د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان انتخاباتي کمېشن د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ ټاکنو لپاره د اکتوبر ۸مه اعلان کړې


د پاکستان انتخاباتي کمېشن مرکزي دفتر. پخوانی انځور
د پاکستان انتخاباتي کمېشن مرکزي دفتر. پخوانی انځور

د پاکستان انتخاباتي کمېشن اعلان کړی چې د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ ټاکنې به د اکتوبر پر ۸مه نېټه کېږي.

کمېشن د مارچ پر ۲۹مه په بیان کې ويلي چې دغه نېټه يې د خیبر پښتونخوا د ګورنر پر سپارښتنه ټاکلې ده.

ګورنر غلام علي د مارچ پر ۱۵مه انتخاباتي کمېشن ته په استولي ليک کې ويلي ول چې اوسمهال په صوبه کې انتخاباتو ته حالات جوړ نه دي. په ليک کې ګورنر په وار وار ذکر کړی چې په صوبه کې ناامني زیاته شوې ده او کمېشن دې ترهګرۍ زیاتېدونکې پېښې په پام کې ونیسي او له اړونده ادارو سره دې مشوره وکړي چې ټاکنې وکړي که نه؟

د خیبر پښتونخوا د ګورنر د لیک او غوښتنې په غبرګون کې د تحریک انصاف یو مشر او د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ پخواني سپیکر مشتاق غني د مارچ پر ۲۴مه مشال راډیو ته وویل، ګورنر دې په ۹۰ ورځو کې دننه په صوبه کې انتخاباتو ته لاره هواره کړي، که نه دا عمل به یې له ایینه سرغړونه وي.

د خیبر پښتونخوا ګورنر د جنورۍ پر ۱۷مه د هغه وخت د اعلا وزير محمود خان پر سپارښتنه صوبايي اسمبلي ماته کړې وه. تر دې وړاندې د جنورۍ پر ۱۴مه د پنجاب اسمبلي تحلیل شوې وه.

پاکستان تحريک انصاف چې په پښتونخوا کې واکمن وو او په پنجاب کې په حکومت ورګډ وو، وايي د اسمبليو ماتولو هدف یې پر مرکزي حکومت فشار راوستل ول چې ژر تر ژره عام انتخابات وکړي. خو موجوده ایتلافي حکومت وايي چې انتخابات به پر ټاکلي وخت د روان ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر په مياشت کې کوي.

په پنجاب او خیبر پښتونخوا کې اوسمهال نګران حکومتونه دي چې له ایین سره سم، باید د اسمبلیو تر ړنګېدو وروسته په ۹۰ ورځو کې انتخابات شوی وای خو انتخاباتي کمېشن په دواړو صوبو کې انتخابات تر اکتوبر میاشتې ځنډولې دي.

ټاکل شوی وه چې د پنجاب اسمبلۍ انتخابات د اپریل پر ۳۰مه وشي خو انتخاباتي کمېشن د مارچ پر ۲۲مه اعلان وکړ چې په هیواد کې د خراب امنیتي وضعیت له امله هلته ټاکنې د اکتوبر تر ۸ مې ځنډوي.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن د مارچ پر ۲۲مه په یو حکم کې وویل چې د وړاندې شویو راپورونو، معلوماتو او موادو تر څیړلو وروسته دې نتیجې ته رسېدلي، چې د ایین سره سم په سوله ییزه ډول د صادقانه او عادلانه ټاکنو ترسره کېدل ممکن نه دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي وو چې د پنجاب صوبې د پولیسو مشر ورته ویلي چې د صوبې امنیتي حالات سم نه دي او د ټاکنو خوندي ساتلو لپاره د پولیسو شمېره هم کمه ده.

په عین حال کې پاکستان تحریک انصاف په خیبر پښتونخوا او پنجاب کې د انتخاباتو د ځنډېدو خلاف په سپریم کورټ کې یو درخواست جمع کړی دی چې اورېدنه يې نن (مارچ ۳۰مه) په سپریم کورټ کې روانه ده.

د پاکستان تحریک انصاف یو مرکزي مشر فواد چودري د مارچ پر ۲۳مه په لاهور کې خبریالانو ته وويل چې د ایین ۶مه ماده چې د غدارۍ یا د قانون ماتولو په اړه ده، باید د کمېشن د چارواکو پر ضد وکارول شي.

تر دې وړاندې د پاکستان ولسمشر عارف علوي د مارچ پر ۲۴مه په پنجاب او خېبر پښتونخوا کې د انتخاباتو لپاره وزیراعظم شهباز شریف ته لیک استولی وو.په لیک کې وزیراعظم ته سپارښتنه شوې وه چې له انتخاباتي کمېشن سره دې مرسته وشي څو انتخابات ترسره او د سپريم کورټ پريکړه عملي شي.

په ليک کې دا هم ويل شوي چې سپريم کورټ انتخاباتي کمېشن ته امر کړی چې په دواړو صوبو کې دې په ۹۰ ورځو کې دننه انتخابات وشي.د پاکستان سترې محکمې د مارچ په لومړۍ نېټه د انتخاباتو کمېشن ته امر وکړ چې په ۹۰ ورځو کې دننه دې په خیبر پښتونخوا او پنجاب صوبو کې انتخابات وکړي.

شهباز شریف ولسمشر عارف علوي ته په ځوابي لیک کې ویلي چې "چلند یې" بې طرفه نه دی او په دې توګه د ولسمشر له "ټاکلې اییني دندې" سره سمون نه خوري.

د نوموړي سلاکار عطا الله تارړ د مارچ پر ۲۶مه د شریف پینځه صفحې لیک انځور خپور کړی وو. په لیک کې راغلي چې د انتخاباتو کولو په اړه د ولسمشر عارف علوي لیک "د مخالفه ګوند" یعنې "پاکستان تحریک انصاف ګوند بیان ته ورته دی."

XS
SM
MD
LG