د شام دفاع وزارت د مارچ پر لسمه اعلان وکړ چې د هېواد په ساحلي صوبو کې یې عملیات پای ته رسولي دي.
بلخوا د شام د بشري حقونو د څار لندن مېشته اداره وايي، په هغه هېواد کې د مارچ له شپږمې راهیسې پيل شوي تشدد کې نیږدې ۱۵۰۰ کسان وژل شوي چې زیاتره یې ولسي وګړي دي. یادې ادارې زیاته کړې چې دغه مرګژوبله د شام د موجوده حکومتي ځواکونو او پخواني ولسمشر بشار الاسد د اتحادي ډلو ترمنځ په شويو نښتو کې اوښتې ده.
د شام د دفاع وزارت ویاند حسن عبدالغني د مارچ پر لسمه، د دغه هېواد د سرکاري خبري ادارې سنا نیوز ته په یو بیان کې وویل چې ځواکونو یې په طرطوس او لاذقیه صوبو کې د پخواني رژیم د پاتې شونو لخوا امنیتي خطر له منځه وړی نو ځکه د دغو عملیاتو د ختمولو اعلان کوي.
په عین حال کې رویټرز خبري اژانس د عبدالغني د خولې لیکي، د تیر کال د دیسمبر راهیسې د بشارالاسد پلوي ډلو چې پکې پخواني سرتیري او افسران شامل دي، په حکومتي ځواکونو بریدونو ته دوام ورکړی وو. خو په وينا یې چې په دې عملیاتو کې له مهمو مرکزنو څخه بهر کړل شوي او ځپل شوي دي. نوموړي زیاته کړې چې د شام د موجوده حکومت ځواکونه به د دې عملیاتو په اړه د پلټنو له کمیټۍ سره هر ډول همکاري کوي او ټول معلومات به ورسره شریکوي.
د شام اوسني حکومت مشر، احمد الشرح د مارچ پر اوومه ويلي وو چې د اسد د رژيم د پلويانو پر ضد به کاروايي کوي. نوموړي په خپلو خبرو کې د هغو تورونو په اړه څه نه دي ویلي چې ځواکونو یې ملکیان وژلي دي خو د امنیتي ځواکونو ستاینه یې وکړه او زیاته یې کړه چې هغوی د عام ولس خوندیتوب ته ژمن دي.
د ولسمشر اسد کورنۍ ۵۰ کاله پر شام واکمنه وه او د ۲۰۲۴م کال د دیسمبر پر اتمه یې واک ختم شو. نوموړي ته د ایران او روسیې ملاتړ ترلاسه وو. د ۲۰۲۴ م کال په دیسمبر کې په شام کې د سوریې یاغیان، چې د امریکا لخوا ترهګره ګرځول شوې ډله هیت تحریر الشام یې رهبري کوله، دمشق ته ننوتل، واک یې واخيست او اسد او د هغه کورنۍ یې مسکو ته په تېښته مجبوره کړه. خو د مارچ پر شپږمه د شام په ساحلي صوبه لاذقیه کې اسد ته د وفاداره کسانو او د نوي حکومت د امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې شوي دي.
ځینې څیړونکي وايي چې په دې سیمه کې اوسنۍ نښتې د انتقالي حکومت د ولسمشر احمد الشرع لخوا د اسد تر واکمنۍ وروسته د شام کنټرول ترلاسه کولو لپاره کوششونه په ډاګه کوي چې ایران، اسراییل او حتي د داعش سختدريځو د خوښې کار دی. نیویارک میشتې ادارې سوفان ګروپ انټلیجنس کنلټېسي کې څیړونکي کولېن کلارک ویلي چې په شام کې ۱۳ کاله کورنۍ جګړه تیره شوې ده او د داسې حالاتو تر تېریدو وروسته تل د غچ اخیستو پر مهال د مرګونو او د فرقه ییز تشدد پېښې مخې ته راځي.