د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: د سيند پوليسو د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲۰۰ افغانان نيولي دي


د نومبر پر نهمه په کراچۍ کې پوليسو ۳۱ نور افغان کډوال نيولي دي.
د نومبر پر نهمه په کراچۍ کې پوليسو ۳۱ نور افغان کډوال نيولي دي.

د پاکستان په سيند صوبه کې پوليسو په تېرو څلورو مياشتو کې تر ۱،۲۰۰ زيات افغانان نيولي چې تر ۳۰۰ زياتي مېرمنې او ماشومان او پينځه هنرمندان پکې شامل دي.

پر نيول شويو افغانانو تور دی چې قانوني اسناد يې نه لرل او له افغانستانه پاکستان ته را اوښتي دي، خو هغوی دا تورونه ردوي.

په کراچۍ کې د نيول شويو افغانانو وکيله منيزه کاکړ اېډوکېټ د نومبر پر نهمه مشال راډيو ته وويل چې په سېپټېمبر مياشت کې ۲۰۸ افغانان له کراچۍ زندان څخه بېرته افغانستان ته لېږدول شوي دي خو زياتره يې تر اوسه په زندانونو کې بند دي.

د منيزې کاکړ په وينا زياتره افغان کډوال د سيند په جامشورو او کراچۍ کې نيول شوي دي. نوموړې وايي چې هره ورځ په زندانونو کې د افغان کډوالو شمېر زياتېږي.

منيزې زياته کړه چې پوليس قانوني اسناد لرونکي افغانان هم نيسي او زندان ته يې لېږي. "له نيول شويو کسانو تذکره، پاسپورټ، روپۍ او نور قيمتي شيان هم اخلي، خو په مقدمه يا ريکارډ کې يې هيڅ ذکر نه وي او افغانان له خپلو اسنادو او قيمتي شيانو څخه هم محرومه کوي."

په سيند کې په نيول شويو افغانانو کې تر ۳۰۰ زياتې ښځې او ماشومانې هم شاملې دي.
په سيند کې په نيول شويو افغانانو کې تر ۳۰۰ زياتې ښځې او ماشومانې هم شاملې دي.

بل خوا د سیند حکومت او پوليسو دا تورونه رد کړي دي. د سيند پوليسو مشر غلام نبي مېمن څو ورځي وړاندې ويلي وو چې په سيند کې مېشت هغه افغان کډوال نيول کېږي چې قانوني اسناد نه لرې او يا په جرمونو کې ککړ دي.

په دا وروستيو کې په کراچۍ کې په نيول شويو افغانانو کې هنرمندان هم شامل دي. په کراچۍ کې د هنري ټولنې مشر شمس الله مشال راډيو ته وويل، د اکتوبر پر ۲۵مه د پاکستان مرکزي تحقيقاتي ادارې د کراچۍ په بلدیه ټاون کې د قانوني اسنادو نه لرلو په تور پينځه سندرغاړي او هنرمندان هم نيولي چې او تر اوسه د کراچۍ په زندان کې بند دي. "موږ هڅه کوو چې دغه هنرمندان را خوشي کړل شي او بېرته افغانستان ته ولاړ نه شي ځکه چې په افغانستان کې ورته خطره ده او هغوی د وېرې له امله دلته راغلي دي."

نوموړی زياتوي چې په اګست مياشت کې په پېښور او اسلام اباد کې هم افغان هنرمندان نيول شوي ول چې بيا عدالت هغوی په ضمانت خوشې کړل. "موږ هم په کراچۍ کې د هنرمندانو لپاره ضمانت غواړو."

د کراچۍ په زندانونو کې بند افغانان وايي چې له څو مياشتو راهيسې په زندان کې بند دي او د پوښتنې هيڅوک نه لري. په کراچۍ کې د طالبانو د حکومت د کونسلګرۍ استازي ګل الدين د نومبر پر نهمه مشال راډيو ته وويل چې په تېرو څلورو مياشتو کې ۳۴۵ نيول شوي افغانان يې له سيند څخه بېرته افغانستان ته لېږلي دي او د نورو د راخوشې کولو لپاره يې هم هڅې روانې دي.

بلخوا په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزارت نن (د نومبر پر ۱۰مه) په خپره کړې خبرپاڼه کې په پاکستان کې د افغانانو "ځورول او نيول" غندلي دي. "د ستونزو د حل لپاره د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت او په پاکستان کي افغان سفارت او قونسلګریو په پرلپسې توګه هڅه وکړه خو له بده مرغه د غوښتنو سره سره دا ستونزه حل نشوه."

پر ټويټر په خپره شوې دې خبرپاڼه کې راغلي چې طالبانو د پاکستان پر چارواکو غږ کړی چې "د افغان مهاجرینو د حقونو درناوي ته ژمن پاتې شي، هلته له تلونکو او میشتو افغانانو سره د ناوړه چلند څخه پولیس منع کړي او د یوه مسلمان ګاونډي په توګه د افغانانو ښه کوربه‌توب وکړي."

د کراچۍ پوليسو د ښار په ځينو سېمو کې د افغان کډوالو د نيولو ځانګړی کمپاين پيل کړی او هره ورځ يو شمېر افغان کډوال نيول کېږي. د نومبر پر نهمه د ښار په تاڼه موچکو حب سيمه کې هم پوليسو ۳۱ افغان کډوال نيولي ول. د کيماړۍ پوليسو د اېس اېس پي فدا حسېن په وينا د نيول شويو افغانانو پرضد يې د "فارن اېکټ" مادې لاندې مقدمې درج کړي دي.

د پاکستان پوليس تور پورې کوي چې نيول شوي افغانان قانوني اسناد نه لري خو هغوی دا تورونه ردوي.
د پاکستان پوليس تور پورې کوي چې نيول شوي افغانان قانوني اسناد نه لري خو هغوی دا تورونه ردوي.

بلخوا په عين وخت کې په کراچۍ کې د عوامي نېشنل ګوند د سيند صوبې مشر شاهي سيد د نومبر پر نهمه په کراچۍ کې يوې خبري غونډې ته وويل چې د سيند حکومت چې په هغه صوبه کې له پښتنو سره کوم ظلم شروع کړی، هغه ورته د زغملو وړ نه دی.

د خبري غونډې پر مهال شاهي سيد مشال راډيو ته وويل: "پر بارډر د هر فورس ځواکونه موجود دي، بيا هم دغه افغانان له افغانستانه پاکستان ته راځي، خو چې کله سيند ته راشي، بيا يې پوليس نيسي. پر بادړ او سيند کې د افغانانو پر نيولو يو کاروبار روان دی او د پاکستان ټولې رياستي ادارې په دې خبري دي."

له افغان کډوالو سره د پاکستان د چلند په تړاو د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم خواشیني ښودلې او له اسلام اباده یې غوښتنه کړې چې "له نړیوالو قوانینو او بشري حقونو سره سم دې د یوه ګاونډي په توګه چلند وکړي."

کرزي د نومبر پر اوومه پر خپله فېسبوک پاڼه په يوه اعلاميه کې له ملګرو ملتونو هم وغوښتل چې په پاکستان کې دې د افغان کډوالو د ژوند د شرایطو د سمون لپاره هڅې وکړي او د هغوی د حقونو دفاع دې وکړي.

په سيند کې په ګڼ شمېر کې د افغانانو نيول تر هغه وروسته پيل شوي چې په جولای مياشت کې سيندي ملتپاله سياسي ګوندونو احتجاجي مظاهرې وکړې او پر ټولنيزو رسينو يې هم دا کمپاين وچلاوه چې افغانان دې له سينده وايستل شي.

په سيند کې د افغانانو د نيولو او د شاهي سيد د څرګندونو په غبرګون کې تر اوسه د سيند حکومت څه نه دي ويلي خو د دې صوبې د اطلاعاتو وزير شيرجيل انعام مېمن د نومبر پر پينځمه مشال راډيو ته ويلي وو چې پوليس هغه افغان کډوال نيسي چې قانوني اسناد نه لري.

XS
SM
MD
LG