پامیر ساحل د مشال راډیو خبریال دی چې د سیمې پر امنیتي او سیاسي موضوعاتو رپورټونه جوړوي.
ایران د پاکستان پر خاوره حمله تر هغې شاوخوا یوه میاشت وروسته کړې ده چې جیش العدل ډلې د هغه هېواد د سیستان-بلوچستان ولایت په راسک کې پر پولیسو د یوه برید ذمه واري ومنله. په هغه برید کې ۱۱ ایراني پولیس وژل شوي ول.
امریکايي ولسمشر جو بایډن په بیان کې ویلي دي چې پوځ یې له برتانیویو ځواکونو او د ځینو نورو هېوادونو په ملتیا او همکارۍ، د حوثي یاغیانو هغه اهداف ویشتلي دي چې حوثي یاغیانو د "نړۍ په یو له تر ټولو مهمو بحري لارو کې د تګ راتګ د ازادۍ ګواښلو لپاره کارول."
بیان وايي، ملا حسن اخوند د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ ورغلي پلاوي سره د خبرو پر مهال وویل چې پاکستاني چارواکي باید د افغان کډوالو پر وړاندې "له ظالمانه رویې لاس واخلي" ځکه چې دا ډول کارونه د دواړو هېوادونو ترمینځ "مخالفتونه او بدبینۍ زیاتوي."
په خیبر پښتونخوا کې د انتخاباتي کمېشن ویاند سهېل احمد د جنورۍ پر څلورمه مشال راډیو ته وویل چې هغه عدالتونه به د جنورۍ تر ۱۰مې پورې د سیاستوالانو د نوماندۍ کاغذونو د منظورولو یا ردولو پرېکړه کوي.
په برتانیا کې پر اسونو د سپرو لوبغاړو د نېزه وهنې سیالۍ شاوخوا ۱،۰۰۰ کاله تاریخ لري. هلته د نېزه وهنې دا ځانګړې سیالۍ د ۱۷مې پېړۍ تر پیل پورې کېدې چې موخه یې د پوځیانو روزنه وه، خو اوس یې عام خلک کوي او ګڼ مینه وال د اتلولۍ لیدو ته ورځي. نور د اې اېف پي له ویډیو په جوړ رپورټ کې.
په مراکش کې یو ناحکومتي ښوونځی د بې وزلۍ ښکار هغو ځوانانو ته باغواني ورزده کوي چې تعلیم یې نیمګړی پاتې شوی دی. د ښوونځي یوه موخه د چاپېریال خوندیتوب هم دی. ځوانان وايي چې زده کړو یې ژوند وربدل کړی دی. نور د اې اېف پي له ویډیو په جوړ رپورټ کې.
په افغانستان کې د یو اېن اېچ سي ار ویاندې کیرولاین ګلوک د ډېسېمبر پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل، هغه افغانان پر داسې مهال وطن ته ستنېږي چې د هغه هېواد بشري وضعیت وار له مخه خراب دی.
په عمان کې د بهلا په نوم یو لرغونی ځای دی چې د پېریانو ښار بلل کېږي. د بهلا شاوخوا د خټو دېوال دی چې په اړه یې ویل کېږي چې پېریانو جوړ کړی وو. خو د ښار یوشمېر اوسېدونکي دا ډول خبرې یوازې افسانې بولي. نور د اې اېف پي له ویډیو په جوړ رپورټ کې.
په صومالیا کې د اکتوبر له میاشتې راهیسې د سختو ورښتونو له کبله سېلابونو لسګونه کسانو ته مرګژوبله اړولې او د ملګرو ملتونو په وینا، شاوخوا ۷۰۰،۰۰۰ خلک یې بې کوره کړي دي. نور د رویټرز اژانس له ویډیو په جوړ رپورټ کې.
په کینیا کې یو ډله ځوانان له کلونو راهیسې د برېکډانسېنګ په نوم د یوې ځانګړې نڅا د دودولو هڅې کوي. په وروستیو کې د اولمپېک لوبو نړیوالې کمېټۍ هغه نڅا د یوې لوبې یا ورزش په توګه پېژندلې چې ورسره د هغو ځوانانو هیلې زیاتې شوې دي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
ای اېم اېف وايي، د نیتن پورټر په مشرۍ یې د مامورانو یو پلاوي د نومبر له ۱۲مې څخه تر ۱۵مې پورې د پاکستان سفر وکړ چې پکې یې د هغه هېواد د اقتصادي او مالي اقداماتو "لومړۍ ارزونې" لپاره له چارواکو سره خبرې وکړې.
د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ کې د انرژۍ او چاپېریال چارو دوه شرکتونه د اب و هوا بدلون پر وړاندې د مبارزې لپاره خاص ډول ونې کري. هغوی هڅه کوي چې تر ۲۰۳۰ز کال پورې په ابوظبۍ کې ۱۰ مېلیونه تخمونه وکري او د دې لپاره ډرون الوتکې کاروي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
په بولېویا کې د یو ځانګړي فرهنګ لرونکو ښځو ترمینځ د بایسېکل ځغاستې سیالي شوې ده. هغو ښځو دودیزې جامې اغوستې وې او په ښار کې یې بایسېکلونه ځغلول. د سیالۍ موخه د هغو ښځو ځواکمنتیا او حقونو لپاره مبارزه ده. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
د پاکستان لنډمهالي حکومت لا د پي ای اې د کارکوونکو د ټولنو د مشرانو څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو د هغه شرکت ویاند عبدالله حفیظ وايي چې د پاکستان د تېلو کمپنۍ (پاکستان سټېټ ایل) ورته نور په پور د تېلو له ورکړې انکار کړی دی چې د پروازونو د ځنډېدو او لغوه کېدو لامل کېږي.
اسراییلیو ځواکونو د غزې پر تړانګه تازه بمباري کړې ده چې پکې یې د سیمې جنوبي برخه هم په نښه کړې ده. په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو وزیر تر اعلان وروسته له غزې سره پر پوله د مصر لوري ته په مرستندویه توکو بار لارۍ ولاړې دي او د پولې پرانیستو انتظار کوي. د رویټرز اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.
د افغانستان په جنوبي او جنوب لویدیځو ولایتونو کې زلزلې سلګونه کورنۍ اغېزمنې کړې دي او پکې زرګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده. د اکتوبر اوومې زلزلې د هرات ولایت یوشمېر برخې سختې ځپلې دي او اوسېدونکي یې د بیړنیو مرستو غوښتنه کوي. د رویټرز اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.
نومیالۍ هنرمندې نغمې مشال راډیو ته یو ویډیويي پیغام استولی دی چې پکې یې د افغانستان له زلزله ځپلو کورنیو سره خواخوږي ښوولې او پر هېوادوالو یې له اغېزمنو سره د مرستو غږ کړی دی. د اکتوبر اوومې زلزلې زرګونو خلکو ته مرګژوبله اړولې. د نغمې ویډیويي پیغام وګورئ.
سولنګي وویل، په هغه هېواد کې ټول ۱۷ لکه بې اسناده او ناقانونه خلک اوسي چې زیاتره یې د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته هلته ورغلي. په همدې حال کې د پاکستان د بشري حقونو کمېشن له حکومته غوښتي دي چې افغانان دې په زور له هېواده نه باسي.
رویټرز اژانس وايي چې حماس ډلې د اکتوبر پر اوومه پر اسراییلو د ګڼو توغندیو برید پیل کړ چې د هغې ډلې وسلوالو ته یې اسراییلو ته د داخلېدو لاره ورکړه. هغو وسلوالو په اسراییلو کې دننه په نښتو کې ۲۵۰ اسراییلیان ووژل.
په عین حال کې نړیوال سازمانونه او ځايي چارواکي د مرګژوبلې په اړه نور ارقام ورکوي. ملګرو ملتونو د اکتوبر پر اوومه ناوخته وویل چې له لومړني اټکل سره سم، په زلزله کې د وژل شویو شمېر ۳۲۰ دی. ځايي چارواکو او د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي دي چې په زلزله کې ۱۰۰ تنه وژل شوي.
نور وښیئ