نجیب الله الوخېل په خوست کې د مشال راډیو خبریال دی او د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر پر حالاتو رپورټونه جوړوي.
په خوست کې د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو په مالي مرسته د حرفوي زده کړو مرکز جوړ شوی دی چې پکې سلګونه ځوانان بېلابېل کسبونه زده کوي. په خوست کې دا مهال ۶۰۰ ځوانان د برېښنایي الاتو د جوړونې ترڅنګ نجاري او نور کسبونه هم زده کوي. ویډیویي راپور.
په خوست کې یو شمېر خصوصي بنسټونه هغو سیمو ته ګرځنده روغتیايي ټیمونه او درمل لیږي چې خلک يې په خپلو نږدې سیمو کې روغتیايي اسانتیاوې نه لري.
په خوست کې د کمپیوټر او انګلیسي ژبې له ۱۰ میاشتني پروګرامه د لسګونو ځوانانو د فارغېدو په ویاړ غونډه شوې ده. فارغانو له نورو ځوانانو او لویانو وغوښتل، چې په اوسني عصر کې په ژوند کې د اړتیاوو پوره کولو او په دې برخه کې د اسانتیاوو لپاره د انګلیسي ژبې او کمپیوټر زده کړې اړینې دي. ویډیویي راپور.
له دوی څخه ځینو د فبرورۍ پر پنځمه مشال راډیو ته وویل، د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره او د خوړو نړیوال پروګرام دې د نورو کلونو په څېر له دوی سره نغدې مرستې وکړي.
د خوست د صبریو ځوانانو د یادې سیمې د څپرې غره د پاسه د ډنډکي خوړو مېله جوړه کړې وه. ډنډکی د خوست د خلکو پخوانی او مشهور خوراک دی چې اوس يې له خوسته بهر هم ډېر مینه وال پیدا کړي او خوستوال يې خپلو مېلمن
د خوست د غرییزې سیمې خرڅینو اوسېدونکي وايي چې د ژوند له لومړنیو اسانتیاوو بې برخې دي او د روزګار موقع هم نه لري. دوی وايي، د بېکارۍ له لاسه د تعمیراتي چارو لپاره له غرونو او غونډیو څخه د تیږو ایستلو ته اړ دي. ویډیويي رپورټ.
د خوست په صبریو او یعقوبیو کې د قومي مخورو او فعالانو په مینځګړتوب یوه دښمني، چې پکې شپږ تنه وژل شوي ول، په دوستۍ بدله شوې ده. دواړو خواوو تر روغې جوړې وروسته له نورو خلکو هم وغوښتل چې د خپل راتلونکي نسل هوساینې لپاره دې بدۍ او دښمنۍ پرېږدي. ویډیويي راپور وګورئ.
د پکتیا ولایت څمکنیو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، سیمه یې ګڼ مېشته او د ولایت په کچه مهم کاروباري مرکز دی خو وګړي یې د ژوند لازمي اسانتیاوې نه لري. دوی وايي، لارې يې خرابې دي او تر اوسه دې سیمې ته برېښنا نه ده غځېدلې. ویډیویي راپور.
د خوست ولایت د صبریو او یعقوبیو اړوند د خلبیسات بازار په سیمه کې ځايي شاعرانو او فرهنګیانو مشاعره وکړه چې پکې د خواوشا سیمې شاعرانو او د ادب مینه والو برخه واخیسته
په خوست کې یوشمېر هغه ځوان ډاکټران چې له طبي زدکړو نوي فارغ شوي دي وايي، دوی د زدکړو لومړی پړاو پای ته ورساوه خو مسوولې ادارې دې اوس ورته د ستاژ دورې او په روغتونونو کې د عملي کار او نظري زدکړو لپاره زمینه برابره کړي.
په دې کورسونو کې زده کوونکو ته ریاضي، فزیک، کیمیا، پښتو، انګریزي او ځینې نور مضمونونه تدریسیږي.
د خوست د ګربزو ولسوالۍ اوسېدونکي د مزري (مېزري) بوټي له پاڼو څخه بېلابېل شیان جوړوي خو وايي، ګټه یې دومره کمه ده چې اکثر د کورنیو لګښتونو په پوره کولو کې له مشکل سره مخامخېږي. دوی د مزرین صنعت د پراختیا او ورته د بازار موندنې غوښتنه کوي. ویډیويي رپورټ.
د خوست په ترېزیو کې د مشرانو او ځوانانو جرګې د ولور کمولو پرېکړه کړې ده. په هغه ولایت کې تر دې مخکې هم جرګو دا ډول پرېکړې کړې دي خو په ترېزیو کې له اعلان سره سم عملي شوې هم ده. د ډېسېمبر ۲۶مې جرګې ویلي دي چې په هغه سیمه کې به هېڅوک تر ۲۵۰،۰۰۰ افغانیو زیات ولور نه اخلي. ویډیويي رپورټ.
په خوست کې له یوه کوره د ۵ اول نومره زده کوونکيو د بریا له رازه خبر شئ
په خوست کې ځینې شخصي بنسټونه هغو سیمو ته ګرځنده ډلې او درمل استوي چې خلک پکې روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري. په وروستیو کې ترېزیو ته هم یوه ډله تللې وه چې هلته یې د خلکو وړیا معاینې وکړې او ورته یې دواګانې ورکړې. د خوست اوسېدونکي د دې ډول خدماتو د زیاتېدو غوښتنه کوي. نور په ویډیويي رپورټ کې.
د پکتیا په مرکز ګردېز کې په وروستیو کې یو هنري نندارتون جوړ شوی وو چې لسګونه کسان یې لیدو ته ورغلي ول. هنرمندان وايي، که مالي ملاتړ یې وشي نو فعالیتونه زیاتولای شي. ویډیويي رپورټ.
د خوست په ډاب کې دوه میاشتې مخکې د کرکټ پیل شوې سیالۍ د سید رقیب سټار کرکټ کلب په بریا پای رسېدلې دي. په سیالیو کې د سیمې ۱۴ لوبډلو برخه واخیسته. خوست د لوبو په ډګر کې د افغانستان د مخکښو سیمو په قطار کې راځي او بېلابېلې سیالۍ پکې کېږي او د کرکټ مینوال پکې په بې سارې ډول په ډېرېدو دي.
وزیرستاني کډوال وايي، نور کلونه به د ژمي له راتګ وړاندې له دوی سره نغدې مرستې کېدې، خو سږ کال تر دې وخته چې ژمی پیل شوی، له دوی سره د مرستو هېڅ څرک نه لګېږي.
په خوست کې هم د هر ښوونیز کال په پای کې د دولسمو ټولګیو د فارغانو لپاره لمانځغونډې کېږي چې پکې ویناوال د تعلیم په برخه کې پر ستونزو او پرمختګونو غږېږي. د هغه ولایت د شخصي یا خصوصي ښوونځيو مسوولین او زده کوونکي له اړوندو ادارو غواړي چې د پوهنې برخې ته زیات پام وکړي. ویډیویي راپور.
د خوست په مرکز او ولسوالیو کې د پینځو هغو پلونو د بیارغونې چارې وروسته تر هغې پیل شوي دي چې د تېر کال بارانونو او سیلایونو زیانمن کړي دي
نور وښیئ