د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کراچۍ پولیسو د قانوني‌ اسنادو نه لرلو په تور ۳۱۳ افغانان نيولي


په نیول شویو افغانانو کې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي: انځور نومبر څلورمه
په نیول شویو افغانانو کې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي: انځور نومبر څلورمه

د پاکستان په کراچۍ ښار کې پوليسو د مېرمنو او ماشومانو په ګډون ۳۱۳ افغان کډوال نیولي دي.

دا خبره د کراچۍ ختیځې ضلعې ايس ايس پي فيصل بشير ميمن د نومبر پر ۵ مه مشال راډيو ته وکړه. ده وويل پوليسو د غير قانوني اوسېدونکو افغان ګډوالو پرضد په ځانګړې کارروايۍ کې ۳۱۳ داسې افغان وګړي نيولي دي چې په پاکستان کې د اوسېدو لپاره یې اسناد نه درلودل. "دا کسان په اورنګي، مومن اباد، منګوپير، پيراباد او پاکستان بازار تاڼو پوليسو نیولي دي او د ټولو به ریکارډونه د بایومیټریک له لارې کتل کیږي."

بشیر میمن زیاته کړه چې د نيول شويو ټولو افغانانو پرضد د فارن ايکټ قانون له مخې پوليسو مقدمې درج کړې دي.

د پوليسو په وينا نیول شوي ټول افغانان به عدالت ته وړاندې کوي چې بيا په د څه وخت لپاره زندان ته لېږل کيږي.

په کراچۍ کې له تېرو څو مياشتو راهيسي په کڼ شمېر داسې افغان ګډوال نيول کيږي چې د پاکستانیو چارواکو په وینا، قانوني‌ اسناد نه لري.

د کراچۍ پولیسو لخوا نیول شوي افغانان
د کراچۍ پولیسو لخوا نیول شوي افغانان

د دغو نیول شویو افغانانو وکیلې منیزې کاکړې مشال راډیو ته وویل چې دا وخت د کراچۍ په زندانونو کې شاوخوا ۹۰۰ افغانان بندي دي. "یو افغان وګړی تاج محمد يوه اوونۍ وړاندې د کراچۍ په زندان کې مړ شوی دی، خو مړی يي لا هم په کراچۍ کې پروت دی، ځکه چې د تاج محمد زوی هم د کراچۍ په زندان کې بند دی، موږ هڅه کوو چې دا ټول افغانان راخوشې کړو او يا بيرته خپل هيواد ته وليږل شي."

په کراچۍ کې مېشت افغانان ادعا کوي چې پر قانوني اسنادو درلودلو سربېره یې پوليس نېسي او پیسې ورڅخه اخلي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د کراچۍ مشر نورالله ترين وايي چې د پوليسو له خوا له افغان ګډوالو سره ناروا سلوک جاري دی او هره ورځ په ښار کې افغانان نيول کيږي.

ده وویل:

"هغه افغانان چې قانوني اسناد لري بيا يې هم نه پرېږدي او پوليس ترې پيسې اخلي، له تېرو څو مياشتو راهيسي په کراچۍ کې له افغانانو سره دا ظلم روان دی."

نورالله ترین زیاته کړه چې دوی د افغانستان واکدارانو ته وايي چې د خپلو وګړو تپوس دې وکړي.


د کراچۍ پر پوليسو په بيا بيا دا تور پورې کېږي‌ چې د پېسو لپاره افغان کډوال نېسي او هغوی ځوروي.

خو د سیند د پولیسو مشر غلام نبي ميمن څو ورځې وړاندې له رسنیو سره په خبرو کې دا تورونه رد کړل او زیاته یې کړه چې پولیس یوازې د هغو افغان کډوالو پرضد ګامونه اخلي چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

په کراچۍ کې دافغانستان کونسګرۍ استازي ګلودين مشال راډيو ته وويل چې د نيول شويو افغانانو بيرته هيواد ته لېږلو لپاره یې هڅې روانې دي.

د کراچۍ تر څنګ د پاکستان په نورو ښارونو کې هم وخت په وخت په دې تور افغانان نيول کيږي چې ګواکې د اوسېدو لپاره قانوني اسناد ورسره نشته.

د ۲۰۲۲م کال په جولای میاشت کې د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه ږوب کې هم ۲۴۱ داسې افغان وګړي نیول شوي وو چې واده ته تللي وو.

په دوی کې ډېرو ویلي وو چې قانوني اسناد یې درلودل خو بیا هم پولیسو نیولي وو خو پولیسو له داسې کړنې انکار کړی وو.

تر هغه وروسته د ۲۰۲۲م کال د سېپټيمبر پر ۲۸ مه د کراچۍ له زندانه شاواخوا ۸۰ افغانان افغانستان ته لېږل شوي وو.

XS
SM
MD
LG