د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې له سېلاب ځپلو سره د مرستو لپاره کیمپونه لګېدلي


بلوچستان کې له سېلاب ځپلو سره د مرستو لپاره کیمپونه لګېدلي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:28 0:00

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړو او پلویانو د بلوچستان په بېلابېلو پښتون مېشتو سیمو کې د خیبر پښتونخوا له سېلاب ځپلو سره د مرستې کیمپونه لګولي دي. هغو کیمپونو ته ځايي وګړي ورځي او تر خپلې وسې چنده ورکوي. د اګست پر ۱۴مه او ۱۵مه د خیبر پښتونخوا په یوشمېر ضلعو کې تر شړکنده بارانونو وروسته سېلابونو شاوخوا ۴۰۰ کسان ووژل او سلګونه کورونه یې زیانمن او ړنګ کړل. په همدې حال کې د خیبر پښتونخوا حکومت هم ویلي چې سېلاب ځپلو ضلعو ته مرستې لېږدولې دي او هلته یې ګرځنده کلېنېکونه او طبي کیمپونه جوړ کړي دي. ویډيويي رپورټ.

XS
SM
MD
LG