د خوست ځوانان د کرکټ میدانونه او نور وسایل غواړي
خوست د افغانستان یو له هغو سیمو څخه ده چې د کرکټ ملي لوبډلې ته یې وخت په وخت ستوري لوبغاړي ورکړي دي. په دې ولایت کې له کرکټ سره د ځوانانو مینه او ولوله بې سارې ده. خو دغلته نوي ځوانان وايي په کمو او نیشت برابر وسایلو کرکټ کوي. دوی د لوبو د میدانونو، وسایلو او روزونکو غوښتنه کوي. بل پلو، د افغانستان د کرکټ بورډ چارواکي وايي چې په یاد ولایت کې یې ځینې د کرکټ پروژې ترلاس لاندې دي چې زر به یې ځوانانو ته ګټه ورسېږي. نور حال د مشال راډیو د خبریال په راپور کې: