د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کراچۍ په زندان کې د مړ شوي افغان مړی افغانستان ته لېږدول شوی


 د افغانانو وکیله منيزه کاکړ وايي چې په تېرو څلورو مياشتو کې په سیند صوبه کې پولیسو تر۱۵۰۰ زيات افغان کډوال نيولي دي. انځور له ارشیفه
د افغانانو وکیله منيزه کاکړ وايي چې په تېرو څلورو مياشتو کې په سیند صوبه کې پولیسو تر۱۵۰۰ زيات افغان کډوال نيولي دي. انځور له ارشیفه

د پاکستان د کراچۍ په یو زندان کې د اکتوبر پر ۲۶مه د مړ شوي افغان بندي مړی ۲۴ ورځې وروسته افغانستان ته ولېږدول شو.

په کراچۍ کې د نیول شویو افغانانو وکیله ایډوکېټ منیزې کاکړې د نومبر پر ۱۸مه مشال راډیو ته وویل چې ، دا مړی له کراچۍ نه اسلام اباد او له هغه ځایه د تورخم له لارې افغانستان ته ولېږدول شو.

د دې په وینا،‌ د تاج محمد مړی د له افغانستانه ورغلي د هغه د تره زوي ته سپارل شوی دی. دې زیاته کړه چې د هغه افغان وګړي مړی تر اوسه د یوې غیر سرکاري ادارې په مرده خانه کې پروت وو.

نوموړې وویل چې د مړ شوي افغان وګړي تاج محمد زوی هم د کراچۍ په جېل کې بند دی خو عدالت لا د هغه خلاف په جوړه مقدمه کې څه فیصله نه ده کړې.

د کراچۍ پوليسو د اکتوبر پر ۲۰ مه په ښار کې ۱۳۲ افغان کډوال نيولي ول چې تاج محمد او د هغه زوی هم پکې شامل وو. پوليسو د قانوني اسنادو د نه لرلو په تور د هغو افغان کډوالو پرضد مقدمه درج کړې وه او زندان ته یې لیږلي وو.

د کراچۍ پولیسو وويل چې تاج محمد په زندان کې ناروغه شوی و چې د علاج لپاره یې هسپتال ته هم بیولی وو.

په کراچۍ کې د افغان کډوالو یو استازي ګل الدين د نومبر پر ۱۸ مه مشال راډيو ته وويل چې د تاج محمد مړی بېرته افغانستان ته ليږلو کې ورسره افغان کونسلګرۍ هم مرسته کړې ده.

ګل الدين وویل چې تاج محمد د افغانستان د فارياب ولايت د لولاش ولسوالۍ وو او د علاج لپاره کراچۍ ته له تګ سره سم و نیول شو او بيا يې سا ورکړه.

په کراچۍ کې افغان کډوال تور لګوي چې پوليس قانوني اسناد لروونکي افغانان هم نیسي، اسناد او پېسې ترې اخلي. خو پوليس دغه تور ردوي او وايي چې یوازې هغه افعان کډوال نیسي چې قانوني اسناد نه لري.

بلخوا په کراچۍ کې د قانوني کډوالو لپاره کار کوونکې غېر سرکاري اداره (شارپ) وايي چې د اکتوبر په مياشت کې په کراچۍ کې ۴۷ هغه افغانان هم نيول شوي ول چې قانوني اسناد يې لرل.

د ادارې چارواکي وايي چې هغه نیول شوي افغانان یې وروسته له پولیسو خوشې کړل چې پکې ۱۱ ميرمنې او ۱۰ ماشومان هم شامل وو.

په کراچۍ کې د افغانانو وکیله منيزه کاکړه وايي چې په تېرو څلورو مياشتو کې په کراچۍ او جامشورو کې تر۱۵۰۰ زيات افغان کډوال پوليسو د قانوني اسنادو د نه لرلو په تور نيولي دي چې د صوبې په بېلا بيلو زندانونو کې بند دي.

په کراچۍ کې په دا وروستيو کې نيول شویو افغانانو کې ځينو مشال راډيو ته وويل چې په افغانستان کې کار روزګار نشته نو ځکه پاکستان ته یوازې د روزګار يا د ناروغيو د علاج لپاره ورځي خو هلته نيول کېږي او په زندانونو کې بند دي او ډيرې سختۍ ورسره کېږي.

XS
SM
MD
LG