د بلوچستان په دوکۍ کې د سکرو کان پرېوتو په پېښه کې دوه مزدوران وژل شوي دي.
د بلوچستان د کانونو مشر څارونکي (چیف انسپکټر ماینز) عبدالغني د اګست پر څلورمه مشال راډیو ته وویل، پېښه د یکشنبې (اتوار) پر ورځ د څماولنګ په یو کان کې شوې وه.
دی وايي، مزدوران په خپل کار بوخت ول چې د کان یوه برخه کښېناسته او هغوی پکې بند پاتې شول.
د غني په خبره، د مزدورانو مړي یې ایستلي او په ژوب او کلا سیف الله کې یې د هغوی کورونو ته لېږدولي دي.
د بلوچستان د یوشمېر نورو برخو په ګډون په دوکۍ کې هم د سکرو لوی کانونه دي چې پکې ګڼ مزدوران کار کوي.
په پاکستان کې د سکرو زیاتره کانکیندونکي د خیبر پښتونخوا، په ځانګړي ډول د شانګلې په ګډون د ملاکنډ ډېوېژن، او د افغانستان اوسېدونکي دي.
د پاکستان په بلوچستان، سیند او خیبر پښتونخوا کې اکثر د سکرو (کویلې) او نورو معدنیاتو په کانونو کې خونړۍ پېښې کېږي چې لامل یې د قوانینو نه عملي کېدل، په کانونو کې د هوا یا باد ازاد تګ راتګ د مناسب انتظام نه کول، د کانونو د څار سم نظام نه شتون او د مزدورانو د خوندیتوب لپاره اړین اقدامات نه کول دي.
د جولای پر ۲۶مه د خیبر پښتونخوا د اورکزیو په یو کان کې د ګیس جمع کېدو له وجې درې مزدوران ووژل شول.
د سکرو په کانونو کې اکثر طبیعي یا قدرتي ګیس (میتېن یا CH4) موندل کېږي. دا هم هغه ګیس دی چې په کورونو او کاروبارونو کې د سونتوکي په توګه کارېږي. میتېن کولای شي چې په هوا کې اکسیجن بې ځایه کړي. د دې له وجې په هوا کې اکسیجن کمېږي او د مرګ لامل کېدای شي.
له دې پرته هغه ګیس عموماً په بندو یا داسې ځایونو کې چې پکې د باد لګېدو لپاره کړکۍ یا دروازه نه وي کې جمع کېږي چې کله نا کله د چاودنې سبب کېږي.
د پاکستان د کان کيندونکو مرکزي اتحاديه وايي چې د روان ۲۰۲۵ز کال د جنورۍ په لومړيو دوو اونيو کې په هغه هېواد کې د کانونو په بېلا بېلو پېښو کې ۲۰ کان کيندونکي ووژل او ۱۰ ژوبل شول.
د اتحاديې په وينا، په ۲۰۲۴ز کال کې په پاکستان کې د کویلې او نورو معدنونو د کانونو په بېلابېلو پېښو کې ۱۹۲ کان کيندونکي وژل شوي ول چې ورڅخه یې ۱۲۷ کسانو د بلوچستان په کانونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د پاکستان د بشري حقوقو کمېشن د ۲۰۲۱ز کال په کلني راپور کې ویلي ول چې په پاکستان کې د سکرو کانونو مزدوران په "ډېر خطرناک چاپېریال" کې کار کوي او د کارګرانو د خوندیتوب قوانین نه عملي کېږي.
له پاکستانه علاوه په افغانستان او ایران کې هم وخت په وخت په کانونو کې مرګونې پېښې کېږي. د جولای پر ۲۲مه په شمالي ولایت بغلان کې د یو کان نړېدو پېښې شپږ کارکوونکي ووژل او ۱۸ یې ژوبل کړل.
د هغه هېواد په مختلفو برخو کې د سکرو په کانونو کې قوانین پوره نه عملي کېږي او کارکوونکي هم د خوندیتوب تجهیزات نه لري چې له وجې یې وخت په وخت مرګونې پېښې کېږي.