د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي ټي اېم: پوليسو د جرګې پر کيمپ بيا چاپه وهلې، انټرنېټ او د موبايل ټېلېفون شبکې يې تړلي


د پي ټي اېم غړو د پوليسو لخوا پر هغوی د اوښلن ګيس کارول شوي کارتوس راټول کړي دي ـ د اکتوبر دويمې انځور
د پي ټي اېم غړو د پوليسو لخوا پر هغوی د اوښلن ګيس کارول شوي کارتوس راټول کړي دي ـ د اکتوبر دويمې انځور

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور احمد پشتین ویلي دي چې پولیسو یې یو ځل بیا په خیبر کې د راتلونکې جرګې پر کیمپ چاپه وهلې ده.

نوموړي د اکتوبر پر څلورمه تر نيمې شپې وروسته پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیانونو کې ویلي دي چې انتظامیې په خیبر کې د موبایل ټېلېفون شبکه او انټرنېټ هم تړلی وو او ګڼ پولیس د کیمپ ځای ته ورغلل.

دا په داسې حال کې ده چې پشتین د روان ۲۰۲۴ز کال د اکتوبر پر ۱۱مه په خيبر ضلع کې "د پښتنو قامي عدالت" په نوم د درې ورځنۍ لويې جرګې کولو اعلان کړی دی.

نوموړي د سېپټېمبر پر ۲۹مه د جمرود په رېګي للمه کې د هغې جرګې د ځای پرانیسته کړې وه.

پي ټي اېم وايي چې دا څلورم ځل دی چې پولیسو یې د جرګې پر ځای چاپه وهلې ده.

د پي ټي اېم مشر منظور پشتین د اکتوبر پر دويمه پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه لیکلي ول چې د پېښور پولیسو له ځينو پټ مخيو کسانو سره يو ځای د اکتوبر پر دویمه تر نيمې شپې وروسته پر انتظامي کيمپ ډزې وکړې او د اوښلن ګيس په نتیجه کې یې ځينې ملګري ژوبل شوي او ځينې بې هوښه شوي دي. نوموړي زياته کړې وه چې پوليسو د هغوی خېمو ته هم اور ورته کړ.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د خیبر ضلعې مشر افتاب شینواري مشال راډيو ته ويلي چې د اکتوبر پر دويمه ماسپښين شاوخوا درې بجې سلګونه پوليسو یې کيمپ ته اور ورته کړ او د غورځنګ پر غړو يې اوښلن ګيس وکاراوه او مخامخ ډزې يې ورباندې وکړې.

د نوموړي په وينا، د درو ساعتونو تر مزاحمت وروسته د ډزو په نتيجه کې د غورځنګ درې غړي ژوبل شول.

د "پي ټي اېم اپډېټس" په نوم پر فېسبوک له جوړې شوې پاڼې د پښتون ژغورنې غورځنګ يو فعال د هغې صحنې ژوندۍ ويډيو خپره کړې چې ظاهراً پکې ښکاري چې پوليس د پي ټي اېم پر غړو اوښلن ګيس کاروي او د ډزو غږونه هم اورېدل کېږي.

شينواری زياتوي چې د اکتوبر پر درېيمه تر نيمې شپې وروسته د پوليسو تر چاپې وهلو وروسته د غورځنګ غړو د جرګې ميدان پرېښود او د ځايي خلکو په حجرو کې يې شپه تېره کړه.

خو د پي ټي اېم غړي او د جرګې منتظمين د اکتوبر درېیمې پر سهار يو ځل بيا په رېګي للمه کې د جرګې ميدان ته ورغلل.

د غورځنګ غړو د جمرود د کوکېخېلو مشر ملک نصیر احمد کوکیخېل، د باړې سیاسي فعال خان ولي اپرېدي او یوشمېر نورو ولسي مشرانو او ځوانانو په ملاتړ د جرګې په ميدان کې یو ځل بیا خیمې ودرولې.

خيبر کې د پي ټي اېم پر انتظامي کيمپ د پوليسو تر چاپو وروسته حال
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:22 0:00

د پي ټي اېم د مخکښو فعالانو ګرفتاريانې

منظور پشتین ويلي چې پولیسو د اکتوبر پر درېيمه د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې د غورځنګ د مخکښو فعالانو پر کورونو چاپې وهلي او هغوی او د هغوی نېږدې خپلوان يې نیولي دي.

نوموړي د اکتوبر پر درېيمه پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه ليکلي چې په جنوبي وزيرستان، کورمه، ډېره اسماعيل خان، ټانک، بنو، پېښور، خيبر، مردان، صوابۍ، کرک، چارسده، بونېر، مومند، باجوړ، دير، شانګله، سوات او يوشمېر نورو سيمو کې د پي ټي اېم لسګونه فعالان نيول شوي دي.

د خیبر پښتونخوا حکومت او پولیسو لا د تازه چاپې او ګرفتاریو په اړه څه نه دي ویلي، خو د کراچۍ پوليسو مشال راډيو ته ويلي چې د سېپټېمبر پر ۲۷مه د هغه ښار په منګوپير سيمه کې د پي ټي اېم د اکتوبر ۱۱مې جرګې لپاره شوې غونډې وروسته يې د غورځنګ ځينې غړي نيولي دي.

د منګو پير پوليسو تاڼې مشر غلام حسين د اکتوبر پر دويمه تور پورې کړ چې د پي ټي ايم غړو د هغې غونډې پر مهال پر پولیسو ډزې وکړې او د دوی ګاډي ته یې زیان ورساوه، خو پي ټي اېم دا تورونه رد کړي دي.

د پي ټي اېم پر انتظامي کيمپ د پوليسو چاپو ته غبرګونونه

عوامي نیشنل ګوند او جمعیت علمای اسلام (ف) د پښتون ژغورنې غورځنګ د جرګې د انتظامي کیمپ ړنګولو او د غورځنګ پر فعالانو د پولیسو تشدد غندلی دی.

د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان د اکتوبر پر درېيمه په اسلام اباد کې د خبري غونډې پر مهال حکومتي اقدامات غیر مسوولانه وبلل. "موږ ته معلومه شوې چې د پي ټي اېم د جرګې پر منتظیمینو څه تشدد شوی چې ډېر د غندني وړ خبره ده. د دوی له نظریې سره اختلاف کېدای شي، پر دې باندې بحث کېدای شي، خو دوی غیر مسلح دي او یوه جرګه کوي. که چیرې دوی [حکومت] ګڼي چې هلته د پاکستان مخالف څه سوچ راخورېږي نو دا ډول اقدامات خو د هغه [سوچ] د نور راولاړولو یوه هڅه ده، نو حکومت ته هم ذمه وارانه رویه خپلول په کار ده او دا ډول ګامونه ښايي پاکستان ته هېڅ ګټه و نه رسوي."

د عوامي نیشنل ګوند ویاند احسان الله هم د اکتوبر پر درېيمه ناوخته په ویډیويي بیان کې د خیبر پښتونخوا پر واکمن ګوند تحریک انصاف نیوکې وکړې. "پاکستان تحریک انصاف له یو پلوه د خپلو احتجاجونو لپاره اسانتیاوې او ګنجایش غواړي او له بلې خوا بیا د خپل حکومت د واک په دایره کې چې ځوانان احتجاج کول غواړي نو مخه یې نیسي."

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي د اکتوبر پر دويمه په رېګي للمه کې د جرګې لپاره انتظامات کوي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي د اکتوبر پر دويمه په رېګي للمه کې د جرګې لپاره انتظامات کوي.

د خيبر پښتونخوا حکومت دريځ

د خیبر پښتونخوا حکومت وياند محمد علي سيف د اکتوبر پر دويمه وویل چې پوليسو د پاکستان د وفاقي حکومت په امر د پي ټي اېم د غړو خلاف اقدامات کړي دي.

نوموړي پر ټولنيزو شبکو د پاکستان د کورنيو چارو وزارت يو ليک شريک کړی چې د اکتوبر پر لومړۍ نېټه د خيبر پښتونخوا لوړپوړي انتظامي بیوروکراټ یا چیف سېکرټر ته ليکل شوی دی.

په هغه ليک کې ادعا شوې ده چې پی ټي اېم د ریاست او رياستي ادارو پر وړاندې "د کرکې او سپکاوي" د هڅونې "مرسته او سرپرستي" کوي. په ليک کې زياته شوې ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د دې ډول کړنو خلاف دې "سخت اقدامات" وشي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت او خیبر پښتونخوا مشر سېکرټر لا د هغه لیک په اړه څه نه دي ویلي.

په عين حال کې پر ټولنيزو شبکو د خيبر پښتونخوا د کورنيو او قبايلي چارو وزارت ته منسوب ليک هم خپور شوی چې د اکتوبر پر دويمه د پوليسو صوبايي مشر او سيمه ييزو مشرانو او د پېښور ډېوېژن کمېشنر ته ليکل شوی دی.

په هغه ليک کې د پاکستان د کورنيو چارو وزارت په څېر پر پي ټي اېم د کرکې خپرولو تورونه پورې شوي دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ په بیا بیا دا ډول تورونه رد کړي دي او ټینګار کوي چې د پاکستان له ایین سره سم او د قانون په چوکاټ کې دننه د پښتنو د حقونو لپاره سوله ييزه مبارزه کوي.

په پېښور کې خبريال او د چارو شنونکی شميم شاهد وايي، د پاکستان تحريک انصاف په شمول د هېواد لوی ګوندونه د امنیتي ادارې (ايسټيبلېشمنټ) مخې ته نه شي درېدای. "د پي ټي ای مشران پوځي ايسټیبلېشمنټ ته مخامخ نه شي درېدای. د خيبر پښتونخوا حکومتي واکداران يوازې دې ته ښه دی چې نواز شريف، [اصف علي] زرداري او بلاول [بوټو زرداري] ته ښکنځل وکړي. له دوی سره هېڅ اختيار نه شته."

تر دې وړاندې، د خیبر پښتونخوا حکومتي ویاند محمد علي سیف د سېپټېمبر پر ۳۰مه پر خپله اېکس پاڼه ليکلي ول چې پشتین د سېپټېمبر پر ۲۹مه له اعلا وزیر علي امين ګنډه پور سره په ليدنه کې هغه د اکتوبر پر۱۱مه له کېدونکې جرګې خبر کړ.

نوموړي زياته کړې چې ګنډه پور له پشتین سره د صوبې پر امنیت، د خلکو د ژوند او مال ساتنې او د حکومت له خوا د ترسره شویو کارونو په اړه خبرې وکړې.

منظور پشتين ويلي چې د اکتوبر پر ۱۱مه کېدونکې جرګه به درې ورځې دوام وکړي چې پکې به پښتانه په سیمه کې د روانې ناامنۍ، جبري لادرکیو او د پښتون مېشته سیمو د طبیعي زېرمو او وسایلو د واک د ستونزو د هواري او د يوشمېر نورو چارو په اړه ګډه پرېکړه کوي.

XS
SM
MD
LG