نیاز علي په کراچۍ کې د مشال راډیو خبریال دی او هلته پر سیاسي، امنیتي او اقتصادي چارو رپورټونه جوړوي.
په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد عدالت د ۲۰۲۱ کال د ډېسېمبر پر ۲۸مه، د علي وزیر د ضمانت په خواست پرېکړه د جنورۍ تر ۱۵مې نېټې پورې ځنډولې وه. خو د علي وزیر وکیل قادرخان ایډوکیټ د جنورۍ پر ۱۵مه، مشال راډیو ته وویل چې د پرېکړې اورول د جج د ناروغۍ له کبله ځنډېدلي دي.
پاکستان هندو کونسل د جنورۍ پر نهمه په کراچۍ کې د لسګونه هندوانو ودونه کړي دي. یاد سازمان هر کال د بېوزله هندوانو واده کوي او ورته د کور شیان ورکوي. په هندو دین کې واده فرض دی خو په پاکستان کې مېشت هندوان د بېوزلۍ له وجې د خپلو بچیو په ودونو کې له مشکلاتو سره مخامخېږي. ویډیويي رپورټ.
د کراچۍ پولیسو تېره ورځ ویلي وو چې اسد خان د مخدره موادو په یوه قضیه کې نیول شوی دی. د کراچۍ دختیځې ضلعې د پوليسو یو مشر اېس اېس پي قمر رضا جسکاني د جنورۍ پر اوومه مشال راډیو ته وویل، نوموړی د ۲۰۱۸ز کال په يوه پخوانۍ مقدمه کې نیول شوی دی او پولیسو ترې ۱۲۰ ګرامه چرس ترلاسه کړي دي.
د کراچۍ پوليسو د ختځې ضلعې ايس ايس پي قمر رضا جسکاني د جنورۍ پر درېمه مشال راډيو ته وويل چې دا مقدمه دپښتون ژغورنې غورځنګ د کراچۍ مشر نورا لله ترين ،ګیله من وزیر او ۲۰ نورو کسانو پرضد درج شوې ده.
پښتون ژغورنې غورځنګ خبرداری ورکړی دی چې که د تحریک د یوه مخکښ او د پارلېمان غړي علي وزیر په ګډون یې نور ګرفتاره ملګري او پلویان خوشې نه شول نو د اسلام اباد پر لوري به لاریون وکړي. د غورځنګ مشر منظور پښتین د جنورۍ پر دویمه په کراچۍ کې احتجاجي جلسې ته په وینا کې وویل، پر ګرفتاریو او مقدمو سربېره به
د پاکستان حکومت تر اوسه د پښتین د خبرو په اړه څه غبرګون نه دی ښوولی خو پخوا یې په بيا بيا ويلي چې د ټولو وسله والو پر ضد بې توپيره عمليات کوي.
د نوي کال پر لومړۍ ورځ د ورکو بلوڅانو موندلو لپاره د هڅو کوونکي سازمان (وایس فار بلوچ مېسېنګ پرسنز) لسګونه پلویانو او د ورکو خلکو د کورنیو غړو د کراچۍ د خبریالانو مرکز مخې ته مظاهره وکړه. دوی له حکومته غوښتنه وکړه چې ورک کسان دې پیدا کړي او عدالتونو ته دې یې وړاندې کړي. په پاکستان کې د ورکو کسانو
د علي وزير وکيل قادر خان وکيل له عدالتي اورېدنې وروسته مشال راډیو ته وویل چې عدالت خپله فيصله محفوظه کړې او د جنورۍ پر ۱۵ مه به يې اوروي.
بلاول بوټو زرداري دا څرګندونې د ډېسمبر پر ۲۷مه د خپلې مور او پخوانۍ وزیراعظمې بېنظیر بوټو د ۱۴م تلین غونډې ته په ویاړ جوړې شوې غونډې ته په وینا کې کړې دي.
شيخ رشيد د دیسمبر په ۲۶مه په کراچۍ کې خبریالانو ته وويل چې د دې تار په لګولو یې پوځ ډيره قرباني ورکړې ده. "غواړو چې دا اغزن تار د طالبانو سره په شريکه ولګوو. پر
عدالت همداراز وویل چې ارزو فاطمه به اجازه نه لري چې له سید علي اظهر وویني. تر دې مخکې اظهر په عدالت کې دعوه کړې وه چې د هغې مېړه دی.
ارسلان مسید د روان کال د ډېسېمبر پر شپږمه د اورنګي ټاون په اتحاد ټاون سیمه کې هغه مهال پولیسو پر ډزو ووژلو چې له ټیوشن سنټر نه کور ته په لاره و. د هغه بل ملګری یاسر اپریدی په هغه پېښه کې ژوبل شوی و.
د پاکستان د کرکټ بورډ یو مشر سلمان نصیر د ډېسېمبر پر ۱۹مه، د کراچۍ په نیشنل لوبغالي کې خبریالانو ته وویل، دواړو هېوادونو سیالۍ ځکه وځنډولې چې یوشمېر وېسټ انډیزي لوبغاړي په کورونا وایرس اخته شول.
قادر خان زیاته کړه چې عدالت د بنو پولیسو ته اجازه ورکړه چې ورسره سم ښايي د ډېسېمبر پر ۱۵مه یا ۱۶مه وزیر خیبر پښتونخوا ته انتقال شي او بیا به یې د کراچۍ د قضیو اورېدنه د ویډیويي کنفرانس له لارې کېږي.
د مقدمې پخواني تحقيقاتي افسر ډاکټر رضوان عدالت ته په خپل بيان کې تایید کړه چې د نقيب الله مسید پر وژنه تورن پوليس افسر راو انوار د هغه د وژنې پر وخت د پېښې په ځای کې موجود وو. راو انوار په بیا بیا پر ځان پورې شوی تور رد کړی.
عدالت نن په خپله پرېکړه کې وویل، د قامي اسمبلۍ د غړي علي وزیر سره په دې قضیه کې امان خټک او د هغه زوی هم شامل وو، د چا چې وار له مخې ضمانت شوی و، نو پکار وه چې هغوی دواړه هم نن په عدالت کې موجود وای.
د جنوبي وزیرستان یو ځوان په کراچۍ ښار کې په مبینه توګه د پولیسو په ډزو وژل شوی دی. د ډېسېمبر پر شپږمه پولیسو دعوه وکړه چې د ښار په اورنګي ټاون سیمه کې په مخامخ نښته کې یو وسله وال وژل شوی او بل ټپي شوی دی. وروسته د پوليسو دغه مقابله پوليسو مشرانو خپله شکمنه وبلله.
علي وزیر د پاکستان پر امنيتي ادارو نيوکې کوي چې په ترهګرو کې ښه او بد پالي او پرضد یې يو شان عمليات نه کوي خو پوځ دا تور ردوي او وايي د ټولو وسله والو پر ضد یې بې توپيره کارروايي کړې ده.
د سپريم کورټ درې ججانو جسټس سردار طارق مسعود، جسټس امين الحق او جسټس جمال مندوخېل چې نن د علي وزیر د ضمانت په خواست اورېدنه کوله، دوی ورته وویل چې د علي وزیر پرضد د بغاوت مقدمه نه شي کېدی ځکه چې له جلسې وروسته نه خو پر رېنجرو او نه پر پوليسو حمله شوې ده.
د پاکستان په سپريم کورټ کې د علي وزير وکيل صلاح الدين ګنډه پور وویل چې نن د علي وزير د ضمانت په خواست اورېدنه د درې کسيزه ججانو دوهم بینچ کوله. خو د اورېدنې پر مهال یې معذرت وکړ.
نور وښیئ