د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ځاځي اريوب کې په بېلا بېلو څانګو کې پانګونه کېږي


په ځاځي اريوب کې په بېلا بېلو څانګو کې پانګونه کېږي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:02 0:00

د افغانستان د پکتیا ولایت د ځاځي اریوب ولسوالۍ په ملي پارک کې د یو شخصي شرکت له خوا د سیلانیانو د اسانتیاوو لپاره د ۲۰۰ مېلیونه افغانیو په ارزښت پانګونه کېږي. په دې پانګونه به د سیلانیانو لپاره عصري هوټل، د برېښنا سیسټم، ګرځنده روغتون، د اووه کیلوميټره سړک اساسي جوړول او د ساتېری ځینې وسایل او امکانات برابر شي. د پکتیا ځاځي اریوب ولسوالۍ د سپينې شګې سیمه، چې د سپین غره په لمن کې پرته ده، شنه، سړه او ځنګلیزه سیمه ده، چې د افغانستان له بېلابېلو سیمو زرګونه سیلانیان ورځي. ځايي خلک او مسوولین تمه ښيي چې په دې ځای کې د اسانتیاوو په جوړېدو سره به د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو ورتګ ډېر شي او یاد ملي پارک به په یوه ښه او دایمي عایداتي سرچینه بدل شي. په دې اړه نور حال د نجیب الله الوخېل په ويډيويي راپور کې وګورئ.

XS
SM
MD
LG