د لاسرسي ځای

تازه خبر

انتظامیه د سوات سیند پر غاړه ابادۍ ړنګوي


انتظامیه د سوات سیند پر غاړه ابادۍ ړنګوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:24 0:00

د جون پر ۲۷مه په سوات سیند کې د سیلابي اوبو د زیاتوالي له وجې لږ تر لږه د ۱۴ کسانو له وژل کېدو وروسته انتظامیې د سیند پر غاړه جوړې شوې ودانۍ ړنګول پیل کړې دي. دوی وايي دا ودانۍ په ناقانونه توګه جوړې شوې او د سیند د اوبو د بهېدو لاره کې یې خنډونه جوړ کړي دي. بل پلو، د سیند پر غاړه د تفریحي ځایونو مالکان وايي، دوی دا ودانۍ د حکومت په اجازه جوړې کړې وې. د دوی په وینا حکومت د سېلابونو پر مهال د خلکو د ژوند د نه ژغورلو له ملامتیا د خلکو د پام اړولو په موخه دا ډول ګامونه اخلي. له سواته د مشال راډیو خبریال راپور لري:

XS
SM
MD
LG