د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه کې د اېف سي ځواک پر مرکز ځانمرګی برید شوی دی


په کوټه کې ځانمرګي برید وېجاړی رامنځ ته کړی دی - د سېپټېمبر ۳۰مې انځور
په کوټه کې ځانمرګي برید وېجاړی رامنځ ته کړی دی - د سېپټېمبر ۳۰مې انځور

چارواکي وايي چې په کوټه کې د اېف سي ځواک مرکز ته نېزدې په یو ځانمرګي برید کې لږترلږه ۱۰ کسان وژل شوي او ۲۶ نور ټپیان دي.

پېښه د سېپټېمبر پر ۳۰مه نېټه سهار د کوټې په ماډل ټاون کې د ملیشه ځواک مرکز سره نېزدې شوې او پر دې مهال د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي.

د بلوچستان د روغتیا وزير بخت کاکړ رسنیو ته ويلي چې په چاودنه کې لږترلږه ۱۰ کسان وژل شوي او ۲۶ ټپیان دي. د ده په وینا، د وژل شویو جسدونه او زخمیان د کوټې سول روغتون ته انتقال شوي دي. هغه زیاته کړه چې په ټپیانو کې د ملیشه ځواک سرتېري هم شته.

د بلوچستان اعلا وزیر سرفراز بګټي د سېپټېمبر پر ۳۰مه د کوټې په ګرلز کالج کې يوې دستورې ته د وینا پر مهال وویل چې دا یو ځانمرګی برید وو. هغه ويلي چې بریدګرو د اېف سي مرکز ته د ننوتلو هڅه کوله چې سرتېرو ورباندې ډزې وکړې.

نوموړي وویل، "ترهکر غواړي چې سکولونه، پوهنتونونه، کالجونه، روغتونونه او پارکونه وتړل شي خو د هغوی د بریدونو باوجود دا هرڅه پرانیستي دي."

نوموړي وړاندې وویل چې ترهګر به خپلو موخو ته رسېدو ته نه پرېږدي.

تر اوسه هېچا د پېښې ذمه واري نه ده منلې.

په اسلام اباد کې د امریکا سفارت پر اېکس لیکلي چې په کوټه کې د ترهګرۍ د دې پېښې غندنه کوي. په پیغام کې راغلي دي چې په دې پېښه کې د وژلو شویو کورنیو ته تسلیت وايي او د ژوبلو کسانو د زر ښه کېدو هیله لري. په پیغام کې وړاندې راغلي دي چې امریکا د ترهګرۍ پر ضد په مبارزه کې له پاکستان سره ولاړه ده.

په بلوچستان کې وسوالې ډلې پر حکومتي ودانیو، پولیسو او پوځ وخت په وخت بریدونه کوي. تر دې وړاندې د سېپټېمبر پر ۱۸مه په چمن کې بمي چاودنه کې ۶ کسان وژل شوي ول.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو دوو کلونو کې په بلوچستان کې ناامني خورا زیاته شوې ده.

په عین حال کې د پاکستان پوځ هم وخت په وخت په بلوچستان کې په عملیاتو او نښتو کې وسلوالو ته د مرګژوبلې اړولو دعوې کوي.

په بلوچستان کې که بلوچستان لیبرېشن ارمي په نوم بیلتونپاله ډله وخت په وخت د ځینو بریدونو ذمه واري قبلوي.

دا ډله چې د پاکستان ترڅنګ امریکا هم د ترهګرو ډلو په نوملړ کې اچولې ده، له پاکستانه د بېلېدو لپاره له کلونو راهیسې وسله واله جګړه کوي. بلوچستان لیبرېشن ارمي وايي چې دوی ترهګر نه دي بلکې د خپلو حقونو لپاره جګړه کوي.

XS
SM
MD
LG