمه کوي. پولیس وايي، له ټاکلي سرعته تېز بایسېکل چلونه هم د ټرافیکي پېښو سبب کېږي. په پاریس کې شاوخوا ۳۰ لکه بایسېکلونه دي. چارواکي داراز هغه کسان هم جرمانه کوي چې د بایسېکل چلولو پر وخت یې غوږۍ یا هېډفونونه لګولي وي. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.