د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې پوليسو د اسنادو نه لرلو په تور يو ځل بيا لسګونه افغانان نيولي دي


په سيند صوبه کې له تېرو څو میاشتو راهيسې د افغانانو نيول زیات شوي دي. پخوانی انځور
په سيند صوبه کې له تېرو څو میاشتو راهيسې د افغانانو نيول زیات شوي دي. پخوانی انځور

پولیس وايي، د سیند په مرکز کراچۍ کې یې د قانوني اسنادو نه لرلو په تور تر ۱۲۰ زیات افغانان نیولي دي.

د کراچۍ د پولیسو یوه مشر فیصل بشیر د نومبر پر ۳۰مه په یوه بیان کې ويلي چې د نومبر پر ۲۷مه او ۳۰مه یې د ښار په اورنګي ټاون، پاکستان بازار، سایټ سیمه او حب کې ۱۲۳ افغانان ګرفتار کړي چې عدالت ته یې تر وړاندې کولو وروسته زندانونو ته لېږدولي دي.

د افغان وګړو او کډوالو وکیلې منیزې کاکړ د نومبر پر ۳۰مه نېټه، مشال راډیو ته وویل، پولیسو په وروستیو کې داسې افغانان او ان پاکستانیان هم نیولي دي چې ټول قانوني اسناد لري: "تر اوسه د افغانانو نیول نه دي درېدلي. هره دویمه ورځ پر دوی باندې [مقدمې دایرېږي]. په دې کې له افغانانو سره پاکستانیان هم نیول کېږي. موږ عدالت ته بار بار دا وایو چې د کومو کسانو چې [د اسنادو تصدیق] وشي، هغوی باید د ضمانتونو پر ځای [په بشپړ ډول] خوشې شي."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت وايي، د نومبر پر ۲۹مه د پاکستان د بهرنیو چارو ریاستي وزیرې حنا رباني کر په مشرۍ پاکستاني پلاوي په کابل کې له چارواکو سره په ملاقاتونو کې په پاکستان کې له افغانانو سره د ښه چلند او د تګ راتګ او د ویزو اسانتیاوو برابرولو ژمنې وکړې.

په همدې حال کې د کراچۍ یوه عدالت د نومبر پر ۳۰مه، چارواکو ته امر کړی دی چې ۸۲ بندي افغانان هېواد ته ستانه کړي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په هغه هېواد کې اقتصادي وضعیت خراب شوی چې له وجې یې زرګونه افغانان پاکستان او ایران ته تللي دي.

په کراچۍ کې یوشمېر افغانانو مشال راډیو ته ویلي چې هلته د مزدورۍ لپاره ورغلي. د افغانانو وکیلان وايي، په سیند کې پولیسو په تېرو څلورو میاشتو کې له ۱۶۰۰ څخه تر ۲۰۰۰ پورې افغانان نیولي دي چې ورڅخه یې سلګونه هېواد ته ستانه کړي او لسګونه په زندانونو کې بندیان دي.

په سيند کې د پوليسو لخوا د افغانانو نيولو ته په افغانستان، پاکستان او ځينو نورو بهرنيو هېوادونو کې پښتنو او افغانانو غبرګون ښوولی او پر ټولنيزو رسنيو يې دا عمل غندلی دی.

د ملي جمهوري غورځنګ مشر او د پاکستان پارلېمان غړي محسن داوړ هم د نومبر په ۱۴مه د اسمبلۍ غونډې ته په وينا کې د پاکستان پر حکومت غږ کړی وو چې نيول شوي افغانان دې ژر تر ژره خوشې کړي.

هغه زیاته کړه چې افغانان په افغانستان کې له ډېر بد حالته تېرېږي نو لږ تر لږه بايد په پاکستان کې ونه ځورول شي.

د دې ترڅنګ د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د افغانانو په نيولو خواشیني ښوولې وه او له اسلام اباده یې غوښتنه کړې وه چې "له نړیوالو قوانینو او بشري حقونو سره سم دې د یوه ګاونډي په توګه چلند وکړي."

کرزي د نومبر پر اوومه پر خپله فېسبوک پاڼه په يوه اعلاميه کې له ملګرو ملتونو هم وغوښتل چې په پاکستان کې دې د افغان کډوالو د ژوند د شرایطو د سمون لپاره هڅې وکړي او د هغوی د حقونو دفاع دې وکړي.

په سيند کې په ګڼ شمېر کې د افغانانو نيول تر هغه وروسته پيل شوي چې په جولای مياشت کې سيندي ملتپاله سياسي ګوندونو احتجاجي مظاهرې وکړې او پر ټولنيزو رسينو يې هم دا کمپاين وچلاوه چې افغانان دې له سينده وايستل شي.

XS
SM
MD
LG