نجیب الله الوخېل په خوست کې د مشال راډیو خبریال دی او د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر پر حالاتو رپورټونه جوړوي.
د پکتیا خلک وايي، د تېرو کلونو پرتله د نیالګیو بیې ښې دي او اوس ورته د ونو ګټې هم معلومې شوې دي. بل لوري ته د ونو د کېښودو تر څنګ یو شمېر موسساتو د پکتیا د وهل شویو ځنګلونو بیا لګولو ته هم تیاری څرګند کړی دی. ویډیویي راپور.
د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ د سهاکو په سیمه کې یو ۸۵ میټره اوږد وړوکی بند جوړ شوی دی. د سیمې اوسېدونکي وايي چې اوبو ته زیاته اړتیا لري او د وروستیو وچکالیو له وجې یې د سیمې ډېرې ویالې وچې شوې او په څاه ګانو کې اوبه کمې شوې دي. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.
د پکتیا ولایت یو بل ورزشکار ممتاز وايي، ورزش په افغانستان کې د ټولو بنسټونو ملاتړ او پام ته اړتیا لري، ځکه یوازې د بدني روزنې اداره د دې وس نه لري، چې لسګونه زره کسانو ته د سپورټ ټولې اسانتیاوې برابرې کړي.
تڼیوال په بېلجییم او نورو اروپايي هېوادونو کې لوړې زده کړې کړې وې او د جغرافیې په څانګه کې یې ۵۲ علمي کتابونه او څېړنیزې مقالې لیکلې او ۳۳ کاله وړاندې یې د پوهاندۍ علمي رتبه ترلاسه کړې وه.
د پکتیا ولایت اوسېدونکي وايي چې د ګردېز ښاروالۍ او نورې اړوندې ادارې دې د روژې په روانه میاشت کې د خوراکي توکيو بیو ته زیات پام وکړي. دوی زیاتوي چې اقتصاد يې کمزورۍ او نه شي کولای چې ګران خوراکي توکي واخلي. چارواکي وايي چې د نرخونو کنټرولو ته جدي دي او له سرغړوونکو سره قانوني چلند کېږي.
په خوست کې د متحده عربي اماراتو یو خیریه بنسټ هر ماښام شاوخوا ۱،۰۰۰ بې وزله کسانو او مزدورانو ته روژه ماتی برابروي. بې وزله کسان دا په روژه کې یو ښه کار بولي خو له خپلو کورنیو سره هم مرسته غواړي. ویډيويي رپورټ.
په پکتیکا کې د کلیو پراختیا ریاست مشر مولوي خان محمد احمد د مارچ پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل چې په تېر یو کال کې یې هغه پروژې د یوشمېر نړیوالو بنسټونو په مالي مرسته بشپړې کړې دي.
د خوست ښار په ۱۱ څلور لارو او عمومي سړکونو، ټرافیکي څراغونه نصب او فعال شوي دي. ځايي اوسېدونکي د دې کار هرکلی کوي او تمه څرګندوي چې له دې سره به په ښار کې د ګاډو تګ راتګ منظم شي چې ورسره به یې ګڼه ګوڼه کنټرول شي. نور په دې رپورټ کې.
په خوست کې د خدمتګارو کسانو د هڅونې په موخه د مرکز او ولسوالیو د والیبال د ۶۰ لوبډلو ترمينځ يو مياشتنۍ سيالۍ پای ته رسېدلې دي.
د خوست د صبریو ولسوالۍ اړوند د څپري سیمې په غرونو او غونډیو کې ځايي خلکو د نیالګیو کېنولو ولسي اشرونه پیل کړي دي. د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د سیمې له خلکو سره د نېږدې ۴۰،۰۰۰ میوه لرونکو او زینتي نیالګیو مرسته کړې ده.
په خوست کې د ښځو لپاره په ځانګړې سوداګریز مارکیټ کې کاروباري او دوکاندارې ښځې وايي، چې په دې ځای کې يې کار په ښه کیدو دی. د خوست د هغه بازار ټولې چارې چې د ښځو لخوا پرمخ بیول کیږي او تر ډېره ښځینه رختونه، د کور سامانونه، د سینګار توکي او د ښځو او ماشومانو سامانونه وي.
د مارچ پر څلورمه په خوست کې د زرغون خوست په نوم درې ورځنی کلتوري جشن پیل شو چې پکې د ولس خلکو ګڼ نیالګي کښېنول. په هغه ولایت کې دا جشن تر هر پسرلي مخکې کېږي او پکې په ځانګړي ډول زیات ځوانان برخه اخلي. د جشن ګډونوالو له اړوندو ادارو څخه د نیالګیو او زرغونو سیمو د ساتلو غوښتنه وکړه. ویډیويي رپورټ.
په پکتیا کې د سیمې د ۳۰ لوبډلو ترمینځ د فوسټال سیالۍ شوي چې ګڼو لوبغاړو پکې برخه اخیستې وه. د سیالیو نندارې ته ګڼ خلک هم ورغلي ول. د فوټسال ورزکاران غوښتنه کوي چې له پکتیا بهر دې ورته د لوبو او سیالیو زمینه برابره شي.
د خوست ولایت د صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ اړوند د زمبر په غرییزو سیمو کې یو شمېر رضاکارو ځوانانو د خلکو د ساتېري لپاره دمه ځایونه جوړ کړي دي. د صبریو سیمې ځوانان وايي خلک هڅوي چې د تفریح او دمې لپاره د یادې سیمې شنو او ځنګلیزو سیمو ته ورشي.
پکتیا کې د کور د سامانونو یا فرنیچر سوداګر وايي چې کاروبار یې د ښه کېدو په حال کې دی خو د کارخونو لپاره د مناسب ځای د نه شتوالي او برېښنا کمښت ستونزې لري.
په پکتیا کې که له يوې خوا خلک واورو ته خوشاله دي نو بلخوا بیا داسې کورنۍ او خلک هم شته چې د بې کارۍ او بې وزلۍ له لاسه په کورونو کې د سونګ (سون) توکي او د خوړو او اغوستلو وسایل نه لري. هغوی له نړیوالو بنسټونو او اړوندو ادارو غوښتنه کوي چې له دا ډول کورنیو سره دې په ټولو برخو کې مرستې وشي.
په خوست کې هغو ډاکترانو ازموینه ورکړې ده چې په وروستیو کې یې د تخصص لوړې زده کړې بشپړې کړې وې. په خوست کې ډاکتران وايي، هلته په تېرو دوو لسیزو کې ګڼو روغتیاپالانو په بېلابېلو طبي څانګو کې د تخصص روزنه ترلاسه کړې چې ورسره په ولایت کې د درملنې معیار ښه شوی دی. ویډیويي رپورټ.
په خوست ښار او اړوندو سیمو کې د ملګرو ملتونو په مالي ملاتړ د بېخبنا (انفراسټرکچر) رغولو پر پروژو کار روان دی. په پروژو کې د کوڅو، سړکونو او ویالو پخول شامل دي چې پکې ۸،۶۰۰ کسانو ته د لنډمهاله کار موقع برابره شوې ده. په دې اړه تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.
د خوست ولایت د یوشمېر نورو سیمو په شان د قلندر د غرییزې ولسوالۍ اوسېدونکي هم د ژوند له بنسټیزو اسانتیاوو بې برخې دي. دوی د څښاک پاکې اوبه، د ښوونځيو ودانۍ، د عمومي او فرعي سړکونو رغونه او د روغتیايي مرکزونو اکمال او تجهیزول د خپلو مهمو اړتیاوو په توګه یادوي. ویډیویي راپور.
د خوست ولایت له مرکز سره نېږدې په یوه سیمه کې یو ډله ییز قبر موندل شوی دی. د خوست په ښاروالۍ کې د طالبانو د حکومت چارواکي وايي چې له لومړنیو پلټنو ښکاري چې هغه ۱۰۰ تنه څه باندې څلور لسیزې مخکې وژل شوي او بیا یوځای ښخ شوي ول. ویډيويي رپورټ.
نور وښیئ