د لاسرسي ځای

تازه خبر

حماس د خپل مشر یحیا سنوار وژنه تاييد کړې ده


یحیا سنوار پر اسراییلو د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې د حملې له اصلي طراحانو ګڼل کېده - پخوانی انځور.
یحیا سنوار پر اسراییلو د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې د حملې له اصلي طراحانو ګڼل کېده - پخوانی انځور.

د ایران ملاتړ لرونکې حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، د خپل مشر یحیا سنوار وژل تاييد کړي دي.

په غزه تړانګه کې د حماس مرستیال مشر خلیل الحیه، چې د دې ډلې مشر مرکچي هم دی، د اکتوبر پر ۱۸مه د اسراییلو راپورونه تایید کړل چې سنوار په غزه کې د يوې ټېلېويژني وینا پر مهال وژل شوی دی. سنوار په هغه وينا کې له اسراییلو یې وغوښتل چې خپله جګړه پای ته ورسوي او له غزې خپل ځواکونه وباسي.

دا تر هغه وروسته ده چې د اسراييلو د بهرنیو چارو وزیر اسراییل کټڅ د اکتوبر پر ۱۷مه وویل چې ۶۲ کلن سنوار د غزې په جنوب کې وژل شوی دی.

د اسراییلو د بهرنیو چارو وزیر اسراییل کټڅ د حماس د هغه لوړپوړي مشر وژنه د خپلو ځواکونو لپاره یوه "پوځي او اخلاقي" بریا وګڼله.

سنوار د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې د اسراییلو او حماس ترمینځ د جګړې له پیل راهیسې د اسراییلو لپاره د مطلوبو کسانو د نوملړ په سر کې وو.

اسوشیېټېډ پرېس اژانس وايي چې د هغه وژنه به د حماس لپاره لویه ضربه وي.

د اسراییلو د بهرنیو چارو وزیر اسراییل کټڅ وویل چې د نوموړي وژنه به د پاتې یرغمل شویو احتمالي خلاصون ته لاره برابره کړي او داسې بدلون به راولي چې په غزې تړانګه کې به له حماس او د ایران له نفوذ پرته د "نوي واقعیت" سبب شي.

امریکايي ولسمشر جو بایډن د اکتوبر پر ۱۷مه شپې مهال جرمني ته تر رسېدو او له اسراییلي وزیراعظم بنیامین نتنیاهو سره تر ټېلېفوني خبرو وروسته خبریالانو ته وویل چې په غزې کې د اوربند پر لوري د تګ وخت راغلی دی.

هغه وویل، "د دې جګړې د پای او د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو وخت راغلی دی."

نوموړي زیاته کړه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن به په راتلونکو ورځو کې منځني ختیځ ته ولاړ شي چې د یرغمل شویو کسانو ازادولو او په غزې تړانګه کې د اوربند موافقې د عملي کولو پر لارو چارو بحث وکړي.

اسراییلیو ځواکونو هم پر خپله رسمي اېکس پاڼه (پخواني ټوېټر) د سنوار وژنه تایید کړې چې ورسره په څه کم درو میاشتو کې ایران پلوې حماس ډله د دویم وار لپاره بې رهبره شوه.

نوموړی په اوړي کې د حماس د پخواني سیاسي مشر اسماعیل هنیه تر وژنې وروسته د هغې ډلې مشر مقرر شوی وو.

۶۲ کلن هنیه د جولای پر ۳۱مه سهار وختي په تهران کې په یو برید کې ووژل شو. ایران د هغه د وژنې پړه په اسراییلو اچوي خو اسراییلو لا هم په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي.

سنوار پر اسراییلو د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر اوومې د ناڅاپي او بېساري برید له اصلي طراحانو ګڼل کېده.

حماس د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراییلو برید وکړ چې پکې شاوخوا ۱،۲۰۰ تنه ووژل او ۲۵۱ کسان یرغمل شول.

هغې وسلوالې ډلې له یرغمل شویو څخه یې شاوخوا نیمايي خپله خوشې کړي او ځینې یې اسراییلیو ځواکونو خلاص کړي دي. داسې فکر کېږي چې تر ۱۰۰ پورې یرغملیان لا هم په غزې کې دي او پاتې یې مړه شوي دي. له هغو څخه یې ځینې په غیر ارادي ډول د اسراییلو په بریدونو کې هم وژل شوي دي.

اسراییلو د هغه برید په غبرګون کې په غزې تړانګه کې سختې پوځي کاروايۍ ته دوام ورکړی دی. په غزه کې روغتیا وزارت په وینا، په روانه جګړه کې تر اوسه له ۴۲،۰۰۰ زیات فلسطینیان وژل شوي چې زياتره يې ښځې او ماشومان دي.

اسراییلو په وروستیو کې خپل جنګ وغځاوه او په لبنان کې یې هم د حزب الله پرضد خونړي هوايي او ځمکني بریدونه پیل کړي دي.

حزب الله د ايران ملاتړ لرونکی ګوند او وسلواله ډله ده چې د لبنان د جنوب ډېره برخه کنټرولوي او د هېواد په پارلېمان کې هم استازي لري. امریکا هغه ډله ترهګره بولي او اروپايي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه په تور لېسټ کې اچولې ده.

د حماس ډلې د پوځي څانګې عزالدین القسام لوا مشر سنوار د هنیه، چې په قطر کې اوسېده، د ځایناستي په توګه غوره کس نه ګڼل کېده.

د هغه پرتله د حماس پخوانی سیاسي مشر خالد مشعل او خلیل الحیه چې په سیاسي څانګه کې مهم اشخاص ګڼل کېدل، مخکښ کاندیدان ول.

سنوار په غزې تړانګه کې د یوې جلسې پر مهال - د ۲۰۲۱ز کال د مې ۲۴مې انځور.
سنوار په غزې تړانګه کې د یوې جلسې پر مهال - د ۲۰۲۱ز کال د مې ۲۴مې انځور.

په دودیز ډول د حماس سیاسي مشر بهر مېشت وي چې په دې توګه وکولای شي چې سفرونه وکړي او د سیمه ییزو ملګرو لکه ایران او حزب الله سره اړیکي وساتي. د سنوار په اړه ګومان کېده چې په غزې کې وو.

شنونکي وايي، د سنوار د ټاکلو یو مهم لامل له ایران سره د هغه نېږدې تعلقات ول. تهران هغې ډلې ته مالي او پوځي مرستې برابروي.

د اسراییلو د پوځ مشر هېرڅي هلېوي په اګست کې د نوموړي تر ټاکنې وروسته ویلي ول چې هغه به ختم کړي.

یحیا سنوار څوک وو؟

سنوار د غزې د خان یونس د کډوالو په یو کیمپ کې زېږېدلی وو او ملاتړو یې د "ابو ابراهیم" په نوم هم یاداوه.

د اسماعیل هنیه په څېر د هغه مور او پلار هم په ۱۹۴۸ز کال کې د عرب-اسراییلي جګړې پر مهال له ساحلي ښار عسقلان (په عبرانۍ کې اېشکېلون بلل کېږي) څخه کډه کولو ته اړ شول. اسراییل د هم هغې جګړې په نتیجه کې جوړ شو.

په ۱۹۸۷ز کال کې چې حماس ډله جوړه شوه نو سنوار یې هم څه موده وروسته غړی شو او د "المجد" په نوم یې د ډلې داخلي امنیتي سازمان جوړ کړ.

هغه د تاوتریخوالي لپاره پېژندل کېده او د "خان یونس د قصاب" په نوم هم یادېده.

سنوار اسراییلیو ځواکونو نیولی وو او د دوو سرتېرو د وژنې په ګډون ورته د یوشمېر جرمونو په سر د ټول عمري بند متعددې سزاګانې اورول شوې وې. نوموړي د هم هغو تورونو پر اساس تر دوو لسیزو زیاته موده زنداني وو.

نوموړی چې په زندان کې وو نو د کاري شرایطو ښه کولو لپاره یې احتجاجي کاربندیزونه تنظیمول او د فلسطینیانو د یو زنداني رهبر یا مشر په توګه مطرح شو.

سنوار په ۲۰۱۱ز کال کې د یو اسراییلي سرتېري، چې حماس نیولی وو، په بدل کې د څه باندې ۱،۰۰۰ فلسطینیو زندانیانو په ډله کې خوشې شو.

نوموړی تر خوشې کېدو لږه موده وروسته له هنیه سره تهران ته ولاړ او هلته یې د ایران له ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي سره ولیدل.

XS
SM
MD
LG