نیاز علي په کراچۍ کې د مشال راډیو خبریال دی او هلته پر سیاسي، امنیتي او اقتصادي چارو رپورټونه جوړوي.
د کراچۍ پولیسو وويل چې تاج محمد په زندان کې ناروغه شوی و چې د علاج لپاره یې هسپتال ته هم بیولی وو. د تاج محمد مړی ۲۴ ورځې په کراچۍ کې د يوې خېراتي ادارې (چهيپا ) په مرده خانه کې پروت وو.
د سېهون یوه ځايي خبریال راشد سومرو مشال راډیو ته وویل، د سیمې خلکو "ټول مړي او ژوبل کسان رااېستلي او بیا یې روغتون ته رسولي دي. ضلعي انتظامیې او پولیسو هېڅ مرسته نه ده کړې. تر پېښې څو ساعته وروسته انتظامیې له اوبو څخه ګاډی واېست. په روغتون کې د ژوبلو سمه درملنه نه کېږي ځکه چې اسانتیاوې نه لري."
ګل فراز، چې کراچۍ ته د ناروغ د درملنې لپاره تللی وو، د نومبر پر ۱۴مه يې مشال راډيو ته وويل چې تورخم ته د اوښتو پر وخت یې هم پیسې ورکړې وې او بیا په کراچۍ کې تر نيول کېدو وروسته هم پوليسو پیسې ورڅخه اخیستي.
په تېرو څلورو میاشتو کې د کراچۍ ترڅنګ د سیند په یوشمېر ښارونو کې تر ۱،۲۰۰ زیات افغان کډوال نیول شوي دي چې پکې ۳۰۰ ښځې او ماشومان دي. چارواکي وايي، هغه کسان یې د قانوني اسنادو نه لرلو له وجې نیولي او د بلوچستان له لارې یې هېواد ته ستنوي. خو افغان کډوال وايي، پولیس قانوني اسناد لرونکي هم نیسي.
اډوکېټ صلاح الدين پهنور د نومبر پر ۱۲ مه مشال راډيو ته وويل، "د تېر په څېر هغه راو انوار له دې انکار وکړ چې د نقتب الله مسید په وژنه تورن یم خوا دا ټولې نړۍ ته معلومه ده چې راو انوار د نقيب الله په وژنه کې ککړ دی."
په کراچۍ کې پوليسو د نومبر له اتمې د سيند انتظامي دفتر مخې ته ناست احتجاج کوونکو روغتياپالانو پرضد کاروايي کړې ده. د نومبر پر ۱۱مه پوليسو د روغتياپالانو د پرلت ختمولو لپاره هغوی ووهل او د اوبو توپونه يې ورباندې وکارول. رغتياپالانو د صحنور حال د نياز علي په ويډيويي راپور کې وګورئ.
منيزې زياته کړه چې پوليس قانوني اسناد لرونکي افغانان هم نيسي او زندان ته يې لېږي. "له نيول شويو کسانو تذکره، پاسپورټ، روپۍ او نور قيمتي شيان هم اخلي، خو په مقدمه يا ريکارډ کې يې هيڅ ذکر نه وي او افغانان له خپلو اسنادو او قيمتي شيانو څخه هم محرومه کوي."
په کراچۍ کې بلوڅ فعالانو د يوې مظاهرې په ترڅ کې ادعا کړې چې په بلوچستان کې د پوځي عملياتو په وخت ښځې او ماشومان نيول شوي او نامعلومو ځايونو ته وړل شوي دي. چارواکي د امنيتي ځواکونو په لاس د ښځو او ماشومانو نيول نه مني او وايي چې دا یوازې پروپېګنډه ده. په دې اړه د نياز علي ويډيو راپور وګورئ:
د جنوبي وزيرستان په اعظم ورسک سيمه کې پولیسو عمليات کړي دي. د نومبر پر شپږمه د واڼه ښار تاڼې مشر عثمان وزیر له مشال راډيو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې په عملياتو کې د تحريک طالبان پاکستان يو مشکوک قوماندان وژل شوی او د هغه دوه ملګري نيول شوي دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د کراچۍ مشر نورالله ترين وايي چې د پوليسو له خوا له افغان ګډوالو سره ناروا سلوک جاري دی او هره ورځ په ښار کې افغانان نيول کيږي.
د اقتصادي چارو شنونکي وايي، دا نوی ګام چې پاکستان به له چین سره په یوان کرنسۍ کې راکړه ورکړه کوي، اسلام اباد ته د بهرنیو پورونو په واپس کولو کې یو نوی فرصت په لاس کې ورکړي.
د پاکستان تحریک انصاف له اعلان سره سم د جمعې تر لمانځه وروسته د هېواد په بېلابېلو برخو کې مظاهرې وشوې. دا تر هغې یوه ورځ وروسته ده چې د نومبر پر درېیمه د پنجاب په وزیراباد کې د تحریک انصاف پر حکومت ضد لاریون په ډزو کې یو کس ووژل شو او د ګوند د مشر عمران خان په ګډون ۱۳ کسان زخمیان شول.
فرهاد خان د افغانستان اوسېدونکی دی او وايي چې هنري نوم یې شاه رخ خان دی. دی وايي، پخوا به یې په فلمونو کې کار کاوه خو پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره سم کراچۍ ته کډه شو او هلته سینګار توکي خرڅوي. په اړه یې ویډیويي رپورټ.
اختر نواز خټک د خیبر پښتونخوا د کرک اوسېدونکی دی. نوموړی په ۲۰۰۹ز کال کې په کراچۍ پوهنتون کې څوکیدار شو او ۱۰ کاله یې هلته کار وکړ خو په عین وخت کې یې زدکړو ته هم دوام ورکړ او اوس په هغه پوهنتون کې د جرمپوهنې یا کرېمېنالوژۍ د څانګې استاد دی. په اړه یې ویډیويي رپورټ.
قانون پوهان وايي چې په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي په نوم دا ډول پېښي رامنځ ته کېږي او د زياترو تعلق له نورو مذهبونو يا منونکو سره وي او بیا په نښه کېږي.
هندوان هر کال د اکتوبر په وروستيو ورځو کې "ديوالي" لمانځي. د خوشحالۍ د دې مذهبي رسم پر مهال هغوی خپل کورونه او مندرونه په رڼاګانو سينګاروي او خواږه پخوي. مشال راډيو په کراچۍ کې د ديوالي رسم په اړه ويډيويي راپور لري.
په کراچۍ کې د علي وزیر پر ضد څلور مقدمې دایرې شوې وې او په ټولو مقدمو کې د هغه ضمانت شوی وو، خو علي وزیر دا مهال د شمالي وزيرستان د میرامشا د ۲۰۲۰ز کال په یو مقدمه کې د کراچۍ په زندان کې بند دی.
په سیند کې د جون پر ۲۶مه په لومړي پړاو کې د سکر، لاړکانه، شهيد بېنظيراباد او ميرپور خاص ډېوېژنونو په ۱۴ ضلعو کې بلدياتي انتخابات شوي ول.
نور وښیئ