د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي کوریايي ځوانان د مړو د وروستیو مراسمو لپاره زده کړې کوي


جنوبي کوریايي ځوانان د مړو د وروستیو مراسمو لپاره زده کړې کوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:10 0:00

په جنوبي کوریا کې ځوانانو د مړو د وروستیو مراسمو ترسره کولو لپاره ځانګړو زده کړو ته مخه کړې ده. د دې یو لامل په هغه هېواد کې د بېروزګارۍ زیاتېدل او بل یې د مړو د وروستیو مراسمو کاروبار وده کول دي چې زده کړې یې په پوهنتونونو کې ورکول کېږي. د هغه هېواد تر نیمايي زیات وګړي تر ۵۰ کلونو زیات عمر لري او شاوخوا ۴۲ سلنه یې په کورونو کې یوازې ژوند کوي. همدا وجه ده چې په هغوی کې اکثر په کورونو کې مړه شوي وي، خلک ورڅخه نه خبرېږي او بیا یې د کورونو پاکول هم ګران وي نو ځکه یې کاروبار هم ښه ګټه لري. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.

XS
SM
MD
LG