په پکتیا کې د اوبو پر ۶ پروژو کار پیل شو
د کډوالو د نړیوال سازمان په مالي لګښت په پکتیا کې د ۲۰ مېلیونه افغانیو په لګښت د اوبو لګولو په برخه کې د شپږو پروژو د پلې کولو کار پیل شو. ځايي اوسیدونکي وايي، د اوبو د پخو کانالونو، استنادي دیوالونو او سربندونو د نه شتون له کبله له دوی څخه د اوبو ډېره برخه ضایع کېږي او اړتیاوې يې ورباندې نه پوره کېږي. دوی د یادو پروژو د کار په پیلېدو خوښي څرګندوي او وايي، اړوندې ادارې او موسسې دې، د ژوند په نورو برخو کې هم د دوی اړتیاوو ته رسېدنه وکړي. نور حال د مشال راډیو د خبریال په دې راپور کې: