نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.
سوات کې یوې ښځې د لاسي هنرونو د زده کړې مرکز جوړ کړی چې ورته لسګونه ښځې ورځي. رخسانه جهانګیر وايي، په مرکز کې ګنډل شوې جامې بې وزله خلکو ته وړیا ورکوي. د نوموړې په خبره، نجونه او ښځې چې له روزنې فارغې شي نو د کورنیو لګښتونو پوره کولو لپاره پیسې ګټي. په دې اړه لنډ ویډیويي راپور وګورئ.
د کوچني اختر پر مهال ګڼ سيلانيان د خيبر پښتونخوا د سوات بېلا بېلو سيمو ته تللي دي. سيلانيان وايي چې د اختر د رخصتيو ورځې په سوات کې تېرول غواړي.
د سوات په بریکوټ او سیدوشریف کې د هغو نهو کسانو جنازه شوې چې د مارچ پر ۲۸مه د مردان په کاټلنګ کې د پاکستان پوځ د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شول. د کاټلنګ اوسېدونکي وايي چې په وژل شویو کې دوه ښځې او دوه ماشومان هم شامل دي او ټول د یوې کورنۍ غړي ول. ویډیويي رپورټ.
هغو مشرانو د فبرورۍ پر ۲۳مه، د "کنټونمنټ بورډ نامنظور تحریک" تر چتر لاندې جرګه کې پرېکړه وکړه، چې په کبل تحصیل کې د پوځي چاوڼۍ په خوا کې د کنټونمنټ بورډ جوړولو پروژه عملي کېدو ته پرېنږدي.
د شانګلې د عامله کمېټۍ مشر واقف شاه وکیل مظاهرې ته په وینا کې وویل چې حکومت دې د وژل شویو له کورنیو سره مالي مرسته وکړي.
میا افتخار حسېن دا خبرې د فبرورۍ پر اوومه د خیبر پښتونخوا په سوات کې د عوامي نېشنل ګوند له خوا د باچاخان او ولي خان تلين لمانځلو لپاره رابلل شوې غونډې ته په وینا کې کړې دي.
په سوات کې د کرنې څېړنیزې ادارې له خاورې پرته د سبزیو کښت پیل کړی دی او بزګر روزي. نور په دې لنډ ویډیويي راپور کې.
د سوات مدین یوه سېلانۍ چې خلک یې نه یوازې د ښایسته منظرو لیدو ته ورځي بلکې پکې کبان هم خوري. هلته کاروباریانو د یخو اوبو د ټراوټ ماهیانو فارمونه جوړ کړي دي. د فارمونو مالکان وايي چې وروستیو سېلابونو یې کاروبار خراب کړی دی. ویډیويي رپورټ.
په سوات کوکارۍ سیمه کې د یوه سرکاري سکول له مشر استاد محمد صدیق نه د سکول ماشومان خوشاله دي ځکه هغه ورته د زده کړو ترڅنګ د لوبو شیان، کتابونه او قلمونه هم ورکوي.
د سپتمبر پر ۲۷مه په مينګوره کې په زرګونو خلکو د امن لپاره مظاهره وکړه، چې تابیا یې د سوات قامي جرګې او مدني ټولنو کړې وه. ګډونوالو د ترهګرۍ پر ضد او د امن په حق کې شعارونه ورکړل. په مظاهره کې د سیاسي ګوندونو، تجارتي اتحادیو او مدني فعالانو ویناګانې وشوې،
د سوات د صنعت او تجارت خونې غوښتنه کړې چې په سمدستي توګه دې ار پي او (سيمه ييز پوليس افسر) او د ملاکنډ ډېوېژن کمېشنر معطل کړل شي او د دوی خلاف دي عدالتي پلټنې وشي.
چاودنه د هغو پوليس سرتېرو پر ګاډي شوې وه چې د يوشمېر بهرينو هېوادونو د سفيرانو د سوات د دورې پر مهال د هغوی د ساتنې پر چارو مامور ول.
د ضلعي پولیسو ویاند معین فیاض مشال راډیو ته وویل چې د سېپټېمبر ۲۲مې پېښه پر داسې مهال شوې ده چې ټاکل شوې وه چې د ۱۲ هېوادونو سفیران په مینګوره کې د سوات د سوداګرۍ خونې تر غونډې وروسته په چکر ملم جبې ته ورشي.
د پي ټي اېم مشر د سېپټېمبر پر ۱۰مه د سوات په کبل تحصيل کې د ځايي مشرانو يوې غونډې ته په وينا کې وویل، دا کار به د اکتوبر پر ۱۱مه په خيبر کې له وربلل شوې جرګې مخکې کوي.
د جرګې مشر مختیار یوسفزی وویل چې د امن لپاره به د سېپټېمبر پر ۲۷مه په مېنګوره کې جلسه وکړي، چې پکې به ټولو سیاسي ګوندونو ته هم بلنه ورکوي.
د سېپټېمبر پر لومړۍ په سوات پریس کلب کې د ټولنې مشرانو د خبري غونډې په مهال وویل چې که غوښتنې یې و نه منل شي نو د اکتوبر پر دریمه به د اډیالې زندان مخې ته احتجاج پیل کړي.
د سوات پوليسو مشر ډاکټر زاهدالله او ځايي اوسېدونکي وايي چې د اګست په ۲۸مه د شپې شاوخوا يوولس نيمې بجې د مېنګورې پر بڼ تاڼې ناڅرګنده وسلوالو د لاسي بم حمله وکړه چې پکې دوه پوليس سرتېري ژوبل شول.
نور وښیئ