د لاسرسي ځای

تازه خبر

سېنېټر مشتاق احمد د پوځ د مشر د کاري مودې غځولو په اړه ترميمي بیلونه وړاندې کړل


سېنېټر مشتاق احمد خان يوې جلسې ته وينا کوي - انځور له ارشیفه
سېنېټر مشتاق احمد خان يوې جلسې ته وينا کوي - انځور له ارشیفه

د پاکستان د سېنېټ غړي مشتاق احمد خان غوښتنه کوي چې له وزیراعظمه دې د پوځ د مشر د کاري مودي غځولو واک واخیستل شي.

د جماعت اسلامي سېنېټر مشتاق احمد خان د مارچ پر ۱۳مه، د سېنېټ په سیکرټرېټ کې درې جلاجلا ترمیمي بيلونه داخل کړي دي. هغه په دي بیلونو کې غوښتنه کړې چې د پوځي مشرانو د کار موده دې له قانوني حده وروسته نه غځيږي. نوموړي د بیلونو د وړاندې کولو په وخت ويلي چې غواړي قامي اسمبلي او سېنېټ پر دې بحث او رايه واچوي. هغه غواړي چې د پوځي مشر د کاري مودې غځولو لپاره د وزيراعظم واکونه کم شي.

سېنېټر مشتاق احمد خان پر ټويټر ليکلي‌چې ایا په سېنټ کې به د اپوزېشن او حکومت غړي د دې بیلونو ملاتړ وکړي؟ تر اوسه نورو ګوندونو په دې اړه څه نه دې ويلي.

په پېښور کې شنونکی، شميم شاهد وايي فکر نه کوي چې لوی سیاسي ګوندونه به د سېنېټر مشتاق احمد خان د وړاندې کړيو بيلونو ملاتړ وکړي. هغه د مارچ پر ۱۴مه مشال راډيو ته وويل: "پاکستان پيپلز ګوند، مسلم لیګ (ن) اوپاکستان تحریک انصاف به د سېنېټر مشتاق د تجويزونو ملاتړ نه کوي ځکه چې دوی د خپلو حکومتونو د دوام لپاره د خپلې خوښې پوځي مشر غواړي."

په دې وروستيوو کې په پاکستان کې د پوځ د مشر د کاري مودې غځولو پر سر ډېرې سیاسي ناندرې وشوې. په ۲۰۱۹ کال کې د تحريک انصاف په حکومت کې په قانون کې تر بدلون وروسته، د هغه وخت د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه کاري موده د دريوو نورو کلونو لپاره وغځول شوه. جنرال باجوه په ۲۰۱۶ز کال کې د پوځ مشر ټاکل شوی وو. په پاکستان کې د نوموړي د ځایناستي ټاکلو پر موضوع يوه اوږده موده تاوده بحثونه وشول.

د پوځ د نوي مشر ټاکلو طریقه کار داسې دی چې د دفاع وزارت وزيراعظم ته د پوځ لوړ پوړو افسرانو نومونه ليږي. بيا وزيراعظم په هغه لیست کې یو نوم انتخابوي چې همدغه نوم ولسمشر ته د حتمي منظورۍ لپاره ليږل کيږي. د پاکستان د ايين ترمخه، د پوځ مشر دنده درې کلونه وي خو وزيراعظم واک لري چې د هغه کاري موده وغځوي.

په پاکستان کې د پوځ مشرولي د سیاسي ګوندونو لپاره ځکه هاميت لري چې په بېلابېلو وختونو کې پوځ په سیاست کې خپل کردار ترسره کړی دی. که څه هم د پوځ وياندانو په بېلابېلو وختونو کې په سیاست کې د پوځ مداخله نه ده منلې خو ګڼو پخوانيو جنرالانو په خپلو کتابونو او مرکو کې منلې چې په خپل دور کې یې د ځينو سیاسي ګوندونو ملاتړ او ځينو مخالفت کړی دی.

شنونکی محمود جان بابر د سېنېټر مشتاق احمد خان د بیلونو په اړه وايي‌ چې د پوځ مشر کاري موده که هر څوک غځوي وي، مهمه دا ده چې ايا د پوځ مشر به په سیاست کې ريښتيا هم لاسوهنه نه کوي. "ستونزه داده چې د پاکستان خپل یو تاریخ دی او دلته تل د پوځ مشر له وزیراعظمه زیات واک اختیار لري."

XS
SM
MD
LG