نیاز علي په کراچۍ کې د مشال راډیو خبریال دی او هلته پر سیاسي، امنیتي او اقتصادي چارو رپورټونه جوړوي.
پښتین وویل، دا د علي خان وزير د وينو او مزاحمت د تربيت کمال دی چې نن دا ماشومان له موږ سره په پرلت کې دي.
منظور پښتین دا څرګندونې د فبرورۍ پر ۱۸مه، په کراچۍ کې د سیند اسمبلۍ مخې ته د احتجاجي پرلت پرمهال کړي.
د سیند حکومت ویاند مرتضا وهاب د فبرورۍ پر ۱۴مه پر ټوېټر په بیان کې ویلي ول چې له پولیسو او د زندان له چارواکو یې معلومات اخیستي او علي وزیر ته عدالت په یوه مقدمه کې ضمانت ورکړی خو په بله کې یې ضمانت نه دی شوی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ لخوا د علي وزیر او نورو بندي غړيو د خوشې کولو لپاره په کراچۍ کې د سيند اسمبلۍ مخې ته احتجاجي پرلت نن په درېيمه ورځ هم روان دی. د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او د پاکستان قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزيرستان منتخب استازی علي وزير له تېرو ۱۴ مياشتو راهيسې په کراچۍ کې زنداني دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي دي چې د سیند حکومت دا واک لري چې د غورځنګ د مخکښ او د پارلېمان غړي علي وزیر په ګډون د نورو بندي غړو پرضد له مقدمو لاس واخلي او هغوی خوشې کړي. پښتین دا خبره د فبرورۍ پر ۱۳مه په داسې حال کې مشال راډیو ته کړې چې د وزیر پرضد د کراچۍ په عدالت کې مقدمې روانې دي
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين د فبرورۍ په ۱۲ مه ناوخته د پرلت په اړه په یو ویډیويي پېغام کې پر ولس غږ کړی چې په دې پرلت کې برخه واخلي.
په سيند کې د زده کونکو د تنظيمونو د بحالۍ د منظورۍ په خوشحالۍکې، د فبرورۍ پر ۱۲مه، زده کوونکي د کراچۍ پرېس کلب مخې ته راغونډ شول او خوشحالۍ ېې وکړې.
د فبرورۍ پر ۱۱مه، د زده کوونکیو د اتحادیو د بحالۍ بیل د قانون د قایمه کمېټۍ لخوا تر منظورۍ وروسته، د پاکستان پیپلز ګوند غړي پير مجیب الحق صوبايي اسمبلۍ ته وړاندې کړ چې د حکومتي غړو سربېره د اپوزیشن غړو هم په ګډه منظور کړو.
د تورن نوتن لال خپلوان وايي، د پرېکړې ضد د سیند های کورټ ته درخواست کوي. اخوا د هندوانو د حقونو د چارو شورا (پاکستان هندو کونسل) ویلي دي چې په قضیه کې د انصاف غوښتنې نه دي پوره شوي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د سېند صوبې ویاند رویدالله د فبرورۍ پر څلورمه نېټه مشال راډیو ته وویل، په دې پرلت کې به د ملک د نورو برخو نه هم د هغوی ملګري او پخپله د پي ټي اېم مشر منظور پښتین هم ګډون کوي
د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتين پر قافلې د ډزو او د غورځنګ د يو مخکښ نور باچا د ژوبلېدو د پېښې پرضد په کراچۍ کې مظاهره شوې ده. د فبرورۍ پر درېيمه شوې دې مظاهره کې د غورځنګ غړو د پېښې د عاملينو پرضد د کوټلي اقدام غوښتنه کوله.
په پاکستان کې د بې درکه کسانو د قضیو څېړلو کمېشن او د متحده عربي اماراتو حکومت د بلوڅ د ورکېدو موضوع په اړه هېڅ نه دي ویلي خو د پاکستان پوځ په بیا بیا د خلکو د جبري بې درکیو تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې پوځ د خلکو په ورکېدو کې هېڅ لاس نه لري.
پر انوار په جعلي نښتو کې د جنوبي وزیرستان د یوه ځوان نقیب الله مسید په ګډون د لسګونه کسانو د وژنې تورونه دي چې هغه یې ردوي.
د علي وزير وکيل قادر خان وکيل مشال راډیو ته وویل چې عدالت يوځل بیا خپله فيصله وا نوروله او بله نېټه یې د فېبروۍ دویمه وټاکله.
د علي وزیر وکیل قادر خان مشال راډیو ته وویل، د مقدمې د اورېدنې پر مهال د پولیسو دوه سرتیري هم د ګواهۍ په توګه عدالت ته حاضر شول او خپل بیانونه یې رېکارډ کړل.
په پاکتسان کې د زراعتي سرې د کموالی پرضد پاکستان پيلپلز پارټې د جنورۍ پر ۲۴مه د سېند په ځینې ښارونو کې لاريون او احتجاجونه وکړل. د پاکستان تحريک د وفاقي حکومت وزيرانو څو څو وارې وويلي دي چې د ګېس د کمې يوه وجه د سرې کاچاک دې او بله د ګېس کمې دې. پاکستان پيپلز پارټۍ د فېبرورې پر ۲۷مه اسلام اباد ته د
د سېند په ترپارکر دښته کې د جنورۍ پر ۱۶مه د ګاډو ځغاستې سیالي وشوه چې پکې تر ۱۰۰ زیاتو ګاډو برخه اخېستې وه. نور حال د نیاز علي په ویډیويي راپور کې
د سيند صوبې په ترپارکر کې د اوښانو د ځغل مېله شوې چې د صوبې له بېلابېلو سيمو ورته خلکو اوښان وروستي وو. اوښانو د ځغل تر څنګ د ښايست په سیالۍ کې هم ګډون وکړ. ځايي خلک وايي دا قسم مېلې د سيند صوبې د لرغوني کلتور په اړه عامه پوهاوی زیاتوي نو ځکه بايد حکومت ورته خاص پام وکړي. د نياز علي ويډيو وګورئ.
نور وښیئ