غلام غوث په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
شهباز شریف حکومتي دریځ تکرار کړ چې رېډیو پاکستان او نورو حکومتي او پوځي ودانیو ته زیان رسوونکي به د قانون منګولو ته سپاري. "چې کومو خلکو دا شرمناک کار کړی دی، په هغو او ترهګرو کې هېڅ توپیر نه شته."
فریډم نېټورک خپل رپورټ د مې پر درېيمه د رسنيو د ازادۍ د ورځې په مناسبت خپور کړی دی. د تنظیم مشر اقبال خټک د مې پر لومړۍ مشال راډیو ته وویل تر ټولو زیاتې ۴۰ سلنه پېښې په اسلام باد کې شوي دي.
د خبرپاڼې تر مخه، په دې معامله کې د پاکستان تحريک انصاف مشر او پخوانی وزیراعظم عمران خان ، ولسمشر عارف علوي، د پخواني اعلا وزير محمود خان سلاکار بیرسټر محمد علي سیف او د استخباراتي ادارې "ای اېس ای" پخوانی مشر جنرال فیض حمید فریق جوړ کړل شوي دي.
د پاکستان دولتي راډیو وايي، پرون قامي اسمبلۍ هم د هغې جرګګۍ پرضد قرارداد منظور کړ او و یې ویل چې پکې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان د قاضیانو نه شاملول ښيي چې بې طرفه نه ده.
د سپریم کورټ درې کسیزې جرګګۍ امر کړی دی چې د پنجاب اسمبلۍ لپاره دې د ۲۰۲۳م کال د مې میاشتې پر ۱۴مه نېټه انتخابات وشي.
د پېښور ولسي پاڅون په نوم د مظاهرې ګډونوالو تېر ماښام (د مارچ پر ۳۰مه) د پولیس افسر او نوميالي پښتو شاعر اقبال مومند او درو نورو سرتېرو وژنه وغندله.
کمېشن د مارچ پر ۲۹مه نېټه په بیان کې ويلي چې دغه نېټه يې د خیبر پښتونخوا د ګورنر پر سپارښتنه ټاکلې ده.
مولانا فضل الرحمان د چا نوم وانخیست خو په وروستیو کې سیاسي پرمختګونو ته په کتو یې ښايي اشاره د تحریک انصاف مشر عمران خان قضیو ته وي.
د شورا مشر ډاکتر قبله ایاز د مارچ پر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل، د نرښځیو د حقونو د ساتنې قانون ته د بیاکتني په اړه په اسلام اباد کې دوه ورځنۍ غونډه وشوه چې پکې د دیني عالمانو په ګډون د بشري حقونو د چارو وزارت چارواکو، د نرښځیو استازو او د مدني ټولنې فعالانو ګډون وکړ.
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د زمان پارک د جلسې د مشرۍ کولو په اړه د عمران خان تر اعلان وروسته تور پورې کړ چې هغه د پیسو له نړیوال صندوق (ای اېم اېف) سره د موافقې د مخنیوي هڅه کوي.
د خیبر پښتونخوا د سي این جي پمپونو د اتحادیې مشران وایي، په صوبه کې د ګېس پېداوار له ضرورت نه زیات دی او د بنو او لکي مروت پشمول په ځینو نورو ځایونو کې هم د ګېس ذخیرې شته
عدالت د مارچ پر لومړۍ نېټه په لنډه پرېکړه کې ویلي چې د خیبر پښتونخوا او پنجاب اسمبلیو تر ماتېدو وروسته په دواړو صوبو کې باید په ۹۰ ورځو کې دننه انتخابات وشي هغه ځکه چې د عدالت په وینا، "پارلېماني جمهوریت د ایین مهم ټکی دی."
د جرګې مشرانو د فبرورۍ پر ۲۷مه نېټه په پېښور کې د خبريالانو په مرکزي دفتر کې د قبايلي سيمو د اوسنيو حالاتو په اړه په يوې غونډې ته په خپلو ويناوو کې وويل چې په خیبر پښتونخوا کې د قبایلي سیمو د ورګډولو په نتیجه کې یې سیمو ته د ګټې پر ځای تاوان رسېدلی دی.
د سپریم کورټ مشر قاضي عمر عطا بندیال د فبرورۍ پر ۲۲مه د انتخاباتو په اړه له خپلې خوا نوټس واخیست او نهه کسیزه جرګګۍ یې جوړه کړه چې پکې قاضیان اعجاز الاحسن، سید منصور علي شاه، منیب اختر، یحیا اپرېدی، سید مظاهر علي اکبر نقوي، جمال خان مندوخېل، محمد علي مظهر او اطهر من الله شامل دي.
باجوه د خپلې دندې ختمېدو پر مهال ویلي ول چې "تر ډېر غور و فکر وروسته" یې پرېکړه وکړه چې پوځ به نور په سیاست کې ګوتې نه وهي. تر دې مخکې هم د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) په بیا بیا په سیاسي چارو کې د لاسوهنې تورونه رد کړي دي.
د فبرورۍ پر اتمه د پنجاب صوبې هغه عدالت د قامي اسمبلۍ د سپیکر راجا پروېز اشرف د جنورۍ ۲۵مې نېټې امر معطل کړ او پر هغو ۴۳ حلقو یې په مارچ کې کېدونکي ضمني انتخابات هم ځنډولي دي.
په پښتون قامي اتحاد کې د شریکو ملتپالو ګوندونو غړو ویلي چې د پښتون قامي اتحاد تر سیوري لاندې به د صوبې په بېلا بېلو ښارونو تو سیمو کې د بدامنۍ پرضد د "ولسي پاڅون" په نامه غونډې کوي.
نور وښیئ